پر موسیقۍ او دریا وهلو د طالبانو بندیز؛ خلک: یوه خوله خندا هم راڅخه اخیستل شوې

د طالبانو بیا ځل حاکمیدو سره په افغانستان کې پر عامو خلکو د نورو بندیزونو سربیره د خوښیو په مراسمو کې پر موسیقۍ او دریا وهلو هم سخت بندیزونه لګیدلي دي. د دغې ډلې د امربالمعروف مامورین په ودونو او نورو مراسمو کې نه هم ښځو او نه نارینه وو ته اجازه ورکوي، چې خپله خوښي په دریا وهلو موسیقۍ غږولو او یا هم نڅا کولو سره ونمانځي.

د هیواد په سویل هلمند، کندهار او زابل کې خلک شکایت کوي، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله یې ټولې خوشالۍ پېکه شوي او دا مهال دوی اړ دي چې د هرې خوښۍ نمانځلو لپاره باید لومړی د دغې ډلې د امربالمعروف ریاست سره مشوره وکړي، چې په خبره یې دا چاره سخته او له امله یې د دوی خوشالۍ په غم بدلې شوې دي.

هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې خلکو ته یې دود او کلتور ډېر ارزښت لري. دغلته په ودونو او د خوښیو په نورو مراسمو کي دریا وهل، ډول او سرود غږول د ډیرو کلونو څخه دود دي، خو د طالبانو د امربالمعروف د سختو بندیزونو له کبله دا هرڅه ډیر پیکه شوي دي.

د لښکرګاه ښار د کارتې لګان سیمې اوسیدونکی ذاهدالله وایي، چې د طالبانو له ویرې څوک د خوښۍ مراسم په خلاص زړه نه شي نمانځلی، ځکه چې د دغې ډلې د امربالمعروف مامورین د خوښیو مراسم سخت تعقیبوي.

نوموړی زیاتوي: هلمند کې د امربالمعروف کسان پرته له اجازې د خلکو ودونو ته داخلیږي او په زور د ښځو دریاوې ماتوي او که ډیک وي هغه ورڅخه اخلي، دلته هیڅوک د طالبانو له ویرې د خوښۍ مراسم نه شي نمانځلای.»

د لښکرګاه ښار یو بل ځوان شکرالله وایي، دغلته د امربالمعروف کسان د خلکو دروازې ټکوي او په زور د ښځو څخه دریا او ډیکونه اخلي او ماتوي یې او زوم بندي کوي.

نوموړي په دې اړه وویل : «موسیقي چې پخوا زموږ د خوښۍ برخه وه، خو اوس د طالبانو د امربالمعروف کسان د شپې تر ناوخته په کوڅو او د واده پر صالونونو ګرځي، د شپې ناوخته یوه بجه د خلکو د کورونو دروازې ورټکوي د ښځو څخه په زوره دریا او ډیکونه اخلي ماتوي یې یا هم زوم د ځان سره بیایي.»

هلمند کې دریا وهل ځانګړی دود دی، خو طالبان بیا دریا وهونکوي کسان زندان ته اچوي. انځور: خواله رسنۍ

هلمند کې د ودونو پرمهال د دریا وهل ځانګړی دود او د ښځو ترمنځ ځانګړی شهرت لري، خو دا دود د طالبانو د حاکمیت راوروسته کمرنګه شوی دی.

د لښکرګاه ښار اوسیدونکې ۳۶ کلنه نادیه وایي، طالبان د واده په مراسمو کي دریا وهل او سرود غږول نه پریږدي، د ښځو دریاوې ماتوي او نور د موسیقي الات ورڅخه په زور وړي.

نوموړې په خپلو خبرو کې وویل: «طالبان په ودونو کې دریا وهل او موسیقی غږول نه پریږدي، که څوک په ودونو کي دریا وهي طالبان یې د کورونو دروازې ور ټکوي، نارې وهي چې دریا راوباسي، که یې ور ونه باسي د طالبانو کسان زوم د ځان سره بیايي او د واده شپه په بند کې ورباندې تیروي.»

په هلمند کې په ودونو کې له ډیکونو او د موسیقۍ له نورو سامان الاتو هم کار اخیستل کېږي، خو نادیه وايي چې طالبان ډیکونه او نور د موسیقي وسایلو ته هم اجازه نه ورکوي.

هغې وویل: «ډیک خو بېخي نه شو چالانولای، چې چلانده شي هغه ګړی دوی حاضر وي او ډیک د ځان سره وړي، خلک په دوه درې زره افغانی ډیک کرایه کړي هغه یې دوی ورڅخه یوسي، اوس د پخوا په رقم د واده مراسم ډیر ساده او پېکه شوي دي.»

