جلال اباد ښار کې د طالبانو د محدودیتونو له امله د ښځینه بنګړیوالانو کاروبار ټکنی شوی

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې یو شمیر ښځينه بنګړیوالې چې د سړک پرغاړو بنګړي پلوري شکایت کوي، چې د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون له توشیح کېدو وروسته یې د کار پر وړاندې خنډونه زیات شوي دي.

جلال اباد ښار کې یوه ځانګړې کوڅه د «بنګړیوالانو» د کوڅې په نوم یادیږي، چې د ښځو د اړتیا وړ بېلابېل توکي پکې پلورل کېږي چې یوه برخه کې یې بنګړیوالې میرمنې بنګړي پلوري.

۳۴ کلنه نورینه چې د جلال اباد ښار د «بنګړیوالانو» په کوڅه کې د سړک پرغاړه بنګړي پلوري، وايي چې د بې‌وزلۍ له امله هره ورځ له سهار تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره خپله ټوله ورځ پرسړکونو تېروي.

نوموړې د خپل زاره چاودي ژوند کېسه کوي، وایي ستونزې یې ډېرې او ژوند یې له کړاوونو ډک دی، خو مجبوریت او تنګسیې اړه کړې چې یوې مړۍ ډوډۍ پسې له کوره بهر راووځي.

نوموړې ادعا کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې د محسبینو له لوري په دې بهانه ځورول کېږي، چې ګوندې حجاب نه مراعات کوي او له محرم پرته له نورو نارینه وو سره په ډک بازار کې د توکو راکړه ورکړه کوي.

نورینه زیاتوي: «کلونه کېږي چې په جلال اباد ښار کې بنګړي پلورم زیاتره ښځينه مې پيژني او ځانګړي مشتریان هم لرم چې له کلونو راهیسې راڅخه بنګړي اخلي، پخوا مو کارونه ډیر ښه وو، خو له کله چې د طالبانو حکومت راغلی له هغې ورځې راهیسې مو دوکانداري بیخي خرابه شوې ده، په دې کال له تېرکال مو دوکانداري ښه وه، خو اوس مو د طالبانو د امربالمعروف کارکوونکي مزدورۍ ته نه پریږدي په بدو نومونو مو یادوي او راته وایي چې تاسې باید حجاب مراعات کړئ هره ورځ راته د کار پر وړاندې بهانې جوړوي او له کاره مو باسي غوښتنه کوو چې زمونږ د کار پر وړاندې دې ستونزې نه جوړوي بلکې مونږ دې خپل روزګار ته پریږدي.»

نوموړې زیاتوي چې هره ورځ د طالبانو د امربالمعروف له کارکوونکو سره پر جنجال وي چې له همدې کبله یې کاروبارخراب شوی او زیاتره مشتریان یې له لاسه ورکړي دي.

بنګړیوالې میرمنې وایي، د طالبانو امربالمعروف یې کار ته نه پریږدي او شتون یې «فتنه» بولي

بلقیس چې دا یې مستعار نوم دی یوه بله بنګړیواله ده هغه هم ادعا کوي، چې د طالبانو له لوري یې د کار مخه نیول کېږي او نه پرېږدي چې د نجونو مړوندونو ته بنګړي واچوي.

هغه وايي، کورنۍ یې د عاید ترلاسه کولو بله سرچینه نه لري او له کلونو راهیسې بنګړي پلوري او له‌ همدې لارې د کورنۍ نفقه برابروي.

نوموړې اندېښنه لري چې له یوې خوا یې کاروبار د پخوا په پرتله خراب شوی او له بل لوري پرې د طالبانو د امربالمعروف محدودیتونو د روزګار کړۍ راتنګه کړې ده.

بلقیس زیاته کړه: «پخوا مو کارونه ډیر ښه و، ځکه د خلکو روزګار او اقتصاد ښه و هر چا به د خپلې کورنۍ د ښځينه وو لپاره بنګړي اخیستل او زمونږ روزګار هم ورسره ډیر هم چلیده، که پخوا مو د ورځې زر یا اته سوه افغانۍ مزدوري کوله اوس درې افغانۍ هم نه کېږي ځکه خلک غریب دي او بله ستونزه د طالبانو له لوري ده راځي او راته وايي بنګړي مو ټول کړئ ځکه محرم نه لرې او بازار کې ستاسې شتون فتنه زیاتوي خو مونږ ورته وایو چې زمونږ له سړیو سره کار نشته ټول کار مو د ښځو دی خو بیا هم دوی نه مني هره ورځ مو ورسره جنجال وي نو دې حال مو کاروبار خراب کړی دی.»

د هغې په وینا د خپل ناروغ خاوند او درې ماشومانو د اړتیاوو برابرولو لپاره ټوله ورځ د بنګړیو پر پلور تېروي، خو له دې هرڅه سره سره د طالبانو له لوري د محرم پرته په کارکولو او د اسلامي حجاب په نه مراعتولو د طالبانو له‌خوا ځورول کېږي.

