کندهار ښار کې د بې روزګارۍ زیاتوالي سره زیات شمېر ځوانانو د رېړۍ او وړو هټیو کاروبارونو ته مخه کړې او هریو د خپلو توکو د خرڅلاو لپاره لوډسپیکر کاروي، چې له امله یې د ښار په مرکزي سیمو کې شور او ځوک زیات او د ګڼ شمیر خلکو په تېره بیا د پاخه عمر لرونکو رواني اړخ یې زیانمن کړی دی.
خلک وایي، له یوې خوا د موټرو او نورو وسایطو شورماشور جوړ کړی او له بلې خوا د پلورونکو لوډسپیکرونو تر پوزې راوستي، چې په وینا یې تراوسه د طالبانو اړوندو ادارو په دې برخه کې د پام وړ اقدمات نه دي ترسره کړي.
د کندهار ښار د اولې ناحیې اوسېدونکی ویسا خوشحال وایي، په دغه ښار کې غږیزې ککړتیا خلک په رواني نارغیو اخته کړي او ښار ته په راتلو یو ډول د ګنګسیت او سردرد احساس کوي.
نوموړی زیاتوي، چې په ښار کې د غږیزې ککړتیا زیاتیدو سره دغلته د طالبانو چاپیریال ساتنې ریاست، ښاروالۍ مقام او د ترافیکو مدیریت مسوولین تراوسه د شورماشور پر کنټرول نه دي برلاسي شوي.
خوشال وویل: «ټولو رېړۍ وانانو دغه ګویاوې او سپېکران ایښي او نارې پکې وهي چې ورشې دا نارې او غالمغال د خلکو اعصاب ور ګډوډ کړي کار او سودا به دې نه وي کړې مګر داسې به ګنکس یې لکه ټوله ورځ چې دط کار کړی وی، هره ورځ چې ښار ته ورشو پر سر مو درد شي دا حالت چې ووینو یو ډول حالت ته ولاړ شو چې باید یوازې کینو، دا چیغو او نارو خلک په یو ډول خفیفو رواني مشکلاتو اخته کړي، ځوانان خو بیا هم یو څه مقامت لري اعصاب یې ژر نه خرابېږي خو دا سپین ږیري او کشران خو بیخي اعصابیان کوي.»
د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی یحیا کریمي وایي، د دې ښار بازار ته له داخلېدو سره د رېړۍ چلوونکو د بې نظمۍ او ځمکنۍ ککړتیا ترڅنګ غږېزې ککړتیا هم د ښار ښکلا زیانمنه کړې او ښایي یاده چاره خلک په ناګرګندو خفیفو روحي او رواني ناروغیو اخته کړي.
نوموړی په کندهار کې د طالبانو له مسوولو ادارو غوښتنه کوي، چې په دې برخه جدي ګامونه پورته کړي.
کریمي وویل: «په ښار کې ولاکه څوک دا ګویا لرونکو ړېریو ته نږدې دریدلای شي، د سړي ماغزه خوري، دومره چغي او بېروبار جوړ وي، نه د چاپیریال ساتنې ادارې استازې شتون لري چې د ګویاوو مخنیوی وکړي، که دوی یوه ورځ د غږېزې ککړتیا په اړه سم کمپاین وکړي دا ګویاوې او سپېکران ورڅخه راټول کړي یا یې مات کړي یا یې د ځان سره یوسي بیا دا مشکل د دایم لپاره حل کېږي اوس چې نه د چاپیریال ساتنې اداره سر خلاصوي چې غږېزې ککړتیا شته که نشته، نه مو ښاروالۍ سر ورسره خلاصوي چې دا رېړۍ وانان نظافت مراعتوي که یا او نه ترافیکو مدیریت سر خلاصوي چې لارې یې بندي کړي که یا، بس هر یو مسوولیت خپل د اوږو څخه اړوي.»
