د ننګرهار او لغمان پوهنتونونو یو شمیر محصلین وایي، چې له تېرو څو اوونیو راهېسې د طالبانو د امرباالمعروف ادارې له لوري پر محصلینو په جبري ډول د خولۍ، پګړۍ پر سر کولو او د ږیرې په پرېښودو بار بار ټینګار ځوانان له زده کړو زړه توري کړي دي.
عبدالباسط حیران چې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د څلورم کال محصل دی، وایي په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري پر محصلینو محدودیتونه زیات شوي چې له کبله یې ځینو محصلینو د طالبانو د همدې محدودیتونو له کبله زده کړو ته شاه کړې ده.
د هغه په خبره له څو اوونیو راهیسې چې د طالبانو امرباالمعروف ادارې پر محصلینو د خولۍ او ږیرې پرېښودل جبري کړي، په پوهنځي کې یې د محصلینو شمیر کم شوی دی.
نوموړی پر محصلینو د طالبانو له لوري د خولۍ پر سرول او د ږیرې پرېښودل د دوی په شخصي ژوند کې لاسوهنه بولي او زیاتوي که پر محصلینو د طالبانو محدودیتونه همداسې دوام وکړي نو ګڼ نور به هم پوهنتون پرېښودو ته اړ شي.
حیران وویل: «څو اوونۍ کېږي چې په ننګرهار پوهنتون کې پر محصلینو همدا ټینګار کېږي چې باید خولۍ پر سر کړي او ږیرې پریږدي، خو ځینو محصلینو خبره منلې او زیاتره یې خوابدي او خپل راتلوونکې ته اندېښمن دي، چې نور به څه کېږي یوازې زمونږ د ژورنالېزم په پوهنځي کې نږدې ۱۵ محصلینو ویلي که پر مونږ خولۍ او ږیره پرېښودل کېږي، نو له زده کړو تېر دي دوی هره ورځ غیر حاضر کېږي هم او زیاتره نور محصلین هم د همدې محدودیتونو له کبله پوهنتون پرېیښی دی زمونږ غوښتنه د طالبانو له حکومت دا ده چې باید ځوانان زده کړو ته تشویق کړي نه مو له زده کړو زړه توري کړي او کوم شرایط یې چې اوس د محصلینو لپاره ټاکلي دا باید لغوه کړي.»
د نوموړي په خبره پر محصلینو د طالبانو د امرباالعمروف له لوري وضعه شوي قوانین ورځ تربلې د سختیدو په حال کي دي او هغه محصلین چې خولۍ یې پر سر نه وي د پوهنتون له دروازې بېرته ګرځول کېږي.
د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل حبیب الله کونړی پر دوی وضعه شوي شرایط خواشینونکي او په راتلوونکې کې یې پایلې بدې بولي.
د هغه په خبره طالبان په دا ډول کړنو سره پلان لري چې ځوانان له زده کړو زړه توري او په راتلوونکي کې افغان ځوانان د ناپوهۍ او جهل په تورو تیارو کې وساتي.
د نوموړي په وینا پوهنتون کې هره ورځ د امرباالمعروف د محتسبینو یوه ډله په نوبت وار ډول پر پوهنځیو ګرځي او له محصلینو غوښتنه کوي چې ظاهري لباس او څېره په اسلامي شریعت برابره کړي.
نوموړی دغه راز ادعا کوي چې له تېرو څو اوونیو راهیسې چې پر محصلینو د خولۍ او پګړۍ پرسرول او د ږیرې پرېښودل جبري شوي، هره ورځ د مختلفو پوهنځیو محصلین د پوهنتون له دروازې بېرته ګرځول کېږي.
حبیب الله وویل: «زیاتره محصلین له زده کړو زړه توري شوي او یوازې د شریعاتو پوهنځي محصلین بیا ډیر خوشاله دي، ځکه هغوی خو هسې هم خولۍ او پګړۍ پرسروي، خو نورو ځوانانو محصلینو ته بیا سخته ده چې، خولۍ پر سر کړي او یا پګړۍ ووهي او په اصل خبره دا ده چې دا د هرچا خپل شخصیت دی چې څه ډول یې جوړوي نور خلک باید پکې لاسوهنه ونه کړي د ننګرهار پوهنتون له دروازې هره ورځ لسګونه محصلین د امرباالمعروف ادارې د محتسبینو له لوري په دې بهانه شړل کېږي چې ستا ږیره کوچنۍ ده، خوله دې نشته او نورې بهانې ورته کوي نو دې حالت ځوانان بیخي خواشیني کړي او که حالت همداسې دوام وکړي نو زیاتره محصلین به پوهنتون پریږدي.»
د هغه په خبره زیاتره محصلین اوسمهال په دې هڅه کې دي چې یا له ننګرهار پوهنتون شخصي پوهنتونونو ته تبدیلي وکړي او یا په خصوصي پوهنتونونو کې د خپلې خوښې وړ پوهنځي له سره پیل کړي.
