کونړ او نورستان کې ځايي اوسېدونکی شکایت کوي، چې په دغو ولایتونو کې ځايي طالبان د هغو ټولو رغنیزو پروژو په بدل کې باج اخلي، چې د ولسي خلکو له لوري تمویلېږي.
دوی وايي، طالبان ترې د مالیې او عشر په نوم له هغو پروژو په غیر مستقیم ډول باج اخلي، چې د ولسونو د چندو پر مټ پلي کېږي.
سیمه ییز خلک وايي، د طالبانو د باج اخېستنې له امله یې د ولسي چندو پرمټ روانې رغنیزې پروژې نیمګړې پاتې دي او غوښتنه کوي، چې حاکم رژیم دې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ «ګرو» کلی هغه سیمه چې د سیند د پاسه د پله د نشتوالي له امله یې ځايي خلک له جدي ستونزو سره دي. دوی وایي د دې ستونزې د حل لپاره یې په چندو د یوه پله د جوړولو چارې پیل کړې، خو اوس ورته طالبان ستونزې جوړوي.
د دوی په خبره، د پله د جوړولو لپاره په ډېرې سختۍ پیسې راټولوي؛ خو طالبان ترې د دغې رغنیزې پروژې د تطبیق په بدل کې په غیر مستقیم ډول د عشر، زکات او مالیې په نوم باج غواړي.
د سیمې اوسېدونکي عبداللطیف له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «شاوخوا یو کال کېږي، چې مونږ په ګرو سیمه کې د سیند د پاسه د پل د جوړولو کارونه شروع کړل، له داخل او خارج څخه مو له خلکو چنده ټوله کړه، ډېر کارونه مو کړي، د سیند دواړو غاړو ته مو پایې او استنادي دېوالونه جوړ کړي، خو طالبان رانه پیسې غواړي، وايي مالیه یې راکړئ، عشر او زکات یې راکړئ، اوس چې بهر کې زمونږ کلیوال خبر شوي، طالبان له دې پروژو هم باج اخلي، نو هغوی پر مونږ پیسې بندې کړي.»
ځايي سرچینې وايي، که طالبانو ته د خلکو پر مټ له تمویېلېدونکو پروژو باج ورنه کړي، نو اجازه نه ورکوي، چې د دغو پروژو چارې پرمخ لاړې شي.
د سیمې د اوسېدونکو په خبره، د طالبانو د باج اخېستنې له امله ولسي رغنیزې پروژې نیمګړې پاتې دي، چې له امله یې سلګونه کورنۍ له سیند څخه د اوښتو پرمهال له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ یو اوسېدونکي عبدالجبار ساپي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «که طالبانو ته د پله د جوړېدو پر سر پیسې ورنه کړو، نو د کار پر وړاندې راته خنډونه جوړوي، اجازه نه راکوي، چې کار وکړو، د سیند د پاسه پول لاهم نه دی جوړ شوی، د پایو د پاسه مو د موقت لپاره لرګي اچولي، چې خلک پرې تګ ـ راتګ وکړي، خو ډېرو مشکلاتو سره مخامخ یو، موټر خو هسې هم زمونږ سیمې ته نه شي راتللی، ماشومان او زنانه هم د اوښتو پرمهال له یو عالم خطر سره مخ وي.»
غازي اباد، آسمار، دانګام، څوکۍ، چپه دره او وټه پور د کونړ یو له هغو ولسوالیو دي، چې پکې ځايي خلکو په غره ییز سیمو کې د خپلو ستونزو د حل لپاره پر خپلو شخصي امکاناتو سړکونه جوړ کړي، چې د ځايي طالبانو له لوري په بېلابېلو نومونو له باج اخېستو سر ټکوي.
د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، طالبانو سیمه ییز اوسېدونکي اړ کړي، چې د کرنیزو ځمکو د عشر و زکات په څېر پر ولسي چندو له پلي کېدونکو پروژو هم فیصدي ورکړي، چې د سرغړونې په صورت کې د توهین ترڅنګ وهل او ډبول هم ورکول کېږي.
بل لور ته د غربي نورستان په دوآب ولسوالۍ کې هم ځايي خلک شکایت کوي، چې ځايي طالبان د هغو پروژو په بدل کې باج اخلي، چې د ولسي خلکو په شخصي امکاناتو پلي کېږي.
دوی د طالبانو له رژیم غوښتنه کوي، چې د ولسي چندو پر مټ د پلي کېدونکو رغنیزو پروژو په برخه کې د باج اخېستنې پرځای له دوی سره همکاري وکړي، ترڅو د ځايي خلکو ستونزې تر یو بریده هوارې شي.
د دوآب ولسوالۍ اوسېدونکي جانداد خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ په ولسوالۍ کې مونږ د سیند د پاسه یو کوچنی پول جوړ کړ، څه پیسې مو خپلو کلیوالو نه راټولې کړې وې، څه مو له خارج نه له خپلو کلیوالو نه غوښتې وې، خو طالبانو رانه په سلو کې لس فیصده پیسې اخېستې، حتی زمونږ له هغو موټرو چې تیګه، سېمټ او نور مواد راوړل، پیسې اخېستې، زمونږ غوښتنه دا ده که دوی راسره همکاري نه شي کولی حد اقل زمونږ په پیسو په جوړېدونکو پلونو او سړکونو کې خو رانه پیسې وانخلي کنه نور یې په تنګ کړي، حیران یو چې څه وکړو او چېرته لاړ شو.»
د کونړ او نورستان ځايي اوسېدونکي دغه راز شکایت کوي، چې د ولسونو له لوري له تمویلېدونکو پروژو د طالبانو د باج اخېستنې په تړاو یې د دې ډلې ولایتي چارواکو ته هم شکایتونه کړي، خو په خبره یې د هغوی له لوري یوازې د مکررو ژمنو له ورکړې پرته کوم عملي ګام نه دی پورته شوی.
موږ هڅه وکړه، چې په کونړ او نورستان کې د ولسي خلکو په شخصي امکاناتو له تطبیق کېدونکو پروژو د ځايي طالبانو له لوري د باج اخېستنې په تړاو په دغو ولایتونو کې د طالب چارواکو نظر هم واخلو، خو له ډېرو هلو ځلو وروسته بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر له ځان سره ولرو.
یوازې کونړ او نورستان نه دي، چې د ولسي خلکو پر مټ له تطبیق کېدونکو پروژو د طالبانو له باج اخېستنې شکایتونه کېږي؛ بلکې د غزني په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د حاکمې ډلې ځايي مسوولین له هغو پروژو پر باج اخېستنې تورنېږي، چې د ولسي خلکو له لوري تمویلېږي.
یادونه: په راپور کې ټول لیکل شوي نومونه د امنیتي ستونزو له امله مستعار لیکل شوي.