د ۱۴۰۱ په لیندۍ میاشت کې چې کله طالبانو د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازې وتړلې، شفیقه د فاریاب د تعلیم او تربیې د پوهنځي په دویم سمسټر کې وه. تر دې وروسته دا پر کور ناسته وه، تر دې چې څو میاشتې وړاندې یې د خپلې خور د مېړه په هڅونه او مالي ملاتړ د بلخ د مرکز مزار شریف په یوه طبي انسټیټوټ کې د قابلګۍ په څانګه کې نوملیکنه وکړه. دا وايي: «زما د خور مېړه … زما لګښتونه پرې کول ترڅو قابله شم. ژمنه یې وکړه چې هر سمسټر به راته ۱۰ زره افغانۍ راکوي. د اول سمسټر لګښت یې راکړ او ماته یې جامې او اړتیا وړ طبي وسایل هم واخیستل.»
په انسټیټوټ کې زده کړې د شفیقې لپاره د هیلو یو څرک و او دا ځل یې هیله درلوده چې قابله شي؛ خو د دې ارمان هم یوازې څو میاشتې دوام وکړ. د ۱۴۰۳ په لیندۍ میاشت کې په داسې حال کې چې شفیقې لاهم لومړی سمسټر پای ته نه و رسولی، چې طالبانو په طبي انسټیټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. په دې توګه د شفیقې په خپلو ټکو، یو ځل بیا د دې هیلې وشلیدې او پر کور کېناستله.
د شفیقې سترګې له اوښکو ډکې دي او زړه یې مات دی. دا چې د خپلې خور د مېړه په واسطه له اطلاعات روز سره خبرو کولو ته حاضره شوې، وايي: «دا ورځې زما د ژوند تر ټولو بدې ورځې دي. نه پوهېږم چې څرنګه له دې بدمرغۍ او محرومیت څخه را ووزم.»
د دې ځوانې نجلۍ مور وايي، چې د طبي انسټیټونو په تړل کېدو سره یې د لور درد او غم تازه شوی دی او په روحي توګه تر لومړي ځل زیاته ځپل شوې. د شفیقې د مور په وینا، دا د طالبانو تر وروستي فرمان وروسته سخته ناهیلې او منزوي شوې ده.
پرلپسې ناهیلۍ
طالبانو پر هیواد تر واکمنېدو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې د ښوونځي دروازې وتړلې، وروسته یې پوهنتونونه بند کړل او د تېرې اونۍ په وروستیو کې یې د نجونو د زده کړو وروستۍ لار په طبي انسټیټونو کې پر زده کړو هم بندویز ولګاوه.
پر پوهنتونونو د طالبانو تر بندیز وروسته یو شمېر نجونو د خپلې رشتې په تغییر سره په خصوصي طبي انسټیټونو کې نوملیکنه کړې وه.
د اطلاعات روز د خبریال له خوا له ترلاسه شویو معلوماتو سره سم، یوازې د بلخ ولایت په خصوصي او دولتي انسټیټونو کې لږ تر لږه ۱۰زره نجونو او ښځو د قابلګۍ، نرسنګ، غاښو او طبي ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې کولې.
باوري سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې یوازې د بلخ په طبي دولتي انسټیټوټ کې یو زر او ۲۰۰ نجونو زده کړې کولې. همدا راز د خصوصي انسټیټونو په هر مرکز کې هم له ۵۰۰ څخه تر زرو پورې نجونې په زده کړو بوختې وې.
۲۳ کلنه انیسه محمدي (مستعار) د بلخ د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د درېیم سمسټر زده کړیاله وه، چې طالبانو د نجونو پر وړاندې پوهنتونونه وتړل خو دې د زده کړو لپاره له هلو-ځلو لاس وانخیست او د مزار شریف د یوه طبي انسټیټوټ په قابلګۍ برخه کې یې زده کړې شروع کړې.
