فوزیه کوفي، چې د افغانستان د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړې وه، د «ښځو د سولې نړیوالې ډلې» په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د سولې د بهیر له ناکامېدو وروسته طالبانو د ښځو پر وړاندې خپله جګړه پیل کړه او هغه څه چې نن په افغانستان کې روان دي، په مطلق ډول جنسیتي اپارتاید دی.
مېرمن کوفي دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې د جنوبي کوریا په کوربهتوب جوړه شوې وه. هغې وویل چې د افغانستان خلک د ډیموکراسۍ لپاره په مبارزه کې ناکام شول.
هغې وویل: «د افغانستان او د کوریا جمهوریت خلک ګډ تاریخ لري؛ د مبارزې او د ډیموکراسۍ لپاره د هڅو تاریخ. د کوریا خلک بریالي شول، خو موږ په افغانستان کې ناکام شو.»
مېرمن کوفي، چې د دوحې د سولې خبرو پر مهال یې د حکومت له لوري له طالب پلاوي سره خبرې کولې، وايي چې په افغانستان کې د سولې د بهیر له ناکامېدو وروسته نړۍ د افغانستان ښځې، په ځانګړي ډول د «ښځو، سولې او امنیت» له نظره، ناهیلي کړې.
د هغې په وینا، په افغانستان کې د سولې د بهیر له ناکامېدو وروسته طالبانو د ښځو، د ښځو د زدهکړو او کار پر وړاندې خپله مبارزه پیل کړه، ځکه «له تعلیمیافته ښځو وېره لري».
هغې وویل: «کله چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، ادعا یې وکړه چې افغانستان خوندي شوی دی؛ خو سوله او امنیت یوازې د وسلو د چوپېدو په معنا نه دي، بلکې سوله تر دې ډېر څه دي. سوله د کرامت احساس دی، د امنیت احساس دی. سوله دا ده چې تاسو په خپل کور کې د خوندیتوب احساس ولرئ؛ هغه احساس چې نن په افغانستان کې ۲۰ میلیونه ښځې ترې برخمنې نه دي.»
مېرمن کوفي د طالبانو د دوامدار ځپلو پر وړاندې د ښځو مقاومت الهامبښونکی وباله او ویې ویل چې باید له افغانستانه زدهکړه وشي چې څنګه ډاډ ترلاسه کېدای شي، د سیاسي لومړیتوبونو له بدلېدو سره ښځې څنډې ته ونه شړل شي.
هغې په جنوبي کوریا کې د «ښځو لپاره د سولې نړیوالې ډلې» له ګډونوالو وغوښتل چې کله خپلو هېوادونو ته ستانه شي، خپل حکومتونه ځوابویونکي کړي او له ټولنیزو شبکو څخه د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د خبرو لپاره کار واخلي.
مېرمن کوفي همدارنګه له ګډونوالو وغوښتل چې د «جنسیتي اپارتاید د جرم ګڼلو او پای ته رسولو» له کمپاین سره یوځای شي.
هغې ټینګار وکړ چې: «هغه څه چې نن په افغانستان کې روان دي، په مطلق ډول د ښځو پر وړاندې اپارتاید دی.»
د «ښځو لپاره د سولې نړیوالې ډلې» غونډه د سپټمبر له ۱۶مې تر ۱۸مې پورې د جنوبي کوریا په چیونګجو ښار کې، د اسیا، افریقا او امریکا د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون، د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه. فوزیه کوفي د افغانستان په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون کړی و.
