اطلاعات روز: د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد مبارزې دفتر وایي، چې د پولیو واکسین کمپاین به سبا (دوشنبه، ۵ د لیندۍ) په ځینو سیمو کې پېل شي.
په ایکس کې د «فري پولیو افغانستان» پاڼې د دې کمپاین د تطبیق د سیمو او د دوام په اړه هېڅ تفصیل نه دی ورکړی.
د پولیو مثبتې پېښې تر ډېره په سویلي او سویل ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې په تېر کال کې یوازې د شپږو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی و چې ټولې یې په ننګرهار کې وې.
د سرچینو په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې یوازې په کندهار کې د پولیو ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په ارزګان، هلمند، کونړ او نورستان ولایتونو کې هم د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې چې د نومبر په ۲۰مه خپور شوی، ویلي چې تازه په کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې د پولیو شپږ چاپېریالي پېښې موندل شوې دي.
د دې سازمان په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو چاپېریالي پېښې ۹۱ ته رسېدلې دي.
اوس مهال افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې لاهم بشپړه له منځه نه ده تللې.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پولیو انساني پېښې ۴۹ او چاپېریالي پېښې ۴۸۳ ته رسېدلې دي.
روان کال له پاکستان څخه د زیات شمېر کډوالو د راستنېدو له امله په افغانستان کې د پولیو د پراختیا احتمال و، طالبانو د واکسین د تطبیق کمپاین د لنډ مهال لپاره ځنډولی و.
دې ډلې کور په کور د واکسین پر تطبیق او د ښځینه واکسیناتورانو پر کار بندیز لګولی دی.