خبریال: عصمت الله سروش
ژباړن: بهادرخان رحماني
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ګوښه شوي کارکوونکي وایي، د دې ادارې له ۱۰۰ ډېر کارکوونکي له ارزونې او د بشري سرچینو له خبرونې پرته ګوښه شوي دي، خو د چارو اداره وایي، دا کارکوونکي له ارزونې او د دې ادارې د جوړښت کمېدو له امله ګوښه شوي او راتلونکې کې به نورو ادارو ته وپېژندل شي.
د ګوښه شویو په یو لیک او یو پرېکړه لیک کې چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په عنوان لیکل شوي، په کې ادعا شوې چې د چارو ادارې له ۱۰۰ ډېر کارکوونکي د ۱۳۹۹ل کال د مرغومې په ۲۰مه نېټه «د دې ادارې د بشري سرچینو ریاست له ارزونې او خبرونې، د کومې پالیسۍ او معیار، د تجربو نظر کې نیولو، د زده کړو کچې او د دې کارکوونکي د کړنو او لاسته راوړنو دقیقې ارزونې پرته په سیلقوي او مغرضه بڼه» د چارو ادارې د رییسانو او مرستیالانو له خوا ګوښه شوي دي.
په دې لیکونو کې چې ۲۰ دغو ګوښه شویو کارکوونکو لاسلیک کړي، راغلي چې دوی له میاشت زیات کیږي چې بې برخلیکه ګرځي او نورو ادارو ته هم نه ورپېژندل کیږي. هغوی وویلې، له دې وړاندې کلونو کې به چې د دې ادارې کوم کارکوونکی ګوښه شو، د چارو ادارې بېلابېلو ریاستونو یار وزارتونو کې د خپلې زده کړیزې څانګې او کاري تجربې سره د مخکنیو امتیازاتو په ساتنې د یو کال لپاره معرفي کېدل.
دا کارکوونکي دوه وړاندیزونه لري، یوه دا چې دوی باید لکه د پخوانیو کارکوونکو په څېر د مخکنیو امتیازاتو په خوندیتوب یو کال لپاره یې ملاتړ وشي. دویم دا چې د مسلک، زده کړییزې څانګې او د چارو اداره کې د اوسنيو بستونو ته په پام، د دې ادارې نویو ریاستونو او د ولسمشرۍ ماڼۍ رامنځته شوي دفتر ریاست کې وګمارل شي یا اړوندو وزارتونو ته دې وپېژندل شي.
هغوی خبرداری ورکړ چې که وړاندیزونو ته یې پام و نه شي، لاریون او خوراکي اعتصاب به وکړي.
د چارو ادارې د مطبوعاتو مشر خوشحال خلیل اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې د «له ارزونې پرته ګوښه کېدنه» بې بنسټه یاده کړه او وایي، چې هغوی د چارو ادارې د جوړښت کمېدو له امله ګوښه شوي دي. ښاغلی خلیل زیاتوي چې د بېلګې په توګه یو ریاست ۶۰ کارکوونکي درلودل چې د جوړښت کمښت له امله، ۲۰ کارکوونکي پاتې شول: «دا چې ۲۰ تنه څوک دي، د اړوند ریاست مشر پرېکړه نیسي. رییس ارزونه لري، سېسټم لري.» د هغه په وینا، روان کال کې د جوړښت کمېدو له امله ۶۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت سپما شوي او په دې لړۍ کې ځینې کارکوونکي بې کاره شوي دي.
د چارو ادارې د مطبوعاتو رییس د ګوښه شویو کارکوونکي شکایت له وخت وړاندې بولي او وایي، چې ټول ګوښه شوي به راتلونکو میاشتو کې نورو ادارو ته وروپېژني. د هغه په وینا، تراوسه هم له دې وګړو ځینې یې ځینو نورو ادارو کې ګمارل شوي دي.
د ولسمشر امر او د رییسانو ګام
هغه څه چې په نظر راځي ولسمشر امر کړی دی چې د چارو ادارې د ریاستونو جوړښت دې کم شي، خو دوه ګوښه شوي کارکوونکي اطلاعات روز ته وایي، چې د چارو ادارې رییسان او د ریاستونو مرستیالان له ارزونې پرته او د شخصي خوښې پر بنسټ، کارکوونکي د ولسمشر له حکم زیات ګوښه کړي دي. د هغه په وینا، ولسمشر ویلي چې د بېلګې په توګه پنځه-پنځه کارکوونکي دې کم شي، خو د چارو ادارې رییسانو له خپلو ریاستونو ۱۰ تر ۱۵ کارکوونکي انتخابي ګوښه کړي دي.
له دې ګوښه شویو یو یې چې نه غواړي نوم یې راوړل شي اطلاعات روز ته وایي، چې که څه هم ځینې کارکوونکي د جوړښت کمېدو له امله ګوښه شوي، خو ډېری کارکوونکي له ارزونې یا له سطحي اروزنې پرته او د رییسانو په شخصي خوښه ګوښه شوي دي.
د چارو ادارې د اطلاعاتو رییس هم وایي، چې د ولسمشر په حکم د چارو ادارې جوړښت کم شوی دی.
معاش ته انتظار او د ګوښه شویو کارکوونکو پر بستونو نوې ګمارنې
که څه هم د چارو اداره وایي، چې د دې ادارې ځینې کارکوونکي د جوړښت کمېدو له امله ګوښه شوي او په ټوله کې د دې کسانو په ګوښه کولو سره د چارو ادارې لګښت کې کموالی راغلی، خو ګوښه شوي کارکوونکي په خپلو لیکونو کې ویلي، چې د دوی پر ځای نوي کارکوونکي ګمارل شوي چې ډېری یې د چارو ادارې رییسانو او مرستیالانو پورې تړلي دي.
یو ګوښه شوی کارکوونکی وایي، د ګوښه شویو بستونو کې د نویو کارکوونکو د ګمارنې لړۍ روانه ده او دغه راز د لومړي تر درېیم بستونو امتیازات پورته شوي چې د چارو ادارې لګښت کې د کموالي لامل نه دی شوی: «کله چې تشکیل کمیږي، بستونو له منځه ځي، خو دا بستونه له منځه نه دي تللي، یوازې یې بې واسطې کارکوونکي لېرې کړي او بیا بې پر هغې بستونو د خپلې کورنۍ غړي او خپلوان ګمارلي دي. د چارو له ادارې یې یو شخصي شرکت جوړ کړی دی.»
له بلې خوا ګوښه شوي کارکوونکي وایي، دوه میاشتې کیږي چې بې برخلیکه ګرځي، خو د چارو اداره وایي چې هغوی تر شپږ میاشتو، میاشتنی معاش «معاش ته انتظار» ترلاسه کوي او د دې شپږ میاشتو موده کې نورو ادارو ته ورپېژندل کیږي. کارکوونکي هم د دې معاش ترلاسه کول مني، خو اندازه یې کمه یادوي. د هغوی په وینا، ګوښه شوي کارکوونکي څلور زره افغانۍ ترلاسه کوي، داسې حال کې چې له ګوښه کېدو وړاندې یې په منځنۍ کچه ۵۰ زره افغانۍ معاش ترلاسه کاوه.