د کونړ د یو شمېر لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې د طالبانو استخبارات د قومي تړو پر هغو ځايي خلکو د داعش تور لګوي، چې د دې ډلې جنګیالیو ته د ځنګل وهنې او د لرګیو د قاچاق اجازه نه ورکوي.
دوی وايي، طالبانو حتی یو شمېر کسان چې دې ډلې ته یې د ځنګل وهنې او قاچاق اجازه نه ده ورکړې له داعش سره د اړیکو او همکارۍ په تور زنداني کړي دي، چې وروسته د قومي مخورو په منځګړتوب له زندانونو خوشې شوي دي.
ځايي خلک د طالبانو له رژیم غوښتنه کوي، چې د دوی پر وړاندې د مخالفت پرځای د ملي شتمنیو د ساتنې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.
د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکی لعل محمد شکایت کوي، چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو استخباراتو له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیولی و، چې سختې شکنجې یې ورکړې وې.
نوموړی وايي، د طالبانو استخباراتو له دې امله نیولی و، چې د ځنګل وهوونکو او قاچاق کوونکو طالبانو پر وړاندې یې د ځنګل وهنې او قاچاق مخه نیولې وه.
لعل محمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زه شپږ میاشتې وړاندې غازي اباد کې استخباراتو ونیولم، دلیل معلوم نه و، خو وروسته معلومات وشول چې ما د قومي تړې او د ځنګل وهنې کمېټې د یوه نماینده په حیث د هغو طالبانو مخنیوی کړی و، چې غوښتل یې ځنګل قطع کړي او لرګي یې قاچاق کړي، یوه هفته بند مې تېر کړ، وروسته د قومي مشرانو او عالمانو په منځګړتوب خوشې شوم.»
ځايي خلک وايي، د ځنګل وهنې او قاچاق مخنیوي په موخه یې قومي تړه او د طالبانو د رژیم په غوښتنه یوه کمېټه هم جوړه کړې، ترڅو ځنګلونه خوندي پاتې شي.
د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، چې طالبان ولسي کمېټو او قومي تړو ته درناوی نه لري او د ټوپک په زور ځنګلونه پرې کوي او سربېره پر کور دننه ګاونډي هېواد پاکستان ته یې هم قاچاق کوي.
د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ د «هېلګل» درې اوسېدونکی بازګل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ د پخوا نه د ځنګلونو د ساتنې لپاره قومي تړې جوړې کړې وې، خو طالبان چې راغلل پر مونږ یې کمېټې هم جوړې کړې، چې چاته به د ځنګل د قطع کولو اجازه نه ورکوئ، مګر په خپله د طالبانو کسان او هغه څوک چې دوی پورې نږدې دي ځنګلونه قطع کوي، نورو ولایتونو او حتی د ډېورنډ فرضي کرښې له لارې یې پاکستان ته قاچاق کوي، دوی په خپله قانون جوړوي، خو په خپله پرې قدم ږدي او هېڅ ډول احترام ورته نه لري.»
بل لور ته د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې له یوه لوري پرې طالبانو د ځنګل ساتنې کمېټه جوړه کړې، خو بل لور د واکمنې ډلې د غړیو له لوري ځنګلونه پرې او قاچاق کېږي.
دوی وايي، د طالبانو دې پالېسیو تر پوزې رسولي او حتی په دې ولایت کې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي یې شکایتونه هم نه اوري، چې له امله یې له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی خالق داد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «مونږ باندې طالبانو کمېټې هم جوړوي، چې د ځنګل وهنې مخه ونیسئ، پر قاچاقبرو د قاچاق لارې بندې کړئ. خو چې ګورو همدوی له قاچاقبرو سره لاس لري، قاچاقبر ورته پیسې ورکوي او ځنګل وهي، لرګي یې نورو منطقو ته قاچاق کوي، نور یې تر پوزې رسولي یو، چې څه وکړو او دوی له مونږ څه غواړي. کله راته وايي، چې ځنګل وساتئ او چې ساتنه یې کوو، بیا راباندې همدوی داعش سره د اړیکو او همکارۍ تور لګوي.»
د کونړ اوسېدونکي خبرداری ورکوي که د ځنګل ساتنې په برخه کې د ځايي خلکو همکاري ونه غوښتل شي د ځنګل وهنې لړۍ به نه یوازې ونه درېږي، بلکې لا به چټکه شي.
دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د ولسي خلکو د ځورونې او مخالفو وسله والو ډلو سره د اړیکو او همکارۍ د بې ځایه تورونو پرځای دې له دوی سره د ځنګلونو او نورو ملي شتمنیو د ساتنې په برخه کې همکاري او د دوی د هڅو قدردانی دې وکړي.
د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی غلام الرحمن له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ له تېرو لسیزو راهیسې تر خپلې وسې ځنګلونه ساتلي، چا ته مو د قاچاق او قطع کولو اجازه نه ده ورکړې، دوی خپله راته د ځنګل ساتنې هدایات هم کوي، خو بیا برعکس مونږ په مختلفو نومونو په غذابوي، حد اقل که زمونږ د کوششونو قدر نه شي کولی باید مشکلات خو راته جوړ نه کړي، په یوه او بله پلمه مو باید ونه ځوروي، ومو نه نیسي، که د دوی دا کار جریان ولري، نو د ځنګل وهنې دا لړۍ به نه یوازې بنده نه شي، بلکې لا به شدت پیدا کړي.»
موږ هڅه وکړه، چې کونړ کې د ځايي خلکو د شکایتونو او نیوکو په تړاو په دغه ولایت کې د ځايي طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له دوامدارو هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
کونړ د ځنګلونو په برخه کې د هېواد په کچه یو له پراخو طبیعي ځنګل لرونکو ولایتونو دی، چې شاوخوا ۳۰۰ زره هکتاره ځنګل لري، چې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په تېرو جګړو، اور لګېدنو، پاکستاني توغندیزو بریدونو او نورو لاملونو له امله کابو درې زره هکتاره ځنګل له منځه تللی دی.
یادونه: په راپور کې ټول نومونه د امنیتي ستونزو له امله مستعار لیکل شوي دي.