د ګل زمینې په نامه یوه بله بنګړیواله چې خاوند یې په یوه ترافیکي پېښه له لاسه ورکړی، وايي له پنځلس کلونو راهیسې  په جلال اباد ښار کې د سړکونو پر سر بنګړي پلوري.

د هغې په وینا که څه هم طالبانو یې پر کاروبار محدودیتونه وضعه کړي، خو له دې هر څه سره سره خپلې دوکاندارۍ ته دوام ورکوي.

نوموړې پر طالبانو نیوکه کوي که پر دوی محدودیتونه لګوي، نو د دې پرځای دې په جلال اباد ښار کې د ښځینه وو لپاره ځانګړی بازار پرانیزي چې دوکاندارنې یې ښځې وي.

ګل زمینه زیاتوي: «له ډیرې مجبورۍ بنګړي خرڅوم ځکه خاوند مې مړ شوی او اوس د درې اولادنو سرپرستي راترغاړې ده، سهار راځم او ماښام ځم کوچنۍ لور مې هم راسره وي ډیره سخته ده پخوانۍ دوکانداري هم کېږي طالبانو مو هم کار ته نه پریږدي هسې په یوه او بله بهانه مو ځوروي ډیر کله مو بنګړي ماتوي او رټي مو، زمونږ غوښتنه دا ده چې په جلال اباد ښار کې دې د ښځو لپاره ځانګړی مارکیټ جوړ شي چې په دې سره هغه ستونزه حل شي چې طالبان وایي تاسې د پردیو سړیو په مخ کې خبرې کوئ او یا حجاب نه مراعات کوئ، نو د بندیزونو پرځای دې مونږ ته د کار زمینه برابره کړي.»

د هغې په وینا زیاتره بنګړیوالې د طالبانو د محدودیتونو له کبله له خپلو کورنیو سره پاکستان ته کډوالې شوي ځکه دلته یې ګوزاره سخته وه.

خلک په اقتصادي وده کې د ښځو ونډه مهمه بولي او وایي، چې طالبان دې پر ښځو د بندیزونو پرځای هغوی ته د کار زمینه برابره کړي

بلخوا د جلال اباد ښار اوسیدونکې ستایش هم په دې وروستیو کې په دغه ښار او نږدې سیمو کې د بنګړیوالو کمرنګه حضور د اندېښنې وړ بولي.

ستایش زیاتوي: «مخکې به زیارتره بنګړیوالې زمونږ کورونو ته راتللې او نوي ډیزاین بنګړي به یې زمونږ تر کورونو راوړل، خو په دې وروستیو کلونو کې د بنګړیوالو حضور کم شوی او اوس د ښار په پلو کوڅو او کورونو کې نه لیدل کېږي چې دا حالت د اندېښنې وړ دی که پر ښځو بندیز وي نو بنګړیوالې خو پریږدئ چې ښځو ته په خپلو کور کې د اړتیا وړ توکي ورکړي.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه شمس الحق سلطاني د کورنیو په اقتصادي وده کې د ښځو ونډه مهمه بولي.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د کوچنیو کاروبارونو په ملاتړ دې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

سلطاني زیاتوي: «که ښځينه په بازار کې بنګړي پلوري او یو څه عاید ترې لاسته راوړي دا په خپله یو کوچنی کاروبار دی، له دې کوچني کاروبار یې سوداګري پراخیږي، نو حکومت ته لازمه ده چې پر بنګړیوالو دې د امربالمعروف د قانون د پلي کیدو په بهانه د دوی کاروبار ته زیان نه رسوي، ځکه د دوی هرې یوې بنګړیوالې ترشاه یوه کورنۍ پرته ده لازمه ده چې د دوی ملاتړ وشي تشویق شي او یو ځانګړی مارکیټ ورته جوړ شي څو دوی او نورې متشبثې ښځې په ډاډه زړه خپل کاروبار وکړي.»

مونږ هڅه وکړه چې د بنګړیوالانو غوښتنې په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له مسوولینو سره شرېکې کړو، خو له پرله پسې هڅو سره سره یې زمونږ اړېکه ځواب نه کړه.

ننګرهارکې بنګړیوالې داسې مهال د دوی په کاروبار کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې محتسبینو له لاسوهنې شکایت کوي، چې د طالبانو «امربالمعروف او نهی عن المنکر» د نوي قانون له توشیح کیدو درې میاشتې په تېریدو دي.

د دې قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو د ټول بدن پټول لازمي بلل شوي او د فتنې له ویرې یې د ښځو مخ پټول هم جبري کړي دي.

د همدې مادې په یوه بله برخه کې د ښځو غږ عورت بلل شوی او له مخې یې ښځې حق نه لري چې سندرې ووایي او ان په لوړ غږ د قرانکریم قرآت وکړي.