اقتصادي کړکېچ او د جوماتونو د رغونې لوړ لګښتونه

ټاکل شوې چې د طالبانو د مشر په امر د افغانستان پر لویو لارو کې ۷۵ جوماتونه جوړ شي، په دې لړ کې شپږ جوماتونه د کابل-کندهار پر لویه لار او اته نور د کندهار- هرات پر لویه لار جوړېږي. د دې جوماتونو د جوړولو مسوولیت د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ته سپارل شوی دی؛ هغه وزارت چې اصلي دنده یې د سړکونو او پلونو جوړول دي، نه جومات. داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ته د نوې تګلارې له مخې هغه بودیجه چې ملي برنامو ته ځانګړې وي، پر داسې څه لګوي چې مخینه نه لري.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د کندهار-هرات پر لویه لار د اتو جوماتونو د جوړولو لګښت تر ۲۵۰ میلیونه او ۸۹۵ زره افغانیو زیات اعلان کړی دی. که د مسجدونو دا لګښت ووېشتو نو د هر مسجد د جوړولو پر سر تر ۳۲ میلیونه او ۴۸۶ زره افغانیو زیات لګښت راځي.  که پر لویو لارو ۷۵ مسجدونه جوړ شي، نو په دې توګه دوه میلیارده، ۴۳۶ میلیونه او ۵۱۵ زره افغانۍ لګښت پرې راځي.

دا د بودیجې هغه لویه برخه ده چې د تېرو دریو کلونو پرمهال د مسجدونو او مدرسو جوړولو ته ځانګړې شوې. د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هم د مسجدونو په جوړولو کې ونډه لري. همدا راز د خصوصي او بهرنیو بنسټونو او عامو خلکو په لګښتونو سره هم مسجدونه جوړ شوي دي.

اوس پوښتنه داد چې دوه میلیارده او ۴۳۶ میلیونه افغانۍ د افغانستان د خلکو لپاره څومره دي؟ په دې دومره پیسو سره نور کوم کارونه کېدلای شي؟

د سړک رغونه او د مرګونو پېښو کمښت

د کندهار- هرات پر لویه لار د طالبانو له خوا د یو جومات د جوړولو د کار جریان

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په داسې حال کې د لویو لارو پر سر خپله بودیجه د جوماتونو رغونې ته ځانګړې کوي چې د لویو لارو په ګډون د هیواد عامه تاسیسات په نامناسب حالت کې دي او له کبله یې خلکو ته وخت ناوخته درنه مرګ ژوبله اوړي.

دې وزارت په عین مهال کې د هغه څه لپاره چې د لویو لارو رغونه یې ګڼي، پر لویو لارو د تګ-راتګ لګښت اخلي او په دې توګه د لویو لارو د رغونې لګښت له عامو خلکو راغونډېږي. د طالبانو د حکومت په وینا، ټاکل شوې چې د کابل-جلال اباد دویم سړک  د حق العبور په لګښت سره جوړ شي. ایا د لویو لارو پر سر د مسجدونو جوړولو پر ځای باید لومړی په خپله لويي لارې جوړې نه شي؟

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د کابل-کندهار لویه لار رغوي. د رغونې لګښت او په کار کې شوی پرمختګ نه دی اعلان شوی، خو د دې مطلب د لیکوال ارزونه ښيي چې د کابل-کندهار د یوې ۸۰ کیلومیټريي قطعې سړک د رغونې لګښت ۴۰۰ میلیونه افغانۍ اعلان شوی دی. که د کابل-کندهار لویه لار ۴۸۰ کیلومیټره وګڼو او پر شپږو ټوټو/قطعو یې ووېشو نو هره قطعه یا ټوټه ۸۰ کیلومیټره کېږي. په دې توګه د ټولو شپږو قطعو يعنې د کابل-کندهار د لويي لارې د رغونې ټول لګښت دوه میلیارده او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي. له دې محاسبې سره سم، هغه پیسې چې د مسجدونو د رغونې پر سر لګول کېږي، په هغو پیسو د کابل-کندهار لویه لار رغول کېدلای شي او ۳۶ میلیونه او ۵۱۵ زره نورې افغانۍ اضافي پاتې کېږي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د کابل-کندهار د لویې لارې ۸۰ کیلو متره سړک د جوړولو چارې یې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل کړي دي

د اړتیا وړ توکو تولید او د اړمنو لاسنیوی

په هغو پیسو چې جوماتونه جوړېږي، که پر صنعت پانګونه وشي، نو څه کار ترې اخیستل کېدلای شي؟

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر وايي، چې تازه د ۹۳۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د کمپلو د تولید یوه فابریکه جوړه شوې ده. ویل کېږي چې په دې فابریکه کې د ۹۰۰ تنو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده. د دوه میلیارده او ۴۳۶ میلیونه افغانیو په وسیله کولای شو دوې داسې کارخانې جوړې کړو او تر یو زر او ۸۰۰ زیات کسان پر کار وګمارو.

که دوه میلیارده او ۴۳۶ میلیونه افغانۍ اړمنو کورنیو ته ووېشل شي او هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شي، نو په دې صورت کې به ۸۱ زره او ۲۰۰ کورنۍ نغدي مرسته ترلاسه کړي. د یوې وړې کورنۍ لپاره ۳۰ زره افغانۍ حد اقل د دریو میاشتو لګښت دی.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په وینا، د ۲۰۲۴ کال پرمهال په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونه زیات وګړي مرستې ته اړتیا لري.

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال پرمهال د افغانستان لپاره له غوښتل شوې ۳.۰۶ میلیارده ډالریزې بودیجې د اکټوبر میاشتې تر منځنیو پورې یوازې ۹۶۱.۷ میلیونه ډالر ترلاسه شوي او مرستندوی بنسټونه د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

د اوچا په وینا، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان شاوخوا ۶.۷ میلیارده ډالره بشرپاله مرسته ترلاسه کړې. د دې دفتر په وینا، یوازې د ۲۰۲۲ کال پرمهال نږدې ۳.۳ میلیارده ډالره مرسته شوې ده.

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا پلټونکې ادارې (سیګار) ویلي، چې د طالبانو تر راتګ وروسته یوازې متحده ایالاتو له افغانستان سره ۳.۳۳ میلیارد ډالره بشرپالې او پرمختيايي مرسته کړې ده.

امریکا او نور ټول مرستندویان وايي، چې د طالبانو له تقویې پرته له افغانستان سره مرسته کوي؛ خو داسې ښکاري چې بهرنیو مرستو دا فرصت طالبانو ته په لاس ورکړی چې دا ډله د داخلي عوایدو له لارې د عامو خلکو اقتصادي حالت ته له پام پرته خپل حکومت تقویه کړي او په عین مهال کې له بهرنیو مرستو هم په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ګټه اخلي.