نيمروز کې يو شمير ښځې شکايت کوي، چې د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې ټکسي چلوونکي د طالبانو له ډاره دوی نه پورته کوي او په يوه او بله پلمه ورڅخه ځان خلاصوي.
زرمينه چې ۳۵ کاله عمر لري او د زرنج ښار په دولتي روغتون کې کار کوي، وايي چې ډيرې داسې ورځې راځي چې ټکسي ورته نه دریږي او مجبوریږي چې په خپلو پښو تر روغتون ځان ورسوي. نوموړې زیاتوي، چې دغلته موټر چلوونکي د طالبانو له ډاره زړه نه ښه کوي چې ښځې له یوه ځایه بل ځای ته ورسوي.
دغې ميرمنې وويل: «زه هره ورځ روغتون ته د دندې لپاره ځم مخکې به د کور څخه تر روغتون پورې په رکشه او ياهم په ټکسي موټر کې تلمه، خو شاوخوا دوې مياشتې کېږي اوس سخت بنديز لګول شوی دی هر څومره کوښښ چې وکړم هيڅ نقله وسايط نه پیدا کېږي چې ما تر روغتون پورې انتقال کړي ټوله نقله وسایط لرونکي په يوه بهانه او بله بهانه ځان خلاصوي.»
د نيمروز يو شمير نورې ښځې هم ورته شکايتونه لري او وايي، چې ورځ تربلې پر دوی د طالبانو لخوا محدوديتونه زياتيږي.
د زرنج ښار يوه بله ميرمن عليه چې د ښځو په يو کار ځای کې کار کوي، وايي د نقلیه وسايطو نه پیدا کيدو له امله هره ورځ د کور څخه تر کار ځای او له هغه ځایه ترکوره درې کیلو متره پلي مزل کوي.
دغه ميرمن زیاتوي، څو ځله يې کوښښ کړی چې د ځان لپاره یوه ځانګړې ټکسي په مياشتنۍ کرايه ونيسي، خو په وینا یې چې د ټکسي په پیدا کيدو نه ده توانيدلې او هيچا دې کار ته زړه نه دی ښه کړی.
هغې وویل: «زه د کور سرپرستي لرمه هره ورځ د کار ځای پورې او بیا تر کوره پورې ۳ کيلومتره پلي مزل کومه نارينه ټول په موټرو او رکشو کې ځې، ولې ښځې ټولې په ښار کې پلي مزل کوي که سروې وشي ۳۰ سلنه ښځې به هم په نقلیه وسایطو کې خپل کارځايونو ته نه ځي ټوله مجبوره شوي دي چې په پښو ولاړې شي نه پوهيږو چې پر موږ ولې دا حالت تپل شوی دی.»
ورته مهال نیمروز کې يو شمیر ټکسي چلونکي هم وايي، چې په دې ولايت کې د طالبانو د امربالمعروف رياست د کارکوونکو له ويرې د محرم پرته ښځې له يوه ځای څخه بل ځای ته نه شي رسولی، ځکه چې د دغې ډلې کارکوونکي بیا ورته ستونزې جوړوي.
زرنج ښار کې د امين الرحمن په نوم یو ټکسي چلوونکی وايي، هغه ټکسي او رکشي چې ښځې انتقالوي دغلته د امربالمعروف رياست د کارکوونکو له لوري ساعتونه درول کېږي او د يادو ښځو په اړه ترې پوښتنې کوي.
هغه وايي، د دې پر ځای چې نقلیه وسايط لرونکو ته د کار په جريان کې ستونزې جوړې نه شي ټول کوښښ کوي چې د ښځو د انتقال څخه ډډه وکړي.
نوموړي وویل: «ټکسي والا ځکه ښځې په موټرو کې نه انتقال کوي چې د امریالمعروف رياست د کارکوونکو لخوا څخه زورول کېږي که د يو چا سره په موټر کې ښځه ناسته وي او دوی يې ونيسي يو ساعت ورڅخه څيړنه کوي قصدا يې راګرځوي او زوروي يې ترڅو بل وخت بیا ښځې انتقال نه کړي.»
بلخوا نیمروز کې عام خلک او فعالان هم دغلته د طالبانو د امربالمعروف ریاست لخوا لګول شويو محدوديتونو انديښمن کړي او وايي، چې د دوی محدوديتونو دوی تر پوزې راوستي دي.
يو تن فعال چې ځان په مستعار نوم احمد الله راپیژني وایي، چې د جمعې ورځې په ګډون د ياد رياست کارکوونکي هره ورځ په ښار کې څارنه کوي او د ټولو هغو کړونو مخه نيسي چې دوی ته ښه نه ښکاري.
نوموړی زیاتوي، چې پر عامو خلکو د طالبانو د لګول شویو محدوديتونو له امله ډيرې کورنۍ نورو ولايتونو او ايران هېواد ته تللې دي.
هغه وویل: «ورځ تر بلې محدوديتونه پر خلکو زياتيږي آن د جمعې په ورځ هم د دغې ادارې کارکوونکي په ښار کې ولاړ وي او خلک د بېلابېلو کړنو څخه راګرځوي خلک ډير سخت ورڅخه په تنګ شوي دي موږ ته چې څومره معلومات شته ډيرې کورنۍ د دوی د محدوديتونو له امله نورو ولايتونو او ځينې بیخې بهرنېو هېوادونو ته هم تللې دي.»
د معلوماتو له مخې په دې ورستيو څو مياشتو کې د هیواد په بېلابېلو ولايتونو کې په ځانګړي توګه سویلي ولايتونو کې هغه وسايط چې عام خلک انتقالوي د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر کارکوونکو لخوا څارل کېږي او خپلې سپارښتنې ورته کوي.
له کله نه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، دغې ډلې ښځې له زده کړو، کار، ازاد تګ راتګ…منعه کړي، چې دا چاره نه یوازې په کور دننه او بهر له غبرګون سره مخ ده بلکې د طالبانو یو شمیر چارواکي هم وخت ناوخت په دې اړه غبرګون ښیي، خو په دې برخه کې نه یوازې دا چې کوم بدلون راغلی، بلکې پر ښځو نور هم محدودیتونه زیات شوي دي.