جلیل رونق
کله چې طالبان د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د افغانستان د نورو خلکو د ځپلو لپاره د دوی تر ټولو مشهور ابزار مستقیم تاوتریخوالی او علني فزيکي حذف و. طالبانو د خپلې دویمې واکمنۍ پرمهال چې د ۲۰۲۱ له اګست څخه پیل شوې، نو پر خپلو پخوانیو تاوتریخجنو ابزارو یې د «نرم» حذف تګلارې هم ور زیاتې کړې دي. له دې نرمو ابزارونو څخه یو یې دادی چې له اکاډمیک چاپېریال څخه پوهان، متخصصین او ښوونکي په سیسټماټیکه توګه او خاموشۍ سره وباسي او پرځای یې خپل ملاتړي کسان ګماري. په دې راپور کې د بامیان پوهنتون په تړاو د نرمې حذفونې د تګلارې یوه برخه مستنده شوې ده.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو څه دپاسه درې کاله کېږي او دې ډلې په پوهنتونونو کې په هدفي توګه د علمي او اداري کادرونو د حذف او ځای پرځای کولو اقدام کړی دی. بامیان چې ډیری پکې هزاره ګان میشت دي، د بامیان په دولتي پوهنتون کې د تصفیې دا بهیر په شدیده توګه تطبیق شوی دی. د اطلاعات روز ارزونې ښیي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په بامیان پوهنتون کې لږ تر لږه ۴۹ «هزاره» استادان یا هم له دندې ګوښه شوي او یا هم دندې پرېښودو ته اړ کړل شوي دي. همدا راز په وروستي ځل د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سږکال د لیندۍ میاشتې پر ۱۱مه نېټه د دې پوهنتون پنځه هزاره استادان د هیواد په سویل ختیځ کې د پکتیکا او لوګر ولایتونو د لوړو زده کړو «موسېساتو» ته تبدیل کړي دي. د اطلاعات روز له ارزونو سره سم، د ۱۶ استادانو تحصیلي کچه دوکتورا او د ۳۳ نورو د ارشد کارشناسۍ (ماسټري) ده. په دې لړ کې یوازې پنځه استادان د کارشناسۍ (لیسانس) لري. همدا راز، له دې څخه ځیني استادان لاهم د خپلې دوکتورا او ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي. د تېرو دریو کلونو پرمهال په بامیان پوهنتون کې د بل هیڅ قوم استاد نه دی ګوښه شوی او نه یې هم په هغوی دنده پرېیښې ده. په دې موده کې یوازې دوه غیر هزاره استادان له بامیان پوهنتون څخه د ننګرهار او کابل پولي تخنیک پوهنتونو ته تبدیل شوي دي. دا کسان د جغرافیې څانګې استاد اقا شیرین زماني او د پښتو څانګې استاد میرویس خالقیار دي. د هغو سرچینو له مخې چې لاهم له افغانستانه دباندې دي، دې افرادو د خپلې تبدیلۍ لپاره د طالبانو غړي «واسطه» کړي وو. همدا راز د پاراکلینیک څانګې پښتون استاد ناصر ویدا حسنزی د نورو زده کړو لپاره ترکیې ته تللی دی.
بل اړخ ته، د بامیان پوهنتون ډېری استادان چې پښېمانه کړل شوي او یا دندو پرېښودو ته اړ کړل شوي، د ځمکپوهنې د پوهنځۍ اړوند دي. تر دې وروسته په ترتيب سره د تعلیم او تربیې، ټولنیزو علومو، اقتصاد، کرنې، طبیعي علومو او شرعیاتو استادانو پوهنتون پرېیښی دی.
د ځمکپوهنې پوهنځی
د اطلاعات روز ارزونې ښیي چې د بامیان په ځمکپوهنې پوهنځي کې ۱۴ هزاره استادان یا هم له دندو ګوښه کړل شوي، یا تبدیل شوي او یا هم د خپلو دندو پرېښودو ته اړ کړل شوي دي. دا د دې پوهنځي تر نیم زیات (۶۳ سلنه) کېږي. د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې په دې پوهنځي کې ۲۲ استادانو تدریس کاوه.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته چې د ځمکپوهنې پوهنځی له استادانو کوم کسان وتلي او یا پرېښودو ته اړ کړل شوي دي، په هغوی کې حسن علي مالستاني، محمد انور محقي، محمد حسن حسنیار، حسین علي جوادي، عطاء الله ګلستاني، خان علي کیهان، عبدالمنان برهان، عبدالله صداقت او علي اکرم محمدي شامل دي. همدا راز علي نیکزاد، بصیر عصمت یار، عبدالله قاسم زاده او مجتبی محبی هم په دې پوهنځي کې هغه کسان دي چې له خپلې دندې پر شا شوي او یا هم شړل شوي او یا منفک شوي دي. له دې سره-سره، د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د کانونو د استخراج ډیپارټمنټ استاد عباس اګاه هم د «لوګر د لوړو زده کړو موسېسې» ته تبدیل کړی دی. په دې استادانو کې حسن علي مالستاني، محمد انور محقي او محمد حسن حسنیار د دوکتورا تر کچې زده کړې لري. حسین علي جوادي، عطاء الله ګلستاني، خان علي کیهان، عبدالمنان برهان، عبدالله صداقت، علي اکرم محمدي، علي نیکزاد، عبدالله قاسم زاده او عباس اګاه د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي. بصیر عصمتیار او مجتبی محبي هم لیسانس لري. دوی هم اوسمهال ماسټري کوي او د بامیان له پوهنتون څخه منفک شوي دي.
