Photo: @rashidkhan_19

راشد خان: د خویندو پرمخ د تعلیم او طبي څانګو تړل کېدو مایوس کړی یم

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان د طالبانو له لوري د نجونو پرمخ د طبي انسټیټونو تړل کیدو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې یادې پریکړې خواشینی او مایوسه کړی دی.

راشد خان نن (چهارشنبه، ۱۴ د لیندۍ) پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې «د علم زده کړه په هر مسلمان نر او ښځه فرض دی» او افغان خویندې هم حق لري چې زده کړې وکړي.

راشد خان پر ټولنیزو رسنیو د افغان «خویندو» او «میندو» خپاره شوي انځورونه دردونکي بللي او هیله یې څرګنده کړې چې طالبان پر یادې پریکړې بیا کتنه وکړي.

د خان په ټکو، که نجونو ته د زده کړو حق ورکړل، نه یوازې په طبي برخه کې بلکې په نورو برخو کې د خدمت جوګه کیدلی شي.

‏دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه اندېښنه ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی، چې په طبي انسټیټونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز سملاسي ختم کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په تازه توګه د نجونو پرمخ روغتیايي انسټیټونه تړلي او په دې اړه تراوسه په ښکاره توګه کوم وضاحت نه دی ورکړی چې ولې یې پر یادې پریکړې لاس پورې کړی دی.