سټیو ویتکاف، د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی، وايي چې په نیویارک کې له ایراني پلاوي سره خبرې د منځګړو له لارې روانې دي.
ویتکاف نن (چهارشنبه، د تلې لومړۍ) پر اېکس لیکلي چې د خبرو یوه دوره په بریالیتوب پای ته رسېدلې ده.
هغه ویلي: «د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې، موږ له ایراني پلاوي سره د هغو منځګړو له لارې تفصیلي خبرې وکړې چې د ورځې په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ تګ راتګ کاوه.»
هغه زیاته کړې: «هغوی د خبرو یوه دوره په بریالیتوب پای ته ورسوله، چې هیله لرو رغنده او هیلهبښونکې وي. منځګړي به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»
اوسمهال د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې دي، څو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمېر لوړپوړي امریکايي چارواکي هم په نیویارک کې دي.
تمه کېږي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ مستقیمې خبرې هم ترسره شي، خو تر اوسه داسې کوم پلان په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.
د اروپا مشران هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې د ګډون لپاره په نیویارک کې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې، کایا کالاس، د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره لیدلي دي.
مېرمن کالاس پر اېکس له عراقچي سره د خپلې لیدنې یو انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې دوی د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې خبرې کړې دي.
مېرمن کالاس لیکلي: «موږ د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ بیا پرانیستلو لپاره د دیپلوماتیکو لارو چارو په اړه خبرې وکړې.»
هغې زیاته کړې چې له جګړې مخکې د هرمز له تنګي څخه د بېړیو د تېرېدو لپاره هېڅ ډول محصول یا لګښت نه و، او له جګړې وروسته هم باید داسې کوم لګښت موجود نه وي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې په هرمز تنګي او بابالمندب تنګي کې د کښتۍچلونې پر ازادۍ ټینګار کړی؛ هغه بابالمندب تنګی چې په دې وروستیو کې د ایران په ملاتړ د حوثیانو تر کنټرول لاندې راغلی دی.