د تعلیم او تربیې پوهنځی
په بامیانو پوهنتون کې د ځمکپوهنې تر پوهنځي وروسته د تعلیم اوتربیې له پوهنځي څخه ډېری استادان یا هم ګوښه شوي، یا منفک شوي او هم تللي دي. د دې استادانو شمېر ۱۱ تنه دی او ټول یا هم دوکتورا او یا هم ماسټري لري. محمدامین جویا، روحالله فروغ، او محمدظاهر فایز د دکتورا سندونه لري، په داسې حال کې چې هادی نواندیش، مصطفا کامل محمدی، زینب مومنی، زینب بخشی، سیما گوهری، احمدشاه بینا، محمدیاسین همدرد او حسینعلی حیدری د ماسترۍ تر کچې زده کړې لري. د دې استادانو له ډلې هادی نواندیش او مصطفا کامل محمدی اوس هم د دکتورا زدهکړې کوي.
همدارنګه، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت محمدظاهر فایز چې د تعلیموتربیه پوهنځي د دري ادبیاتو استاد دی، د پکتیکا لوړو زدهکړو موسېسې ته تبدیل کړی دی.
د ټولنیزو علومو پوهنځی
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بامیان پوهنتون د ټولنیزو علومو له پوهنځي څخه اتو استادانو خپلې دندې پرېیښي یا ایستل شوي دي. له دې استادانو څخه درې د دکتورا تر کچې زده کړې لري، درې ماسټران او دوه لیسانس دي. محمدرسول کریمی، لایق احمدي او علیجمعه همدرد دوکتورا لري. محمدیاسر شهروند، سیدهادي هدایت او محمدجواد سلطانی ماسټران دي. یوازې حبیبالله حکمت او محمدعیسی درویش لیسانسه دي.
د ټولنیزو علومو پوهنځي د هغو استادانو شمېر چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي، د طالبانو د واکمنۍ د لومړي وخت په پرتله یې شمېر نیمايي ته رسېږي. هغه وخت په دې پوهنځي کې شاوخوا ۲۰ استادانو تدریس کاوه.
شمېر | نوم او تخلص | پوهنځی | د زده کړې کچه |
۱ | عبدالعزیز محبي | د پوهنتون رییس | دوکتورا |
۲ | حسن علي مالستاني | ځمکپوهنه | دوکتورا |
۳ | محمد انور محقي | ځمکپوهنه | دوکتورا |
۴ | محمد حسن حسنیار | ځمکپوهنه | دوکتورا |
۵ | محمد ظاهر فایز | تعلیم او تربیه | دوکتورا |
۶ | محمد امین جویا | تعلیم او تربیه | دوکتورا |
۷ | روح الله فروغ | تعلیم او تربیه | دوکتورا |
۸ | علی جمعه همدرد | ټولنیز علوم | دوکتورا |
۹ | لایق احمدي | ټولنیز علوم | دوکتورا |
۱۰ | محمد رسول کریمي | ټولنیز علوم | دوکتورا |
۱۱ | زین الله حازم | زراعت | دوکتورا |
۱۲ | علي یاور سیرت | زراعت | دوکتورا |
۱۳ | سید ضیاء الدین هاشمي | زراعت | دوکتورا |
۱۴ | جمعه رسولي | اقتصاد | دوکتورا |
۱۵ | محمد عسکرزاده | طبیعي علوم | دوکتورا |
۱۶ | خدیجه رستمیان | شرعیات | دوکتورا |
د هغو استادانو نوملړ چې د دوکتورا په کچه زده کړې لري.
اقتصاد پوهنځی
په اقتصاد پوهنځي کې هم اتو تنو یا هم استعفا کړې، یا هم تبدیل شوي او یا ګوښه شوي دي. په دې استادانو کې یوازې د جمعه رسولي تحصیلي کچه دوکتورا او دوست محمد انوري لیسانس دی. انوري هم اوسمهال د ماسټرۍ دورې زده کړیال دی. پاتې شپږ تنه نور د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري. علي موسوي، محمد شریف بابک، محمد مرادي او اکبر احمدي هغه استادان دي چې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او هغوی یا ګوښه شوي او یا یې هم پوهنتون پرېیښی دی.
خو امین بامي او محمد باقر معرفت چې تحصیلي کچه یې ماسټري ده، د تېرې لیندۍ میاشتې پرمهال د دې ډلې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پکتیکا د لوړو زده کړو موسېسې ته تبدیل شوي دي.
همدا اوس په دې پوهنځي کې هیڅ داسې استاد نشته چې د دوکتورا په کچه زده کړې ولري.
زراعت پوهنځی
د بامیان پوهنتون په زراعت پوهنځي کې د تېرو دریو کلونو پرمهال پنځه تنه استادان یا هم ګوښه شوي، یا تبدیل شوي او یا یې استعفا کړې ده. په دې لړ کې د زین الله حازم، سید ضیاء الدین هاشمي او علي یاور سیرت او نورو استادانو تحصیلي کچه دوکتورا او نور استادان ماسټران دي. د هغوی نومونه محمد اسحاق راسخ، فاطمه فهيمي او محمد جواد فاضلي دي.
د زراعت پوهنځۍ له دې استادانو څخه زین الله حازم د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د پکتیکا د لوړو زده کړو موسېسې ته تبدیل شوی دی.
د طبیعي علومو پوهنځی
د بامیان پوهنتون له ټولو ۵۴ استادانو څخه چې یا یې استعفاوې کړي، یا ګوښه شوي او یا هم د پوهنتون پرېښودو ته اړ شوي دي، څلور تنه یې د طبیعي علومو د پوهنځۍ وو. په دې لړ کې د یوه استاد تحصیلي کچه دوکتورا او پاتې نور ماسټرۍ او یا هم د دوکتورا کاندیدان وو. محمد عسکر زاده دوکتورا او نیلا پیمان ماسټري لري. معصومه خاوري او حسن رهنورد هم د دوکتورا دورې زده کړیالان دي.
د شرعیاتو پوهنځی
د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د بامیان پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې خدیجه رستمیان او رحیمه ناصري یوازینۍ ښځینه استادانې وې. د دې ډلې په واکمنېدو سره خدیجه رستمیان تېر کال او د ماسټرۍ دورې پرمهال منفک شوه او همدا راز طالبانو د سږکال د لړم پر ۱۲مه رحیمه ناصري هم منفک کړه. دا د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري.
