د نيمروز ولايت اوسيدونکي شکایت کوي، چې په دې ورستيو څو مياشتو کې دغلته په تفريحي پارکونو او نورو مېله ځايونو کې د طالبانو امربالمعروف سخت محدودیتونه وضعه کړي، چې له امله یې زیاتره خلک خپلې د تفریح ورځې په کورونو کې تیروي.
د نيمروز د مرکز زرنج ښار اوسيدونکی امين الله وایي، چې دا مهال د دې ولایت په تفريحي پارکونو او مېله ځایونو کې د لډو په ګډون په ډيرو لوبو طالبانو بنديزونه لګولي او ورته وایي، چې یادې لوبې «حرامې» دي.
نوموړی زیاتوي، چې د جمعو په ورځو کې د طالبانو د امربالمعروف رياست کارکوونکي په مېله ځايونو کې ګرځي او د مېله والو د لوبو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
هغه وویل: «د جمعې په ورځ چې رخصتي وي ټول خلک دېته خوشاله وي چې دا ورځ به په تفريحي ځايونو کې په مېلو تيره کړيو خو په ټول پارکونو او نورو ځايونو کې د امربالمعروف کسان ولاړ وي نه لډو پريږدي او نه هم نورې داسې لوبې چې خلک ورباندې خپله ورځ تېره کړي، دغې ستونزې د خلکو پر ژوند سختې بدې اغيزې کړي دي.»
د دغه ولایت يو شمير نور اوسيدونکي هم د ورته شکايتونو په څرګندولو سره وايي، چې د طالبانو د شته محدوديتونو له امله يې ژوند سخت شوی دی.
د زرنج ښار اوسيدونکی عبدالغفور وايي، چې په دې ولايت کې که له یوې خوا د تفريح لپاره کوم مناسب ځاي نشته، خو له بلې خوا بیا د طالبانو د امربالمعروف کسان په هرځای کې ناست وي او مېله والو ته ستونزې جوړوي.
د ده په خبره چې د طالبانو د اوسنيو محدوديتونو له امله خلک تفريحي ورځې په کورونو کې تيروي او ياهم داسې سيمو ته ځې چې هلته د امربالمعروف رياست کارکوونکي نه وي ورغلي.
نوموړي وویل: «خلک ډير په مشکل کې دي اول خو زموږ نيمروز ولايت داسې ځای د مېلو ترسره کيدو لپاره نه لري چې هلته پکې څوک خپل وخت تير کړي دغه يو دوه پارکونه شته چې ټوله ورځ طالبان پکې څارنه کوي نه غټ تلفن د چا سره پريږدي نه موسیقي پريږدي نه هم نورو داسې لوبو ته اجازه ورکوي چې د خلکو پکې ساعت تيريږي موږ خپله د جمعې او نورې د رخصتۍ ورځې په کورونو کې تيروو.»
ورته مهال نيمروز ولايت د شته پارکونو مسوولين هم ادعا کوي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله یې د مراجعینو شمیر ۶۰ سلنه کم شوی دی.
په دې ولايت کې د يو تفريحي پارک مسول چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وايي چې د طالبانو د امربالمعروف له لاسه اوس خلک پارکونو ته نه ورځي او دوی د امربالمعروف د ناوړه چلند په دې اړه د دغې ډلې د ولایت مقام څو ځلي شکایتونه کړي، خو په وینا یې چې چا یې غږ نه دی اوریدلی.
دغه مسول زیاتوي، که وضعيت دغه ډول دوام وکړي باور لري چې په ياد ولايت کې به شته تفريحي پارکونه د خلکو د نشتون له امله سقوط شي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «۶۰ سلنه پارکونو ته د خلکو د راتګ شمير کم شوی دی خاص لامل يې همدغه دی چې طالبان پر خلکو ډول ډول محدوديتونه لګوي موږ څو ځله د ولايت مقام څخه غوښتي چې دغه کسان دې زموږ پارکونو ته نه راځي، خو هغوی زموږ ستونزې نه دي اوريدلي که وضعيت دغه ډول دوام وکړي زه باور لرم چې دا ځايونه به ټول سقوط کوي.»
د نيمروز ترڅنګ د هیواد په ډيرو نورو ولايتونو کې هم د طالبانو د محدودیتونو له کبله تفريحي پارکونو ته د خلکو ورتګ کم شوی او د سقوط په درشل کې دي.
د طالبانو لخوا د امربالمعروف په نوم نوی قانون چې د خپريدو يې څو مياشتې کېږي په ټول هېواد کې د عامو افغانانو په ځانکړي توګه د ښځو ژوند تریخ کړی دی.