د یمن د حوثیانو ویاند یحیی سریع اعلان کړی چې د سعودي عربستان یوه استخباراتي او عملیاتي بېپیلوټه الوتکه د مخا ښار پر سر نسکوره شوې ده.
هغه نن سهار (چهارشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بېپیلوټه الوتکه د «وینګلونګ-۲» ډول وه، چې د کشفي او جنګي ماموریتونو لپاره کارول کېږي.
یحیی سریع زیاته کړې چې دغه سعودي بېپیلوټه الوتکه د مخا ښار پر سر، چې په دې وروستیو کې د حوثیانو لاس ته لوېدلی، د «مناسبې وسلې» په وسیله نسکوره شوې ده.
حوثیان ادعا کوي چې سعودي عربستان د وروستیو نښتو له پیل وروسته، د شاوخوا دوو اوونیو په موده کې، د یمن پر خاوره ۹۳۶ هوايي بریدونه کړي دي.
حوثیانو تېره اوونۍ هم د یوه سعودي جنګي الوتکې د عملیاتو پر مهال د نسکورېدو ویډیو خپره کړه، خو د سعودي پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
