د بشر حقونو څار: په طبي انسټیټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز به د ښځو د درد، ناروغۍ او مرګ لامل شي

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار سازمان د افغانستان په طبي انسټیټونو کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې ویلي، چې د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی به د ښځو د درد، ناروغۍ او مرګ لامل شي.

دغه بنسټ تېره ورځ (سې شنبه، ۱۳ د لیندۍ) په خپله خپره کړې بیانیه کې اشاره کړې، چې طالبانو په داسې حال کې د ښځینه طبي کارکوونکو پر زده کړو بندیز لګولی، چې په ځینو ولایتونو کې دغه ډله د نارینه ډاکټرانو له خوا د ښځو د درملنې مخه نیسي.

خو د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، چې له ښځینه ډاکټرانو پرته به ښځې له درد، بدبختۍ، ناروغۍ او مرګ سره مخ شي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې په افغانستان کې د جدي جرمونو د معافیت د مخنیوي لپاره د پراخو هڅو د یوې برخې په توګه، د افغان ښځو د حقونو مدافعین او د بشري حقونو سازمانونه له طالبانو څخه غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د هغوی د جرمونو حساب ورکړي.

د بشري حقونو د څار ادارې په وینا، د حساب ورکولو لپاره هم یو لید شتون لري.

دغه بنسټ د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې قضیه کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته اشاره کړې.

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ډېر ژر به د طالبانو د چارواکو د نیولو حکم صادر کړي.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، چې دا هیله پیدا کوي چې د طالبانو د حساب ورکولو لپاره ډیر ژر لومړني ګامونه واخیستل شي.