د طبي شورا ازموینه سږکال هم د نجونو له ګډون پرته اخیستل کېږي

اطلاعات روز: د طبي شورا ازموينه چې د «ایګزیټ» په نوم يادېږي سږکال هم د نجونو له ګډون پرته يوازې د هغو نارینه وو اخیستل کېږي، چې د معالجوي طب او ستوماتولوژي له څانګو فارغ شوي وي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې د دې ازموینې مهالویش اعلان کړی او په اعلامیه کې یې یوازې د نارینه نوماندانو د ګډون یادونه کړې ده.

د دې اعلامیې له مخې، د نوماندانو د بایومټریک معلوماتو ثبتول به د راروانۍ دوشنبې ورځ (۳ د مرغومي) پیل او ازموینه به د همدې میاشتې په اوومه نیټه واخیستل شي.

تېر کال هم د طبي شورا ازموینه یوازې له هلکانو اخیستل شوې وه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې طبي شورا ویلي وو، چې په دویم پړاو کې به له ښځینه فارغانو څخه ازموینه واخلي، خو دا ژمنه پوره نه شوه.

د طبي زده کړو فارغان د طبي شورا ازموینې له پاس کولو پرته نه شي کولای د کار جواز ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت د ټول هیواد په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.  دې ډلې په خپل تازه بندیز کې نجونې له طبي انسټیټونو راګرځولې دي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې د ښځو او نجونو پر طبي زده کړو بندیز لګولی چې افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی.  په همدې حال کې طالبانو په ځینو سیمو کې د نارینه ډاکټرانو له لوري د ښځینه ناروغانو درملنه منع کړې ده.