هغه زیاتوي چې حکومت او موسېسات دي د لنډمهاله پروژو پرځای د ښار په عمومي سړکونو کې ولاړو رېړۍ چلونکو ته د کاروبار لپاره ځانګړې هټۍ او مارکيټونه جوړ کړي.
دغه راز د کندهار بل اوسیدونکی شیر علي بیا وایي، په دې وروستیو کې دغلته بېکاري اوج ته رسیدلې، چې له کبله یې ډیر شمېر ځوانانو د رېړۍ او وړو هټیو کاروبارونو ته مخه کړې.
نوموړي وویل: « ځوانان مو بېکاره شوي اوس هرچا رېړۍ را ایستلې او په ښار کې یې چلوي څوک شی نه ورڅخه رانیسي دوی ګویاوې بسته کړي او نارې وهي چې من په شل من په شل غوږونه مو کاڼه کړي، پخوا رېړۍ وانان کم وو اوس چې بېکاري ډیره شوې هرچا یوه رېړۍ رانیولې، د ښار په مرکزي برخو کې د چغو او نارو د لاسه طاقت نه کېږي، مسوولین یې هیڅ مخه نه نیسي.»
هغه وایي، چې ښار کې دننه نقلیه وسایط باید هم کنترول شي او ورڅخه هغه هارنډونه واخیستل شي چې د غږېزې ککړتیا لامل کېږي.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې مسوولین وایي، چې په ښار او ولسوالیو کې یې د هغو اشیاوو مخه نیولې چې د انسانانو پر عصبي، تنفسي او د لیدو په سیستم بدې اغېزې لري.
د کندهار چاپیریال ساتنې ریاست کې د طالبانو د ښاري چاپیریال مدیر فیض الحق عمري وایي، چې د ښاروالۍ او ترافیکو مدیریت سره په ګډه کمپاینونه ترسره کوي او هغه توکي راټولوي چې د غږېزې ککړتیا سبب ګرځي.
عمري وویل: «په ښار او ټولو ولسوالیو کې مو غږېزه ککړتیا او هغه ګروپونه چې د انسانان پر سترګو او دماغ باندې یې بد تاثیر درلود راټول کړي اوس نشته که څه هم ځینې به پاتې وي، خو موږ به د هغه لپاره هم اقدام کوو او د ترافیکو مدیریت په مرسته به یې مخنیوی وکړو، د دې لپاره چې ښار کې غږېزه او هوايي ککړتیا مخه ونیسو موږ ځینې پلانونه ترلاس لاندې لرو.»
بلخوا کندهار کې د روحي او رواني چارو کارپوهان غږېزه او هوایي ککړتیا د انسانانو د روغتیا په زیان بولي او وایي، چې د یادې ککړتیا دوام د رواني ناروغیو سبب کېږي.
کندهار کې د رواني او روحي چارو کارپوه ډاکټر محمد اصف مهمند وایي، چې د چاپیریال ساتنې ادارې لخوا باید د غږېزې ، هوایي او لیدو ککړتیا لپاره د کمپاین ځانګړی ټیم جوړ شي ترڅو د دې چارې مخنیوی وشي.
مهمند په خپلو خبرو کې وویل: «غږیزه ککړتیا د وخت په تېرېدو سره د انسانانو پر اعصابو بد تاثیرات لري او یو ډول ګنګسیت خلکو ته ورپیدا کوي، خو ترهغه وروسته د خلکو څخه خپله جنګ کېږي، پر کوچنۍ خبره یې اعصاب خرابېږي، د ځان سره به فکر وهي خو لامل به یې نه ور معلومیږي خو اصل کې به یې لامل غږیزه ککړتیا وي، یا به لیدونکې ککړتیا وي لکه د موټر څراغونه، د موټرونو زیات ازدحام د انسانانو لپاره ضررمن دي ځکه یو موټر هم هوا ککړوي، هم تېز څراغان کاروي او هم ناحقه هارنډ وهي.»