اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او د بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، طالبان د خپلو پالیسيو په سختولو سره، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې له لارې، د افغانستان د خلکو کړاوونه ژوروي او د یو سولهییز او باثباته افغانستان لرلید له منځه وړي.
نوموړې دا څرګندونې تېره شپه (سې شنبه، ۲۰ د لیندۍ) د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې کړې دي.
امیري ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د بشر حقونو په ورځ «موږ باید د افغانستان د بحران په حل کې د بشري حقونو محوري ارزښت وپېژنو.» هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې میلیونونه خلک د څلورو لسیزو جګړې په اوږدو کې د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان دي.
نوموړې زیاته کړې: «د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د جنسیتي ځورونې پالیسۍ او پر قومي او مذهبي ډلو، خبریالانو او د بشري حقونو پر مدافعینو تېری، د افغانستان د خلکو کړاوونه نور هم ژوروي او د یو سولهییز او باثباته افغانستان لرلید له منځه وړي.»
وروسته تر هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دغه هېواد د بشري حقونو له بحران سره مخ شوی دی. طالبان ادعا کوي چې په هېواد کې بشري حقونه تأمین شوي، مګر تر دریو کلونو ډېره موده کېږي چې دې ډلې ښځې او نجونې د زده کړو او کار له اساسي حقونو محرومې کړې دي.