د افغانستان د فوټبال فدراسیون، چې اوس مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به د برازیل په شپږ اړخیزو سیالیو کې ګډون وکړي.
دغه فدراسیون نن (سېشنبه، د وږي ۳۱مه) اعلان وکړ چې افغانستان د دغو سیالیو په «B» ګروپ کې له جاپان او پیرو سره یوځای دی او د دواړو هېوادونو د فوټسال له ملي لوبډلو سره به سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، دغه سیالۍ به د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې د برازیل د پارانا ایالت په «سائو ژوزه دوس پینهایس» ښار کې ترسره شي.
د دغو سیالیو په «A» ګروپ کې به برازیل، اندونیزیا او کېپورډ له یو بل سره سیالۍ وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې په دغو معتبرو نړیوالو سیالیو کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې بیا ګډون یو مهم فرصت دی، څو لوبغاړي تجربه ترلاسه کړي، د ملي لوبغاړو ترمنځ همغږي زیاته شي، تخنیکي او تاکتیکي چمتووالی لوړ شي او لوبډله د رسمي سیالیو او د فوټسال د اسیا جام د غوراوي پړاو لپاره لا ښه چمتو شي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په ۲۰۲۵ کال کې هم په دغو سیالیو کې ګډون کړی و.
