سټيفان دوجاریک: د طالبانو وروستی حکم به د افغانستان پر صحي سیستم او د هېواد پر پراختیا منفي اغیزې وکړي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک د افغانستان په انسټیټونو کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه حکم به د افغانستان پر صحي سیستم او د هېواد پر پراختیا منفي اغیزې ولري.

هغه د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې د طالبانو وروستی فرمان به د زده کړو په برخه کې د ښځو او نجونو حقونه او صحي خدمتونو ته لاسرسی نور هم محدود کړي.

سټیفان دوجاریک ویلي: «موږ له اوسنیو واکمنو غواړو چې د دې لارښود پر پلي کولو بیا غور وکړي او د دې حکم هغو منفي اغیزو ته پام وکړي چې پر افغان ښځو، نجونو او پر ټول هېواد یې لري.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په طبي انسټیټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی.
د دې فرمان له خپرېدو دوه ورځې تېرېږي، خو تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.

طالبانو په دې وروستي ګام سره، ښځې او نجونې په بشپړه توګه د زده‌کړې او تعلیم له حقه محرومې کړې دي.

د طالبانو دې پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.