نوموړی اندېښنه لري که طالبانو په پوهنتونونو کې د محصلینو پر وړاندې شته دریځ نرم نه کړي، نو د کانکور په راتلوونکې ازموینه کې به له دولسم ټولګیو تازه فارغ شوي زده کوونکي ګډون کولو ته زړه ښه نه کړي.
ورته مهال ننګرهار پوهنتون کې یوه باوري سرچینه هم د محصلینو شته اندېښنې پرځای بولي او وایي، له کله راهیسې چې د طالبانو امرباالمعروف ادارې پر محصلینو د خولۍ، پګړۍ پرسرول او د ږیرې پرېښودل جبري کړي له هغې راپدیخوا له زده کړو سره د محصلینو لیوالتیا کمه شوې او دغه راز په زیاتره پوهنځیو کې د محصلینو شمیر کم شوی دی.
یادې سرچینې زیاتره کړه، چې هره ورځ یې ګڼ شمیر محصلین له پوهنځیو او د پوهنتون له دروازې د خولۍ او پګړۍ نه پرسرولو په پلمه د امرباالمعروف محتسبانو له لوري بېرته کور ته ستنول کېږي.
دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، چې نه یوازې پرمحصلینو د ږیرې پرېښودل او د خولۍ او پګړۍ پر سرکولو جبري شوي، بلکې د پوهنتون ادارې له ټولو کارکوونکو په جدي ډول غوښتل شوي چې خپله ظاهري څېره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې برابره کړي.
سرچینه زیاتوي: «له کله چې پرمحصلینو د خولۍ، پګړۍ او ږیرې پرېښودل جبري شوي نو زیاتره محصلینو پوهنتون پرېیښی او یا یې غیر حاضري زیاته کړې او لیوالتیا یې له زده کړو سره کمه شوې دغه راز له دې هم خبر یو، چې محصلین د پوهنتون له دروازې هره ورځ د خولۍ او پګړۍ نشتون په بهانه پوهنتون ته نه پرېښودل کېږي او ځینې یې په دې بهانه له پوهنځیو هم وېستل کېږي، دا حالت په رښتیا هم چې ډیر زیات خواشینونکی دی که پر محصلینو دا ډول شرایط پلي کېږي نو باید د محصلینو لپاره د زده کړو په نورو برخو کې هم باید اسانتیاوې برابرې شي غوښتنه کوو چې طالبان دې نور د هیواد ځوانان له زده کړو نه زړه توري کوي بلکې د زده کړو زمینه دې ورته برابره کړي.»
دغه راز د ننګرهار په ګاونډ لغمان پوهنتون کې هم محصلین د طالبانو له لوري پر دوی د وضعه شویو محدودیتونو له کبله تر پوزې راغلي دي.
د لغمان پوهنتون یو محصل عبدالقدیر وایي، دوی ته هم د طالبانو د امرباالمعروف ادارې د محتسبینو له لوري د پوهنتون په دروازه کې سپارښتنه کېږي چې اسلامي او افغاني کلتور ته درناوی وکړي او خپلې ظاهري څېرې دې د سنت مطابق برابرې کړي.
د هغه په خبره د طالبانو دغه ډول کړنو محصلین خپل راتلوونکې ته اندېښمن کړي او پر دوی د ځینو شرایط تطبیقول یې په شخصي ژوند کې مداخله بولي.
عبدالقدیر وویل:«هره ورځ راته ویل کېږي چې ږیره دې وړه ده او خولۍ دې ولې نشته په مختلفو نومونو مو د طالبانو د امرباالمعروف ادارې محتسبان یادوي، چې د پوهنتون په دروازه کې ولاړ وي نو دې حالت ځوانان زیات خواشینې کړي دي؛ دغه راز راته ویل شوي هم دي چې څوک خولۍ نه پر سر کوي او ږیره نه پریږدي بیا د سمستر په ازموینو کې ورڅخه نومرې ګرځول کېږي د محصلینو غوښتنه دا ده چې مونږ د ترانسپورټ، لیلې او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ یو هغه ستونزې راته حل کړي نه دا چې هره ورځ راباندې بندیزونه ولګوي.»
په ننګرهار او لغمان پوهنتونونو کې داسې مهال پر محصلینو د ږیرې پرېښودل، د خولۍ او پګړۍ پر سر کول جبري شوي، چې څو اوونۍ وړاندې د طالبانو لوړو زده کړو وزیر یادو پوهنتونونو ته د سفر پرمهال هم هغه محصلین له غونډې وېستلي وو، چې خولۍ یې نه وې پر سر کړې.
مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د طالبانو امرباالمعروف ادارې د مسوولینو نظر هم ولرو، خو له څو ورځو پرله پسې هڅو سره سره یې په نظر اخیستلو بریالي نشوو.
دا په داسې حال کې ده، چې پر محصلینو د طالبانو له لوري یادو وضعه شویو شرایطو په کور دننه او بهر د ګڼو افغانانو غبرګونونه راپارولي و او له طالبانو یې غوښتي و، چې ځوانان دې په لوی لاس له زده کړو نه زړه توري کوي.