ننګرهار کې د اوبو کمښت له کبله هرکال زرګونه جریبه ځمکه له کرکېلې پاتې کېږي

په دې وروستیو کې هیواد کې اقلیمي بدلون، وچکالۍ او د اوبو کچې کمښت کرنه زیانمنه کړې او بزګران یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ننګرهار په ځېنو ولسوالیو کې کروندګر شکایت کوي، چې د اوبو کمښت او نشتون له کبله یې زرګونه جریبه زراعتي ځمکې له کرکېلې بې برخې پاتې کېږي.

د دغه ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی عظیم خان وایي، چې سږکال یې شپږ جریبه کرنېزه ځمکه د اوبو نشتون له کبله له کرکېلې پاتې شوې ده.

د نوموړي په خبره سږکال یې غوښتل په خپلو ځمکو کې ګنې، غنم او له پلاستیک لاندې تازه سبزجات وکري، خو په وینا یې د اوبو نشتون له کبله ځمکه له بې کرکېلې پاتې ده.

عظیم خان وویل: «په بټي کوټ ولسوالۍ کې د اوبو کمښت له امله نه یوازې زما ځمکه له کښت پاتې ده، بلکې زرګونه جریبه نورې ځمکې هم شته چې له کرکېلې همداسې پاتې دي د کانال اوبه هم مونږ ته په پوره اندازه نه راکول کېږي چې له کبله یې کروندګر له زیاتو ستونزو سره مخ شوي.»

د نوموړي په خبره کلونه کېږي چې د اوبو کمښت له ستونزې سره مخ دي، خو تراوسه یې مسوولو ادارو غږ نه دی اوریدلی.

د دې ولسوالۍ په ګاونډ کوټ ولسوالۍ کې هم کروندګر د اوبو کمښت له ستونزې سرټکوي او وایي، چې د اوبو کمښت او طبیعي پېښې په ځانګړې توګه نباتي افتونه یې په خواریو حاصل ته رسیدلي حاصلات د له‌ منځه تلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

د یادې ولسوالۍ یو کروندګر توریالی وایي، سږکال یې پر خپله څلور جریبه کرنیزه ځمکه جوار کرلي و، خو په وینا یې، د اوبو کمښت، د کیمیاوي سرو لوړې بیې او د جوارو د کښت لوړ لګښت له امله یې حاصلات کم و.

د هغه په وینا سږکال د زیاتې وچکالۍ له کبله د دې ولسوالي ډېری کارېزونه او چینې وچې او د اوبو کچه یې په بې ‌سارې توګه ټيټه شوې ده.

توریالی زیاتوي: «بارانونه نشته او وچکالي زیاته ده تېر کال مو هم د جوارو حاصلات کم و او سږکال مو غوښتل په خپلو ځمکو کې غنم کښت کړو، خو اوبه نشته او هغه اوبه چې د برق په وسیله له څاه ګانو راپوره کېږي هم زیات لګښت غواړي، نو غوښتنه کوو چې زمونږ د اوبو ستونزه دې حل شي.»

د هغه په خبره اوسمهال زیاتره کروندګر د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره له جنراتوري برېښنا استفاده کوي چې ډیرو هغو ته په لوړه بیه تمامیږي.

ننګرهار کې کروندګر د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره دې د دوی په سیمو کې چک ډیمونه جوړ کړي

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اوسیدونکی فواد بیا له حکومت او مرستندویه ادارو د دغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د باراني او سېلابي اوبو د ذخیره کولو او ساتنې لپاره د کوچینو چک ‌ډیمونو د جوړیدو غوښتنه کوي.

هغه تمه لري چې د یادو چک ډیمونو په جوړیدو سره به تر یوې کچې په مومندرې او نورو ولسوالیو کې د کروندګرو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.

فواد زیاته کړه: «د اوبو د کمښت ستونزه ډیره ده او هرکال د کرکېلې پرمهال مونږ له دې ستونزې سره مخ یو، ډیر کله باران ته په تمه یو، خو سږکال بارانونه هم نشته، زمونږ د اوبو ستونزې د حل لپاره لازمه ده چې په ټولو ولسوالیو کې واړه کوچني چک ډیمونه جوړ شي چې د باران او سېلابونو اوبه وساتي او د اړتیا پرمهال ترې کروندګر استفاده وکړي، نو په دې سره به د اوبو شته ستونزه لږه حل شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین هم د اوبو د کمښت ستونزه مني او وايي، د څو لسیزو وچکالیو له امله یوازې ننګرهار کې نه بلکې په ډېری ولایتونو کې د اوبه کچه ټيټه شوې، چې له کبله یې زرګونه جریبه ځمکه له کرکېلې پاتې شوې ده.

د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني وایي، د کروندګرو د اوبو ستونزې هوارولو لپاره لنډ مهالې او اوږد مهالي پلانونه په پام کې لري چې په پلي کیدو سره به یې د اوبو کمښت شته ستونزې حل شي.

سبحاني زیاتوي: «د اوبو د کمښت ستونزه په ټول هیواد کې ده او دا د اقلیمي بدلون له کبله ده، د ننګرهار په چپرهار، کوټ، بټي کوټ، سره رود، نازیانو، مومندرې، غني خېلو او نورو ولسوالیو کې د اوبو د کمښت ستونزه شته او له همدې کبله زیاتره کرنیزې ځمکې له کښت پاتې کیږي، په ځینو سیمو کې چک ډیمونه جوړ شوي او ځینو سیمو کې یې پرې کار روان دی چې په جوړیدو سره به یې شته ستونزه حل شي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې اوسمهال د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې ٢٢٥ کارېزونه موجود دي چې ځينې یې د وچکالۍ، د ژورو څاه ګانو کیندلو او پر وخت د کارېزونو نه ترمیم له امله وچ شوي، خو دوی به یې د بیا فعالولو لپاره لاس په کار شي.

بلخوا د طالبانو د کرنې وزارت چارواکو ویلي، د بندونو جوړول، د ځمکې له سره د ځمکې تل ته د اوبو مصنوعې تغذیه کول او خلکو ته د اوبو سپمولو په برخه کې د عامه پوهاوي ورکول هغه تدابېر دي چې له لارې دوی غواړي د اوبو کمښت ستونزه مهار کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته