عباس ستانکزی او راروانه جګړه

خالد محمدي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی تر هغه وروسته تعقیب او له هیواده وتلو ته اړ شو، چې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره یې د نجونو د زده کړو په تړاو مخالفت وکړ او پر وړاندې یې ودرېد. نوموړي د حقاني شبکې په سنتي مرکز خوست کې د یو لړ مراسمو پرمهال د طالبانو د مشر پر سیاستونو په صراحت او شدت سره نیوکه کړې وه. 

ستانکزي د مرغومي پر ۲۹مه د دستاربندي په هغو مراسمو کې چې د طالبانو د ریس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په ګډون سلګونو کسانو پکې ګډون کړی و، وویل چې د نجونو پر زده کړو بندیز هیڅ شرعي توجیه نه لري او طالبانو په دې اقدام سره د ۲۰ میلیونه ښځو حقونه نقض کړي دي. 

ده وویل: «د ښځو ټول حقونه تلف شوي دي. دوی د میراث حق نه لري، د مېړه د انتخاب حق نه لري، د زده کړو او مسجد ته د تګ حق نه لري، د پوهنتونونو دروازې ورته تړلې دي او حتا دیني مدرسو ته هم نه شي تللای. دا له شریعت سره سم دي؟» 

مګر د ده دې څرګندونو د ده لپاره درنې پایلې لرلې.

په دې غونډه کې عباس ستانکزي د نجونو پر زده کړو د خپل مشر هبت الله پر پالیسۍ نیوکه کړې وه/ ارګ پاڼه

د طالبانو له منځه یو شمیر سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ستانکزي د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني په مشوره د سلګونو ديني عالمانو په حضور کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پر دریځ نیوکه وکړه. دې نیوکې په یوه لویه دیني مدرسه کې د اخوندزاده حیثیت وننګاوه. 

د طالبانو له منځه یوې سرچینې وویل: «په خوست کې د ستانکزي تر سختو خبرو وروسته د کندهار د والي ملا شیرین او د کندهار په حلقه کې د نورو طالب چارواکو په وسیله د ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د نوموړي د نیولو او ممنوع الخروجۍ امر صادر شو.» 

د دې په مقابل کې له سراج الدین حقاني سره یو ځای د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب او ملا عبدالغني برادر له افغانستانه د ستانکزي د وتلو هڅه وکړه. سرچینې زیاته کړه: «د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني دوبۍ ته د تلو لپاره د نوموړي د ویزې ستونزه تر ۴۰ دقیقې په کم وخت کې حل کړه، ترڅو ستانکزی وکولای شي په شارجه کې خپلې کورنۍ ته ورشي.» 

که څه هم ستانکزی د طالبانو له مشرقي ډلې څخه ګڼل کېږي، خو په دوحه کې یې له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو پرمهال له ملا عبدالغني برادر او د مذاکره کوونکي پلاوي له نورو کندهاري غړو سره ښې اړیکې جوړې کړې وې. 

په عین مهال کې د سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکې د پخوا په څېر له متحده عربي اماراتو سره بیرته خپلې اړیکې فعالې کړې دي. یوازې د روان کال پرمهال سراج الدین حقاني دوه ځله اماراتو ته سفر کړی او د اماراتو د دولت له مشر محمد بن زاید آل نهیان سره یې کتلي دي.

د عباس ستانکزي وتل او له ده څخه د حقاني شبکې ملاتړ د طالبانو ترمنځ ژور درز ښيي او همدا راز په ډاګه کوي چې حقاني شبکه په سیمه‌ییزو تعاملاتو کې نوره هم ځواکمنه کېږي.

متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني سفر/ طالبان

عباس ستانکزی او تر وتلو وروسته نامعلوم راتلونکی

له افغانستانه د عباس ستانکزي تر وتلو وروسته حقاني شبکې ده ته یو منسوب غږیز کلیپ خپور کړی دی چې پکې په افغانستان کې د حکومتو د ناپایدارۍ په اړه خبرې کوي. 

ده په خپل غږیز پیغام کې ویلي: «زه ۶۳ کاله عمر لرم او ۱۳ پاچاهۍ مې لیدلې دي. پخوا مې اورېدل چې پاچاهان بدلېږي – یو ځای او بل یې ځای نیسي. اوس چې څوک په واک کې دی، زموږ امیرالمؤمنین دیارلسم پاچا دی. یعنې داسې نه ده چې یو څوک به تل په واک کې پاتې وي. په اسلام او شریعت کې د افرادو عبادت ځای نه لري. هر څوک چې د اشخاصو عبادت کوي، د شریعت له مخې تېروتنه ده.» 

ده ټینګار کړی چې د ملا هبت الله حکومت هم دایمي نه دی. 

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره اونۍ ملا هبت الله په کندهار کې په یوه مدرسه کې خبرداری ورکړی و چې داخلي اختلافات کولای شي د طالبانو حکومت ړنګ کړي. ده په عین مهال کې پر افغانستان د احتمالي بهرني برید په صورت کې پر خپلمنځي اتحاد ټینګار کړی و. 

ملا هبت الله د وروستیو کلونو پرمهال د قدرت انحصار تشدید کړی دی او غواړي له نړیوالې ټولنې څخه افغانستان منزوي وساتي، مګر دې چارې د طالب چارواکو ترمنځ شدید اختلافات پیدا کړي دي. 

ستانکزی او پر ده د ملا هبت الله بد ګوماني

عباس ستانکزی د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په عباس کلي کې زېږېدلی دی. د سردار محمد داوود خان د جمهوري ریاست پرمهال د نظامي زده کړو لپاره هند ته ولاړ او وروسته له مجاهدینو سره یو ځای شو او د وخت د کمونیستي حکومت او شوروي ځواکونو پر خلاف یې جګړه وکړه. 

د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو د غورځنګ تر رامنځته کېدو وروسته له دې ډلې سره یو ځای شو او پر بېلابېلو دندو یې کار وکړ، لکه په کندهار کې د بهرنیو اړیکو مرستیال او وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو او بیا د عامې ورغتیا د وزارت مرستیال وزیر و. 

د ۲۰۱۹ په اګست کې ستانکزی په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس په توګه وټاکل شو او له امریکا سره د دې ډلې په خبرو کې یې مهم رول درلود. دی هیله من و چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلې واکمنېدو وروسته به د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شي، خو دا دنده امیر خان متقي ته ورکړل شوه. یو څه وخت وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال په توګه وټاکل شو. 

ستانکزی د نړیوالو سفرونو او لوړو زده کړو له امله د ملا هبت الله او ده ته د نږدې کړۍ په پرتله متفاوت فکر لري. دی د ښځو د زده کړو او کار پلوی دی؛ هغه دریځ چې دی یې د طالبانو له مشر او په کندهار کې له سختدریځو علماوو سره په تضاد کې اچولی دی. 

یوې باخبره سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پر عباس ستانکزي ملا هبت الله له دې امله هم شکمن دی چې پخوا یې په هند کې زده کړې کړې دي. د طالبانو مشر دی په افغانستان کې د هند د نفوذ په پیاوړي کولو تورنوي. 

د وروستیو میاشتو پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څو ځلي د هند له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي. د لړم میاشتې پرمهال د افغانستان په چارو کې د هند ځانګړي استازي جي پي سینګ کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د دفاع د وزیر په ګډون یې د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو سره وکتل. تر دې یوه میاشت وړاندې متقي په متحده عربي اماراتو کې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره ولیدل او د ډیلي له لوري یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو او بشري مرستو د پراختیا غوښتنه وکړه. 

د طالبانو د بېلابېلو ډلو په ځانګړي توګه د هبت الله اخوندزاده د پلویانو او حقاني شبکې ترمنځ اختلافات کولای شي د دې ډلې راتلونکی متزلزل کړي. عباس ستانکزی چې اوس په بهر کې دی، د طالبانو ترمنځ د دنننیو درزونو او د واک پر سر د رقابتونو یوه ښکاره بېلګه ده.