یو شمېر امریکايي سناتورانو د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه «بېرحمانه» او د امریکا له متحدانو سره «خیانت» بللې او د ډونالډ ټرمپ د حکومت د دې پرېکړې پر وړاندې یې د کانګرس د درېدو غوښتنه کړې ده.
د امریکا په کانګرس کې دغو سناتورانو د ټرمپ د حکومت پر دې پرېکړې نیوکه کړې او د هغې د درولو غوښتنه یې کړې ده.
د نیوهمپشایر ایالت سناتورې او د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې غړې، جین شاهین ویلي چې کانګرس باید د دې پرېکړې پر وړاندې ودرېږي.
هغې پر اېکس لیکلي: «دا چې د ټرمپ حکومت غواړي سلګونه افغان پناهغوښتونکي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، او هغه کسان چې له امریکايي ځواکونو سره یې مرسته کړې، پاکستان ته وشړي، د غندنې وړ اقدام دی. کانګرس باید د دې موضوع پر وړاندې ودرېږي.»
نوموړې خبرداری ورکړی چې پاکستان ته د افغان پناهغوښتونکو په شړلو سره هغوی د «طالبانو لاس ته د بېرته ورګرځېدو» له خطر سره مخ کېږي.
د ډیلاویر ایالت سناتور کریس کونز د ډونالډ ټرمپ د حکومت دا تګلاره بېرحمانه بللې ده.
هغه پر اېکس لیکلي: «ټرمپ په پټه د څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالو د ایستلو لپاره شین څراغ ورکړی، څو بېرته د طالبانو لاس ته ورشي؛ داسې ځای ته چې هغوی به له ځورونې، شکنجې او یا تر دې هم له ناوړه پایلو سره مخ شي.»
کونز زیاته کړې چې د ټرمپ د کډوالۍ د «بېرحمانه اجنډا» په اړه به د ځواب ویلو بهیر ژر پای ته ونه رسېږي.
د کنېکټېکټ ایالت سناتور ریچارډ بلومنتال هم د افغان کډوالو له امریکا څخه ایستل له متحدانو سره خیانت بللی دی.
هغه ویلي: «موږ خپلو افغان متحدانو ته ژمنه ورکړې وه چې له امریکايي ځواکونو سره تر همکارۍ او د جګړو پر مهال د هغوی تر ساتنې وروسته به امریکا هېڅکله هغوی یوازې پرېنږدي. اوسنی حکومت له دې ژمنې سره خیانت کوي او هغوی د احتمالي شکنجې او مرګ پر لور شړي.»
د ویرجینیا ایالت سناتور ټیم کېن هم د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د امریکا د حکومت پر پرېکړې نیوکه کړې ده.
هغه په یوه پیغام کې ویلي: «زموږ افغان متحدانو له امریکا سره د مرستې لپاره هر څه له خطر سره مخ کړي وو. اوس ټرمپ غواړي د هغوی خپلوان بېرته هغه افغانستان ته ولېږي چې طالبان پرې واکمن دي.»
نوموړي د امریکا د حکومت دا اقدام خیانت او د شرم وړ بللی او ویلي یې دي چې له داسې چلند سره به په راتلونکو شخړو کې له امریکا سره د نورو خلکو همکاري ستونزمنه شي.
کېن پر اېکس لیکلي: «د هغوی د قربانیو په بدل کې له هغوی سره خیانت کول د شرم وړ دي او په راتلونکو جګړو کې به د امریکا لپاره د همکارۍ ترلاسه کول ډېر ستونزمن کړي.»
نیویارک ټایمز پرون (جمعه، د لړم ۸مه) راپور ورکړی چې د امریکا حکومت د لویزیانا ایالت کې څه باندې ۱۵۰ افغان پناهغوښتونکي نیولي او غواړي د پاکستان د حکومت په همکارۍ یې له دغه هېواده وباسي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې لومړۍ الوتنه تر راتلونکو درېیو ورځو پورې ترسره شي.