نوموړې زیاتوي، چې د طالبانو په رژیم کې پر ښځو بندیزونه زیات شوي او یوازې ورته په ودونو کې یوه خوله خندا پاتې وه، چې هغه ترې هم دغې ډلې اخیستې ده.

دغه راز هلمند کې یو شمیر کوچۍ ښځې چې «مسلۍ» ورته ویل کېږي د ودونو په مراسمو کې به یې دریا وهله او په ځانګړي انداز به یې سندري ویلې، خو اوس پر دوی هم بندیز لګیدلی او ودونو ته یې څوک نه غواړي.

د لښکرګاه ښار د بولان سیمې اوسیدونکې ۴۵ کلنه زرغونه وایي، چې په ودونو کې یې دریا وهله او په خپل اواز کې یې ټپې کولې، خو اوس یې څوک ودونو ته نه غواړي «موږ کوچيان یو، زموږ قوم کې ښځې ښه دریا وهلای شي هلمند کې اکثرو ودونو کې زموږ ښځې دریا وهي، واده کې به زر یا دوه زره د زوم مور راکولې ډوډۍ به یې هم راکول ټوله شپه به مو دریا وهله خو اوس د طالبانو له وجې چندانې څوک نشته چې ورشو».

د هلمند یو شمیر فرهنګیان بیا وایي، چې په د ودونو او د خوښیو په نورو مراسمو کې د دریا وهل، ډول او سرود غږول او اټن کول د پښتني ټولني پخوانی دود دی، چې د طالبانو په راتګ سره کم رنګه شوی او پر ځای یې خلکو د وسلو ډزو ته مخه کړې.

د هلمند یو تن فرهنګي فعال عبدالستار وايي، چې دغلته اوس په ودونو کې د دریا وهلو، ډول او اټن ځای د وسلو ډزو نیولی، چې له دې سره پښتني ټولني کلتور ته زیان رسیدلی «پخوا به په ودونو کي خلکو ډول واهه اټن به و، ښځو به په کورونو کي دریا وهله، جوش او خروش به وو اوس اکثرو ودونو کې ډزې کېږي چې دا زموږ کلتور ته سخت تاوان کوي، د هغه ترڅنګ تر سهاره ځوانان او ماشومان پټاکۍ چووي چې ټول کلی ورسره په تکلیف وي څوک خوب نه شي کولای.»

د طالبانو تر حاکمیت لاندې د هیواد په ټولو سیمو کې خلک اجازه نه لري چې د ودونو مراسمو ته سندرغاړي دعوت کړي. انځور: خواله رسنۍ

په همدې حال کې د زابل د مرکز قلات اوسیدونکی شېر احمد افغان وایي، خلک باید د خوښیو په محفلونو کې د هر څه لپاره د طالبانو د امربالمعروف ریاست له چارواکو سره مشوره وکړي او د هغوی له اجازې پرته څوک خپله خوښي نه شي نمانځلی.

افغان زیاتوي: « دوې میاشتې مخکې زما د دو ورونو ودونه وو، چې سندرې مو غږولې، طالبان راغلل زوم او ډیک یې له ځانه سره بوتلل بیا زموږ مشران پسې ورغلل زوم یې ځینې راویسته، زموږ په محل کې خلک ودونه داسې تېروي لکه یو څوک جې یې کور کې مړ شوی وي، نه پلاستکي ټکان کولای شو، نه سندرې ویلای شو، نه ږیره جوړولای شو، د ښځو پر کلتوري سندرو چې دریا وهل پکې وي پر هغه هم بندیز دی، ټول ژوند مو په بندیز، بندیز کې تېر شو، هره ناوې ارمان لري چې واده یې په ښه جم او جوش کې ونمانځل شي، د حکومت د امر بالمعروف وزارت باید له خلکو سره نرمښت وکړي.»

دغه راز د کندهار اوسېدونکی بشیر احمد پوپل وایي، خلک په دې ولایت کې د خپلو خوښیو محفلونه د طالبانو د امربالمعروف ریاست څخه په پټه لمانځي ځکه په خبره یې که پرې خبر شي چې سندرې او ساز سرود اوري سمدستي زوم له واده څخه بیایي او د واده شپه پرې بند خونه کې تیروي.

نوموړی زیاتوي، چې کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست وروستیو بندیزونو ته په کتو د دغې ډلې او ولسي خلکو ترمنځ فاصلې په زیاتېدو دي.