په عین مهال کې طالبانو له ۱۴۰۲ کال راهیسې یوازې د بامیان پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې ۱۷ استادان مقرر کړي دي چې هیڅ یو یې هم هزاره نه دی.
همدا راز طالبانو له دوو کلونو راهیسې جعفري فقه هم د بامیان پوهنتون له درسي برنامې حذف کړې ده. هغه وخت د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ شورا وویل، چې له دې امله چې «یو واحد نظام یوه واحد نصاب او قانون ته اړتیا لري»، له همدې وجې یې دا فقه له درسي برنامې حذف کړې ده. کومه پرېکړه چې د دې شورا له لوري وروستۍ شوې ده، پکې راغلي چې بامیان پوهنتون د اهل تسنن او اهل تشیع ګډ پوهنتون دی او مذهب ته له پام پرته زده کړیالان جذبوي. تېر کال هم دې ډلې د جعفري فقهې ډیپارټمینټ لغوه کړ او د هغه پرځای یې د بامیان پوهنتون په تشکیلاتو کې د فقهې او قانون ډیپارټمینټ ور زیات کړ. اوسمهال هیڅ دولتي پوهنتون د جعفري فقهې ډیپارټمینټ نه لري.
شمېره | پوهنځی | د دوکتورا په کچه د استادانو شمېر | د ماسټرۍ په کچه د استادانو شمېر | د لیسانس په کچه د استادانو شمېر |
۱ | ځمکپوهنه | ۳ تنه | ۹ تنه | ۲ تنه |
۲ | تعلیم او تربیه | ۳ تنه | ۸ تنه | |
۳ | ټولنیز علوم | ۳ تنه | ۳ تنه | ۲ تنه |
۴ | اقتصاد | ۱ تن | ۶ تنه | ۱ تن |
۵ | زراعت | ۳ تنه | ۳ تنه | |
۶ | طبیعي علوم | ۱ تن | ۳ تنه | |
۷ | شرعیات | ۱ تن | ۱ تن | |
مجموع | د پوهنتون د رییس په ګډون ۱۶ تنه | ۳۳ تنه | ۵ تنه |
د تحصيلي کچې او د پوهنځي له تشخیص سره یو ځای د ټولو استادانو نوملړ
د رهبرۍ له کچې د هزاره ګانو حذف
الف: د پوهنتون ریاست
د تېر حکومت پرمهال د بامیان پوهنتون وروستی رییس عبدالعزیز محبي و. دی هزاره دی او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې هم درې میاشتې کار وکړ. محبي د «توکیو له زراعت او ټکنالوژۍ» پوهنتون څخه د زراعت او چاپېریالي انجینري په برخه کې دوکتورا لري. دی د ۱۳۹۸ لمریز کال پرمهال د بامیان پوهنتون رییس شو. تر دې وړاندې په کابل پوهنتون کې استاد و. طالبانو تر واکمنېدو او په بامیان پوهنتون کې د فوق العاده استازي په توګه د عبدالجلیل حکيمي په توګه تر ټاکلو وروسته د دې پوهنتون په ریاست کې د ده صلاحیتونه حکيمي ته وسپارل. عبدالعزیز حکیمي له افغانستانه تر وتلو وروسته وویل، چې د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته یې «عملا» صلاحیت نه درلود. ده د ۲۰۲۱ په ډسمبر کې افغانستان پرېښود او ایرلینډ ته یې پناه یو وړه.
طالبانو د ۲۰۲۲ په فبروري (۱۴۰۰ دلو) کې محمد سالم فیضي د بامیان پوهنتون د رییس په توګه وټاکه. دی تاجک دی او د شیبر ولسوالۍ د «غندک» درې دی. محمد سالم فیضي ماسټري لري. لیسانس یې هم د بامیان پوهنتون له زراعت پوهنځي ترلاسه کړی دی. د بامیان پوهنتون تر ریاست وړاندې په کندز پوهنتون کې استاد و. د ده علمي رتبه پوهنیاري ده او د خپل ریاست پرمهال تورن شوی چې له دې پوهنتون څخه یې ځينې هزاره ګان شړلي او د هغو پرځای یې ځانته نږدې خلک ګمارلي دي. تر محمد سالم فیضي وروسته طالبانو حضرت محمد برهاني د بامیان پوهنتون د رییس په توګه وټاکه. برهاني پښتون او د میدان وردګو ولایت دی. د بامیان پوهنتون تر ریاست وړاندې د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون (د استاد رباني تعلیم او تربیې پوهنتون) د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي رییس و. د «تخصص فی الفقه والقضاء» په برخه کې لیسانس لري او علمي رتبه یې پوهیالی ده.
ب: مرستیالي
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د بامیان پوهنتون درې هزاره مرستیالان چې د جمهوریت له دورې یې پر دې دندو کار کاوه، له خپلو دندو ګوښه شوي. همدا راز طالبانو د دولتي پوهنتونو په تشکیلاتو کې د علمي څېړنو مرستیالي هم ور زیاته کړې ده. همدا اوس د بامیان پوهنتون په دې مرستیالیو کې پر یوه هم کوم هزاره کار نه کوي. د بامیان پوهنتون له څلورو مرستیالانو څخه دوه یې پښتانه، یو یې تاجک او یو بل ترکمن دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۰ کال د سلواغې میاشتې پر ۲۳مه نېټه د بامیان پوهنتون د رییس په توګه د محمد سالم فیضي له ټاکلو سره هممهاله عبدالجلیل حکیمي هم د دې پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکلی دی. تر ده وړاندې او د جمهوریت پرمهال بیا د طالبانو د واکمنۍ په شپږو میاشتو کې عباس ارشاد د بامیان پوهنتون مالي او اداري مرستیال و. ارشاد هزاره او د دایکندي دی. په اقتصاد او سیاسي علومو کې دوه لیسانسه لري. په بامیان پوهنتون کې تر مرستیالۍ وړاندې عباس ارشاد د اقتصاد، اطلاعاتو او کلتور ریاستونو، مستوفیت ادارې او کثیر الشتوري او تخنیک انسټیټوټونو په ګډون په بېلابېلو ادارو کې کار کړی دی. همدا راز نوموړي د د بامیان پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته د اصلاحاتو ادارې د خپلواک کمیسیون له لارې په یوه رقابتي ازموینه کې بریالی شوی و. د یو شمېر سرچینو چې اوسمهال له هیواده دباندې دي، په وینا چې عبدالجلیل حکيمي نوموړی د «سفارشونو» د «ردولو» او د ده له غوښتنو د سرغړونې له امله ګوښه کړی دی. حکیمي تاجک او د غندک دی. د کابل له تعلیم او تربیې پوهنتون څخه په فزیک کې لیسانس لري. یو څه موده یې په خصوصي زده کړییزو مرکزونو کې تدریس کړی دی او همدا راز یې په بامیان ښار کې د ډبرو سکرو پلورنځای درلود. د طالبانو په واکمنېدو سره یې په بامیان پوهنتون کې ځان د دې ډلې د لوړو زده کړو د وزارت فوق العاده استازی معرفي کړ. باوري سرچینې تاییدوي چې ده هغه مهال په بامیان کې د دې ډلې د یوه قومندان مولوي مقبول احمد وقاص مستقیم ملاتړ درلود. وقاص هم د غندک دی او د عبدالجلیل حکیمي او محمد سالم فیضي له نږدې کسانو څخه دی. ده د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ کې د همدې دوو کسانو او د بامیان پوهنتون د نورو استادانو په شتون کې نجونې وګواښلې که هغسې «حجاب» ونه کړي لکه طالبان چې وايي نو «مجازات» به شي. تر دې وروسته وقاص په بامیان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د رییس په توګه وټاکل شو. نوموړی اوسمهال په پنجشیر کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر رییس دی.
عبدالجلیل حکیمي له راتلو سره سم په بامیان پوهنتنون کې د ټولو څانګو مدیریت په خپل لاس کې واخیست. عبدالعزیز محبي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې منلې، چې حکیمي د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت د فوق العاده استازي په توګه د «د پوهنتون هرکاره» و؛ «زموږ ټول اجرایوي صلاحیتونه یې سلب کړي وو.» ځینې نورې سرچینې هم تاییدوي چې ده په پوهنتون کې لږ تر لږه اته «غیر رسمي» وسله وال درلودل او له ټولو امکاناتو، وسایلو او تجهیزاتو یې شخصي استفاده کوله. یوې سرچینې وویل: «د حکیمي هیڅ وسله وال کس رسمیت او تقرر نه درلود. [حکیمی] د پوهنتون د ادارې هایلکس [ډوله] موټر خپل شخصي ملکیت ګرځولی و. [ده] د پوهنتون له بودیجې د میاشتې ۱۲۰ زره افغانۍ د خپلو شخصي مصارفو او خپلو ځواکونو د معاش په خاطر اخیستې. د دې پیسو د اخیستلو په موخه به یې اداري کارمندان ګواښل.» یوه بله سرچینه زیاتوي: «[حکیمي] د استادانو حاضري قید کړې وه او ټول اړ وو چې (حکیمي) ته ورشي، تر څو خپله حاضري لاسلیک کړي.»
مرستیالي | اوسنی مرستیال/قوم | د طالبانو تر واکمنۍ مخکې مرستیال/قوم |
مالي او اداري مرستیالي | عبدالجلیل حکیمي/تاجک | عباس ارشاد/هزاره |
علمي مرستیالي | محمد عثمان سولیزی/پښتون | محمد ظاهر فایز/هزاره |
د محصلینو د چارو مرستیالي | عید محمد محمدي/ترکمن | محمد رضا ابراهیم/هزاره |
د علمي څېړنو مرستیالي | محمد خالد خاورین/پښتون | تازه تاسیس شوې |
پخوا او اوس د بامیان پوهنتون د مرستیالیو نوملړ
د عبدالجلیل حکيمي او محمد سالم فیضي تر ټاکلو وروسته په بامیانو پوهنتون کې پراخ تغییرات راغلي او ډلییزې ټاکنې شوې دي. د سرچینو په وینا، دا دوه کسان چې تر خپل منځ کورنۍ اړیکې لري، د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، استادانو او کارمندانو په ګوښه او ټاکلو کې یې اصلي رول درلود. دې افرادو په لومړي قدم کې د بامیان پوهنتون په اداري مرستیالۍ کې د بشري منابعو له مدیریت څخه علي داد علیزاده ګوهه کړ. عليزاده هزاره دی او شاوخوا ۱۲ کاله یې په دولتي ادارو کې کار کړی دی. له دې دندې تر ګوښه کېدو وروسته یې اعتراض وکړ او اعتراض یې هم وانه ورېدل شو. سرچینو تایید کړې ده چې عليزاده د مالي تنګلاسۍ له امله اړ شو چې یو څه وخت په کابل ښار کې لاسي کراچي وچلوي. د ده پرځای امرالله بشارت د بامیان پوهنتون د بشري منابعو د مدیر په حیث ټاکل شوی دی. هغه تاجک او د غندک درې دی او د حکيمي او فیضي له نږدې کسانو څخه دی. نوموړی د منابع بشري تر مدیریت وړاندې په بامیان ښار کې د طالبانو محتسب و. همدا راز یې عبدالله رجایي د خدماتو له عمومي مدیریت، عزیز الله فطرت یې د لیلیو له عمومي مدیریت، شکیلا رضایي یې د نجونو د لیلیو له مدیریت، سهیلا سها یې د علمي مجلې د خپرونې له مدیریت، راضیه خانع یې د جنډر له مدیریت او الله یار کارګر یې د حفظ او مراقبت له مدیریت څخه ګوښه کړي دي. په دې افرادو کې اکثریت یې لومړی له خپل بست څخه ښکته کړي او وروسته یې منفک کړي دي. همدا راز طالبانو لږ تر لږه نهه نوي کسان د بامیان پوهنتون د اداري مرستیالۍ پر مدیریتونو ټاکلي دي. همدا راز یې یو بست د «ملا امام» په توګه هم را منځته کړی دی. سرچینو تایید کړې چې په دې لړ کې د بشري منابعو په مدیریت کې د امرالله بشارت په ګډون پنځه تنه د عبدالجلیل حکیمي او محمد سالم فیضي خپلوان او نږدې کسان دي. دا کسان د لیلیو عمومي مدیر امان الله میرشفق سیغاني، د ساختمانۍ انجینر محمود جویا، د حفظ او مراقبت مدیر صبغت الله احمدي دي. دوی تاجک او د شیبر او سیغان ولسوالۍ د غندک درې دي.
د ۱۴۰۱ کال د تلې میاشتې پر ۱۹مه محمد ظاهر فایز د دې پوهنتون له علمي مرستیالۍ لېرې شو او طالبانو د هغه پرځای محمد عثمان سولیزی وټاکه. دی لاهم پر دې دنده کار کوي. فایز هزاره او د ایران له اصفهان پوهنتون څخه یې په غنایي ادبیاتو کې دوکتورا درلوده. سولیزی پښتون او د ننګرهار ولایت دی چې په ژبپوهنه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري. تر دې وړاندې نوموړی په بامیان پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو استاد و. طالبانو په دې مرستیالۍ کې لومړی نیکبخت رضایي د مسلکي استادانو او کیفیت د تضمین د عمومي انکشاف له مدیریت او رضا احمدي د عملي څېړنو له امریت څخه لومړی له خپلو بستونو تنزیل کړې او وروسته یې «دندې پرېښودو ته اړې» کړې دي. د مسلکي استادانو او کیفیت د تضمین د عمومي انکشاف مدیریت څلورم او د عملي څېړنو آمریت درېیم بستونه دي. نیکبخت رضایي او رضا احمدي د طالبانو تر راتلو وروسته پنځم بست ته ټیټې کړای شوې. همدا راز، دې ډلې د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې علي اکبر جوان د استادانو له آمریت څخه ګوښه کړ او د هغه پر ځای یې حبیب الله حقپرست وټاکه. علي اکبر جوان هزاره او حبیب الله حق پرست تاجک دی. اوس د استادانو په آمریت کې نصرت الله نصرت آمر دی.
محمد رضا ابراهیم هم د۱۴۰۱ کال په تلې میاشت کې د بامیان پوهنتون د محصلینو د چارو له مرستیالۍ څخه ګوښه او پر ځای یې عید محمد محمدي وټاکل شو. محمدي لاهم پر دې دنده کار کوي. دی ترکمن، سني مذهبه او د پروان دی. سرچینې تاییدوي چې پر دې دنده د ټاکل کېدو اصلي علت یې اهل سنتتوب دی. دی تر دې وړاندې په بامیان پوهنتون کې د پیداګوژۍ استاد و. محمد رضا ابراهیم زاده هزاره او د بامیان دی. ده دی د دې پوهنتون د ټولنیزو علومو په پوهنځي کې استاد دی. سرچینې وایي چې د ده ګوښه کېدل «غیر قانوني» او «غیر اصولي» دي. د لوړو زده کړو له قانون سره سم د محمد رضا ابراهیم د مرستیالۍ لاهم دوه کاله پاتې وو. طالبانو په دې مرستیالۍ کې محمد جان محمدي هم د محصلینو د چارو له آمریت څخه ګوښه کړی دی. د سرچینو په وینا، طالبانو هغه لومړی ځل له درېیم بست څخه پنځم ته ټیټ کړ او وروسته یې اړ کړی چې دنده پرېږدي.
له دې سره-سره، طالبانو د دولتي پوهنتونو په تشکیلاتو کې د علمي څېړنو د مرستیالۍ په رامنځته کولو سره محمد خالد خاورین د بامیان پوهنتون د علمي څېړنو د مرستیال په توګه ګمارلی دی. نوموړی پښتون دی او د دوکتورا په کچه زده کړې لري. پر دې دنده تر ټاکل کېدو وړاندې د کندز پوهنتون استاد و.
ب: د پوهنځیو ریاستونه
بامیان پوهنتون اته پوهنځي لري. په دې لړ کې د حیواني علومو پوهنځی سږکال را منځته شوی دی، پاتې اووه نور پوهنځي یې له وړاندې فعال وو. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پوهنځیو هزاره رییسان له خپلو دندو ګوښه کړای شول. له دې استادانو څخه د ډیریو یې په ریاستونو کې خپله موده نه وه پوره کړې. د سرچینو په وینا، د پوهنځي تاجک رییس ګوښه نشو، خو په خپله «غوښتنه» او د طالبانو په «واسطې» سره د کابل پليتخنیک پوهنتون ته تبدیل شو. همدا اوس له ټولو اوو پوهنځیو څخه د دریو پوهنځیو رییسان پښتانه او د څلورو نورو هزاره ګان دي.
د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې په زراعت پوهنځي کې عبدالقیوم رضایي رییس و. دی هزاره دی او د دوکتورا تر کچې زده کړې لري. طالبانو هغه ګوښه کړ او د نوموړي پرځای یې ناصر ویدا حسنزی وټاکه. حسنزی پښتون او لیسانس لري. د تحصيلي بورسیې په ترلاسه کولو سره هغه ترکیې ته تللی او پرځای یې دولتشاه پویش د زراعت پوهنځي رییس دی. پویش هزاره دی او دوکتورا لري. په ځمکپوهنه پوهنځي کې هم اقاشیرین زماني رییس و. دی تاجک او د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې خپل ځان له بامیان پوهنتون څخه د کابل پوليتخنیک پوهنتون ته تبدیل کړی دی. د ده پرځای محمد کاظم ګجر نیازی د ځمکپوهنې پوهنځي د رییس په توګه ټاکل شوی دی. نیازی تر دې وړاندې د بامیان پوهنتون په تعلیم او تربیې پوهنځي کې د پښتو ادبیاتو استاد و. دی پښتون دی، علمي رتبه یې پوهنیاري او د لیسانس تر کچې زده کړې لري. د سرچینو په وینا، محمد کاظم ګجر په داسې حال کې د ځمکپوهنې پوهنځي تر ریاست پورې رسېدلی چې په دې پوهنځي کې د لوړو علمي رتبو او تحصیلي درجو استادان شته؛ «[ضمنا] له تعلیم او تربیې پوهنځي څخه د ځمکپوهنې پوهنځي ته د [ګجر] ارتقا د اصولو او رشتې خلاف ده.»
د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د بامیان په شرعیاتو پوهنځي کې سید خلیل کوهي رییس و. د ده علمي کچه ماسټري او علمي رتبه یې پوهندوی ده. طالبانو هغه د شرعیاتو پوهنځي له ریاسته ګوښه کړ او د هغه پرځای یې ادریس حبیبي وټاکه چې پښتون دی. د ده علمي کچه ماسټري او علمي رتبه یې پوهنیاري ده. د طالبانو په لوړو زده کړو وزارت کې یوې سرچینې تایید کړې: «دا چې د کوهي پر ځای حبیبي ټاکل شوی او علمي رتبه یې هم ټیټه ده، دا د اکاډمیکو اصولو خلاف ده.» همدا راز په بامیان پوهنتون کې د جعفري فقهې د ډیپارټمینټ په لغوه کولو سره محمد ابراهیم ذکي هم د هغې له امریت څخه منفک شوی دی. دی دوکتورا لري او همدا اوس هم په شرعیاتو پوهنځۍ کې استاد دی. طالبانو همدارنګه په دې پوهنځي کې کلثوم نظري له تدریسي مدیریت څخه ګوښه کړې او د هغې پرځای یې صفت الله مجددي ټاکلی دی. کلثوم نظري هزاره او صفت الله مجددي تاجک دی.
په تازه تاسیس شوي پوهنځي حیواني علومو (وترنري) کې نصرالله همتزی رییس دی. د ده علمي رتبه پوهنمل او پښتون دی.
په اقتصاد پوهنځي کې طالبانو محمد باقر معرفت ګوښه کړی او د هغه پرځای یې سید اسدالله کاظمي ټاکلی دی. همدا راز په تعلیم او تربیې پوهنځي کې باز محمد فروغ د محمد الله معتمد پرځای، په طبیعي علومو پوهنځي کې بنیاد علي د حسین عزیز پرځای او د اجتماعي علومو په پوهنځي کې علي امیني د محمد رضا اکبري پرځای د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
ولې استادان پوهنتون پرېږدي؟
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پوهنتون کې سخت محدودیتونه او بندیزونه لګېدلي دي؛ دې ډلې د جنسیت پر اساس زده کړو ته لاسرسی سهمیهبندي کړی او په زده کړییز نصاب او څانګو کې یې پراخ بدلونونه راوستلي دي؛ همدا راز طالبانو د قومي او سمتي ټکرونو په تشدیدولو سره په اکثریت پوهنتونونو کې د علمي او اداري کادرونو په حذف او هدفي ځای پرځای کولو لاس پورې کړی دی. په کلي توګه، دا موارد د دې سبب شوي چې استادان او زده کړیالان پوهنتون په ډله ییزه توګه پرېږدي. بامیان د ځوانو او پرمخ تلونکو استادانو د جذب او د زده کړیالانو د جنسیتي انډول له امله د افغانستان د ټولو پوهنتونو ترمنځ یو مقام درلود، مګر اوس ډېری استادان تللي او یا هم دندو پرېښودو ته اړ کړل شوي دي. د دې پوهنتون اکثریت استادان، کارمندان او زده کړیالان هزاره ګان وو.
عبدالعزیز محبي چې د طالبانو تر واکمنېدو درې میاشتې وروسته له دې ریاست څخه ګوښه کېدو ته «اړ» کړل شو، وایي چې هزاره ګان اوس هم له دې پوهنتون او تحصیلات عالي څخه د «سیسټماټیک حذف» له ګواښ سره مخ دي. همدا راز د نوموړي په وینا، طالبان هڅه کوي چې له هزاره کارکوونکو او استادانو څخه د بامیان پوهنتون په پاکولو سره لومړی د دې پوهنتون د ودې مخه ونیسي او وروسته داسې کسان وټاکي چې د دې ډلې د زده کړییزو سیاستونو ملاتړ کوي؛ «پوهنتون د وګړو په روزنه او ملت جوړونه کې بنسټیز رول لري … له همدې امله طالبان هڅه کوي چې د بامیان پوهنتون جوړښت خراب کړي. کله چې د [پوهنتون] جوړښت خراب شي، یوه داسې ټولنه رامنځته کېږي چې د طالبانو ایډیولوژي به پکې واکمنه وي.» عبدالعزیز محبي زیاتوي: «په بامیان پوهنتون کې ټولو هڅه کوله چې د تدریس او زده کړییزو څانګو او اختصاصي مضامینو په زیاتولو سره داسې ځواک ورزي چې په خپل ډلییز چلند کې فردي ازادیو، بشري او انساني حقونو ته درناوی وکړي او رعایت یې کړي.»
اطلاعات روز ورځپاڼې د دې پوهنتون له ځینو هغو استادانو سره هم خبرې کړې دي چې له افغانستانه وتلي. د هغوی په وینا، د دې پوهنتون اکثریت استادان د طالبانو د سختو بندیزونو او ناامنۍ له کبله وتلي دي. یوه استاد وویل: «په کومو ټولګیو کې چې مې درس ورکاوه، طالبانو د [زده کړیالانو ترمنځ] خبرچیان درلودل. حتا په یوه ټولګي کې یو زده کړیالان د طالبانو د ځان وژونکي کنډک غړی و. دا کس داسې نه و چې پوهنتون یې ویلای شوای، خو په ټولګي کې و او په خپل چلند کې یې هم د چا پروا نه ساتله. په امتحان کې ناکام شوی و. له ما سره یې اړیکه ونیوله چې کامیاب یې کړم. ما ونه منله. بل ځل د طالبانو یوه استخباراتي-امنيتي غړي اړیکه ونیوله چې کامیاب یې کړم. ووېرېدم او کامیاب مې کړ.» یو بل استاد هم داسې مورد تایید کړ او ویې ویل: «موږ له سختې ځانسانسورۍ سره مخ وو. تر درس وړاندې به مو څو دقیقې دا خبرې کولې او وضاحت به مو ورکاوه چې د درس له موضوع سره عقیدوي اړیکه نه لرو او وروسته به مو تدریس کاوه. کله چې به اشتباه کېدو، د غبرګون اندېښنه به مو درلوده. وېرېدلو او دا وېره به په امتحان کې نوره هم زیاته وه.» د دوی په وینا، اکثریت استادانو دا وېره تجربه کړې ده او حتا په ځینو مواردو کې ګواښل شوي دي. عبدالعزیز محبي چې کله په افغانستان کې و، طالبان یې درې ځله په لټه کور ته پسې ورغلي. یو ځل محبي په خپل کور کې و. طالب ځواکونو له هغه د طالبانو له مخالفو جبهو سره د نوموړي د تړاو په اړه پوښتنې کولې. محبي به وضاحت ورکاوه چې د پوهنتون کس دی او له جبهې سره اړیکه نه لري. اوس محبي وایي چې طالبانو دا ګواښونه په دې خاطر کول چې زه له پوهنتون څخه ووزم.
له دې مواردو سره-سره، پر ظاهري پوښاک، پر ږیرې پرېښودو، تګ-راتګ، بیان او چلند او صلاحیتونو بندیزونه او په پوهنتونو کې د دې ډلې د عقیدوي برنامو جوړول د استادانو د تلو نور عوامل ګڼل کېږي. د پوهنتون یوه استاد وویل: «فضا سخت خپه کوونکې ده. پوهنتون په بشپړه توګه په مدرسه بدل شوی. معیار د ږیرې [درلودل]، د خولۍ [پر سرول]، د [د دریشۍ پر ځای] د کالیو اغوستل او د کارمندانو قومیت او مذهب دی، نه اکاډمیک ارزښتونه. بده یې لا پسې دا چې یو ببر او خیرن ملا راځي او د پوهنتون په چاپېریال کې استادانو ته په جبر سره د حدیثو درس ورکوي.» دا برنامې د هیواد په ټولو پوهنتونو کې پلې کېږي چې موخه یې د طالبانو له اند سره سم سیاسي اسلام سره د خلکو اشنا کول او په دې توګه یې په پوهنتوني چاپېریال کې پلی کوي. تېر کال د دولتي پوهنتونو یو شمېر استادانو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ومنله چې د پوهنتونونو د مسوولینو له لوري ورته ویل شوي چې د طالبانو د پخواني مشر او بنسټګر محمد عمر او د طالبانو د دویم مشر اختر محمد منصور د نوم اخیستلو پرمهال له هغوی سره «رحمه الله» او «تقبله الله» ووايي. د طالبانو د اوسني مشر هبت الله او د طالبانو د نورو ژوندیو مشرانو په اړه هم ویل شوي چې له هغوی سره دې «حفظه الله» وویل شي. د پوهنتونو استادان اړ کړل شوي دي چې په خپلو لیکنو، څېړنو او علمي اثارو کې د طالبانو د مطرحو څېرو په تړاو دې عبارتونو ته پاملرنه وکړي. دې مواردو ته باید په هغو مقالاتو کې هم پاملرنه وشي چې د پوهنتونونو د استادانو د علمي رتبې د ترفیع لپاره وي.
د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه د پنځو استادانو تبدیلي، کیسه څه ده؟
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د لیندۍ میاشتې په لومړیو کې د پکتیکا او لوګر ولایتونو د لوړو زده کړو موسېسو ته له بامیان پوهنتون څخه د پنځو استادانو چې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري، تایید کړه. له دې پنځو تنو څخه محمد ظاهر فایز، امین بامي، محمد باقر معرفت او زین الله حازم د پکتیکا د لوړو زده کړو موسېسې او عباس اګاه د لوګر د لوړو زده کړو موسېسې ته تبدیل شول. د فایز او حازم د زده کړو کچه دوکتورا او علمي رتبې یې پوهندوی دي. پاتې نور د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري. له دې استادانو څخه د معرفت علمي او اګاه علمي رتبه پوهنیاري او د بامي علمي رتبه پوهیالی ده.
د بامیان پوهنتون یو مکتوب چې اطلاعات روز هم ترلاسه کړی، پکې راغلي چې دا استادان د لوړو زده کړو وزارت د «مقام د شفاهي هدایت» او د «اکاډمیک توازن» د اصل په رعایتولو سره تبدیل شوي دي. دوی ټول هزاره ګان او په بامیان پوهنتون کې تر ټولو «فعال» استادان وو. په عین مهال کې باخبره سرچینې چې اوس له افغانستانه دباندې دي، وایي چې دا اقدام له بامیان پوهنتون څخه د «هزاره ګانو د سیسټماټیک حذف» په موخه شوی دی. یوې سرچینې وویل: «د بامیان پوهنتون استادان د پکتیکا او لوګر د لوړو زده کړو موسېسو ته په تبدیلېدو سره له خپل بست څخه ټیټ کړل شوي دي؛ یعنې هغوی یې له پوهنتون څخه ټیټې علمي موسېسې ته تبدیل کړي دي.» د لوړو زده کړو د وزارت له قانون سره سم، پوهنتون هغې زده کړییزې موسېسې ته ویل کېږي چې لږ تر لږه شپږ پوهنځي او یوه د ماسټرۍ برنامه ولري. ضمنا باید د یو پوهنتون ۳۰ سلنه استادان دوکتورا ولري مګر موسېسه حد اقل د یو پوهنځي لرل دي او ۱۵ سلنه استادان یې باید ماسټر او پوهنملان وي. همدا راز کوم استادان چې له بامیان څخه پکتیکا او لوګر ته تبدیل شوي دي، د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې یې په بامیان پوهنتون کې تر ټولو لوړه تحصیلي درجه او علمي رتبه درلوده. سرچینې تاییدوي چې دا افراد لومړی په مرحله واره توګه له خپلو دندو لکه د پوهنتون علمي مرستیالي او د پوهنځیو له ریاستونو ګوښه شوي او وروسته له پوهنتون څخه موسېساتو ته؛ هغه هم «لېرې پرتو سیمو ته» تبدیل شوي دي. له دې سره-سره د پکتیکا او لوګر په تحصیلي موسېسو کې تدریس په پښتو ژبه دی. یوې سرچینې وویل: «دوی پر ژبه د تدریس تر کچې مسلط نه دي. له چاپېریال او ټولنې سره بلد نه دي. له خپلو کورنیو لېرې کېږي. له همدې امله به هلته ورته پاتې کېدل سخت وي.»
همدا راز یوې بلې سرچینې وویل، چې دا استادان په خپله تبدیلي خوښ نه دي، خو د طالبانو د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراض هم نه شي کولای: «دوی په ځلونو د ښکاره ناسمو کړنو پر وړاندې غږ پورته کړی دی. نه یې شوای کولای چې په پوهنتون کې د حذف د اقداماتو پر وړاندې چوپ پاتې شي. د پوهنتون د اوسني رهبري پلاوي لپاره دا اعتراض د منلو وړ نه و. دوی یې قصدا داسې ولایتونو ته تبدیل کړل چې هلته د اوږدمهال لپاره ونه شي کړای پاتې شي او په پای کې اړ شي چې استعفا ورکړي او دنده پرېږدي.» همدا راز د دې سرچینو په وینا، که د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفت وکړي له تحصیلات عالي څخه یې د ایستل کېدو خطر شته. په عین مهال کې عبدالعزیز محبي وايي چې یو شمېر نور استادان هم د «هزاره ګانو د سیسټماټیک حذف» او د بامیان پوهنتون د تضعیفېدو او د علمي کیفیت د ټیټولو په موخه شوي دي. سرچینې وایي، چې د بامیان پوهنتون ځینو پوهنځیو د ماسټرۍ برنامې د پیلولو ظرفیت پیدا کړی و. د تحصیلات عالي له مقررې سره سم، حد اقل د څلورو دوکتورا او یا ماسټر استادانو لرل چې حد اقل «پوهنوال» علمي رتبه ولري، په پوهنتون کې د ماسټرۍ برنامې د جوړولو یو شرط دی. نور شرایط یې د لیسانس د دورې د دریو دورو زده کړیالانو فارغول، د کیفیت د ارتقا او اعتبار د ارزیابۍ بریالۍ پایلې لاسته راوړل، د مالي امکاناتو او معیاري لابراتوارونو لرل دي. د بامیان پوهنتون د استادانو نوملړ چې اطلاعات روز هم ترلاسه کړی، پکې لیدل کېږي چې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د زراعت پوهنځی پنځه استادان د دوکتورا او ځمکپوهنه هم درې د دوکتورا په کچه استادان لري. عبدالعزیز محبي وایي چې هغه مهال په اکثریت پوهنځیو کې نور استادان هم د دوکتورا دورې کاندیدان وو.
دی ټینګار کوي چې د استادانو په ګوښه کولو سره طالبان هڅه کوي چې د بامیان پوهنتون ظرفیت او وړتیا ختمه کړي. همدارنګه د جمهوریت په وروستیو کې دا پوهنتون د لوړ تحصیل لرونکي علمي کادر په جذبولو سره توانیدلی و چې د هیواد په مرکز کې د ټول زون په یو پوهنتون بدل شي. عبدالعزیز محبي وایي، چې هغه مهال بامیان پوهنتون په نورو مرکزي پوهنتونو کې د ارزیابۍ او استادانو د ټاکلو صلاحیت ترلاسه کړی و او اوس یې دا صلاحیت له لاسه وتلی دی.
د ښځینه استادانو ګوښه کول
د لړم میاشتې پر ۲۱مه نېټه د بامیان پوهنتون ریاست د پوهنځیو ریاستونو او د بشري منابعو آمریت ته پر یوه مهال د دریو ښځینه استادانو د نیلا پیمان، سیما ګوهري او رحیمه ناصري د ګوښه کېدو خبر ورکړ. د دې مکتوب یوه نسخه اطلاعات روز ورځپاڼې هم ترلاسه کړې، د هغوی د «منفک کېدو» هیڅ دلیل نه دی ویل شوی مګر یوازې دومره ویل شوي چې دا استادانې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت د حکم له مخې «منفکې» شوې دي.
په عین مهال کې سرچینې وایي، چې نیلا پیمان، سیما ګوهري او رحیمه ناصري په بامیان پوهنتون کې د طالب مسوولینو د وړاندیز له مخې ګوښه شوې دي. د دوی په وینا، هغوی دا اقدام له تحصیلات عالي څخه د هزاره ګانو د «سیسټماټیکې» حذفونې په موخه اخیستی دی. اوسمهال ښځینه استادانې په پوهنتونونو کې د حضور او فعالیت اجازه نه لري. همدا راز دې ډلې د پوهنتون د استادانو په ګډون د ټولو ښځینه کارمندانو لپاره پنځه زره افغانۍ میاشتنی معاش ټاکلی دی.