دا وايي: «کله چې پوهنتون وتړل شو، ما ویل راځه انسټیټوټ ته ولاړه شم. د قابلګۍ په وروستي سمسټر کې وم او ازموینې لاهم نه وې پیل شوې چې له دې نه زغمل کېدونکي خبر سره مخ شوم.» انیسه پسې وايي: «کله چې سهار راپورته شوم او مجازي فضا مې چک کړه، ومې لیدل چې دا خبر په ټوله مجازي فضا کې خپور شوی دی. هیڅ باور مې نه کاوه. ومې ویل چې دروغ دي، ځکه په خپله یې اجازه ورکړې وه چې انسټیټونه دې فعالیت کوي. خو کله چې مې پر ټلویزیون ولیدل نو زړه ماتې شوم. هیله مې دا وه چې کاش، نن هیڅ له خوبه نه وای راپاڅېدلې.»
«هغه هیله چې ګور ته به یې وړم»
سونیا د مزار شریف ښار د یوه طبي انسټیټوټ د قابلګۍ د څلورم سمسټر زده کوونکې ده. که طالبانو وروستی فرمان نه وای ورکړی، ښايي سونیا څو میاشتې وروسته د خپل فراغت سند ترلاسه کړی وای.
دا وايي چې په طبي انسټیټونو کې پر ښځو د طالبانو د جبري پوښاک مقررات یې منلي و، خو د دې په وینا، دا طالبان دي چې له ښځو سره له دښمني لاس نه اخلي.
دا نجلۍ وايي: «غوښتل مې قابله شم، د هیواد یوې لېرې سیمې ته ولاړه شم او د ښځو ژوند وژغورم؛ خو لکه چې دا ارمان به مې ګور ته وروړم.» سونیا له طالبانو هیله کوي چې ښځو ته دې حد اقل د طبي زده کړو اجازه ورکړي.
د طالبانو د وروستۍ پرېکړې پایلې
افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې د ښځو او ماشومانو د مړینې شمیرې پکې لوړې دي. د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق له شمېرو سره سم، په هرو دوو ساعتونو کې په افغانستان کې یوه ښځه د زېږون او حاملهتوب له امله مري. د دې بنسټ په وینا، له هرو سلو زرو ولادتونو ۶۳۸ یې مړینې دي. دا په اسیا او اقیانوسیه کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړې شمیرې دي.
د قابلو په ګډون د مسلکي-روغتيايي ځواک کمښت د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې یو بل لامل دی. که د نجونو پر زده کړو بندیز دوام وکړي، دا به په راتلونکي کې په افغانستان کې روان کړکېچ نور هم تشدید کړي.
د طالبانو د وروستۍ پرېکړې له امله اکثریت اندیښنې د افغانستان پر روغتيايي نظام د دې پرېکړي پر تاثیراتو راچورلي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک ويلي، چې د طالبانو وروستی فرمان به د دې هیواد پر روغتيايي سیستم او ودې منفي او ویجاړوونکی اغېز ولري.
د بښنې نړیوال سازمان په طبي انسټیټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو یو بل «خندوونکی» او «ظالمانه» امر بللی او ویلي یې دي چې دا امر به په هغه هیواد کې د ښځو پر روغتیا ویجاړوونکی اغېز ولري چې لاهم پکې د میندو د مړینې کچې لوړه ده.
د بشر حقونو څار د طالبانو له لوري په افغانستان کې په طبي انسټیټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته په غبرګون کې ويلي، چې له ښځینه ډاکټرانو پرته به ښځې له درد، بدبختۍ، ناروغۍ او مړینې سره مخ وي.
طالبانو ښځینه ډاکټرانې د اکمال تخصص له برنامو هم ایستلې دي. همدا راز د دې ډلې تر مدیریت لاندې طبي شورا د طبي رشتو ښځینه زده کړیالانې له «ایګزیټ» نومې ازموینې هم حذف کړې دي.
طالبانو دا ټول بندیزونه په داسې حال کې لګولي چې دې ډلې په ځینو سیمو کې د نارینه ډاکټرانو له لوري د ښځینه ناروغانو پر درملنې هم بندیز لګولی دی.