بشېر احمد پوپل وویل: «پر ارایشګاوو بندیز دی ناویانو ته سنګار نه کوي، زوم ږیره نه شي جوړولای، څوک سندرې نه شي چالانده کولای، ټکان نه شي کولای، چې هوټل ته ورشې د هوټل مسوولین د امربالمعروف له ویرې خپل قوانین درباندې تطبیق کوي، ماسخوتن چې واده وي د امربالمعروف ریاست کسان ګرځي پر هوټلونو ګزمې کوي چې چا خو به غزلې او سازونه نه وي چالانده کړي، زموږ خوښۍ لا موږ په ازاده توګه نه شو لمانځلای، خلک د ډیرو بندیزونو له کبله تنګه شوي، موږ چیرې ولاړ شو خو دغه زموږ وطن دی.»

بلخوا په هلمند او کندهار کې د ودونو د صالونونو مسوولین هم شکایت کوي، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله یې مشتریان کم شوي دي.

هلمند کې د ودونو د یو صالون مدیر نجیب الله (مستعار) وايي، د امربالمعروف د سختو فشارونو له کبله د خپلو مشتریانو رضایت نه شي ساتلای.

نوموړي وویل: «زموږ د واده صالونونه د امربالمعروف د کسانو تر څارني لاندې دي هغوی له موږ څخه دا تعهد اخیستی چې صالونه کې به دریا وهل او نوره موسیقي نه پریږدو خو واده کې ښځې دي هغوی باندې موږ فشار نه شو راوستلای چې برق بند کړو زموږ مشتریان راڅخه خفه کېږي، دغه مشکلاتو زموږ کاروبار ته ډیر سخت تاوان رسولی دی.»

دغلته په ودونو کي داسې ډیري پیښې شوي چې زوم د واده شپه د طالبانو په زندان کې تیره کړې وي.

د هلمند اوسیدونکی ۲۷ کلن نورالله د خپل واده کیسه داسې کوي: «د شپې ۱۲ بجې وې چې د امربالمعروف کسان راغلل، د صالون څخه یې ډیک او دریاوې په زوره وویستلې بیا یې ویل چې زوم راولۍ، زه یې د ځان سره بوتلم چې ولې مو سرود غږولی دی، موږ ټولو عجز او زارۍ ورته وکړې، خو ویې نه منله او زه یې د ځان سره بوتلم دغه شپه مې په بند کې تېره کړه په سبا مازدیګر څلور بجې یې را خلاص کړم.»

نوموړی وایي، چې دریا وهل او په ودونو کې سندرې ویل د ډیرو کلونو څخه په هلمند کې د خلکو دود دی، خو په خبره یې طالبان د دغه دود مخالفت کوي.

د طالبانو د بندیزونو له کبله په سویلي ولایتونو کې د ودونو د تالارونو بازار هم خراب شوی دی. انځور: خواله رسنۍ

کندهار ښار کې بیا د ودونو د یو خصوصي سالون مسول چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، هغه قوانین چې د طالبانو امر بالمعروف ریاست لخوا ورته ټاکل شوي که سرغړونه ترې وکړي یوه اونۍ بندي کېږي.

هغه وویل: «موږ د خلکو د محفلونو سره هیڅ ډول مشکل نه لرو چې هر څنګه یې نمانځي هغه د دوی خپل کار دی، خو موږ ته ویل شوي چې څوک باید د غزلو ډیک درڅخه چالان نه کړي او نه یې باید پرېږدئ چې هوټل ته یې دروړي، امربامعروف ریاست موږ ته وایي که چا د شریعت خلاف عمل ستاسو هوټل کې ترسره کړ تاسو هم په ګناه کې ورسره شریکان یاست.»

دغه راز کندهار کې د ودونو د یو بل خصوصي سالون مسوول وایي، تېرو درېو کلونو کې دغلته د ودونو د سالونونو کاروبار نږدې ۴۰ سلنه لوېدلی او شاوخوا ۵۰ سلنه کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي دي.

د دغه خصوصي سالون مسوول وویل: «موږ ته د امر بالمعروف ریاست خپل د قوانینو یو لایحه سپارلې او راته ویلي یې دي چې هر څوک ستاسو هوټلونو ته مراجعه کوي دا ورته سپارئ هغه چې یې هر څوک وویني زموږ تر هوټلونو تېر شي خپل کور کې د واده محفل ونیسي، په دې لایحه کې پر سندرو بندیز دی، زوم ته اجازه نشته چې د ښځو ځای ته ولاړ شي، بېګانه اشخاص اجازه نه لري چې د مېرمنو سالون ته ولاړ شي، څوک د نڅا کولو اجازه نه لري، ټکان کول بند دي.»

که څه هم په سویلي ولایتونو کې د طالبانو امربالمعروف ریاستونو رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حقاني تېر کال کابل کې رسنیو ته ویلي و، چې کابل کې د ودونو په صالونونو کې د طالبانو تر راتګ مخکې د «منکراتو اعمال» تر سره کېدل او اوس یې پکې ګڼ اصلاحات راوستلي دي.