د طالبانو د مشر ځانګړي ځواکونه

په پلازمېنه کې د ملا هبت الله ځواک ښودنه

خالد محمدي

  کله چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د نیولو او ممنوع الخروجي امر صادر کړ، نو دا هیله یې نه درلوده چې دا امر به یې پر ځمکه لوېږي او نه به پلي کېږي. ده وړاندې د طالبانو د حکومت ټولو ادارو ته په ډاګه کړې وه چې هیڅوک هم د ده له فرمان څخه د سرغړونې حق نه لري. مګر دا امر دومره هم ساده نه و چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني یې په ډېر عادي ډول پلي او اجرا کړي. عباس ستانکزی د ملا هبت الله د امر بر خلاف له افغانستان څخه ووته. له تایید شویو معلوماتو سره سم، د ده وتل د حقاني شبکې، د دفاع د وزیر ملا یعقوب او د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا برادر ترمنځ همغږې هڅه وه. د دې اقدام له کبله ملا هبت الله داسې غبرګون ښودلو ته اړ شو چې په زیات احتمال سره به یې له امله د دې ډلې ځواکمن اړخونه یوې نوې سختې مرحلې ته داخلېږي. 

په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو مشر پر هوایي ډګرونو خپل کنټرول زیات کړی دی. د طالبانو له منځه سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته تایید کړې، چې د ملا هبت الله د ځانګړي ساتونکي ځواک شاوخوا زر سرتېري د کابل هوایي ډګر په ګډون په هوایي ډګرونو کې ځای پر ځای شوي دي. دا ډله مسوولیت لري چې د طالبانو د مشر د دفتر له اجازې پرته هیڅ چارواکي ته هم د سفر اجازه ورنه کړي. یوې سرچینې تایید کړې چې د طالبانو مشر غواړي د چارواکو بهرني سفرونه په بشپړه توګه وڅاري او ټینګار یې کړی چې د ده استازی باید په دې سفرونو کې وي، ترڅو د مذاکراتو او لیدنو له جزییاتو خبر شي. 

د دې قطعې ځواکونه تر ډېره حده له هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو څخه دي او یوازې ملا هبت الله ته ځواب وایي. 

په عین حال کې یوې بلې سرچینې هم اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ارشد مرستیال صدر ابراهیم هم د کابل ښار په ځینو ځایونو کې د پلټنې ځنځیرونه اچولي، ترڅو د امنیتي وضعیت په کنټرول کې خپل ځواک وښيي. صدر ابراهیم ملا هبت الله ته یو وفادار کس دی او د ده اقدام په طالبانو کې دننه د رقابتونو په تړاو یو ښکاره پیغام لري. 

دې سرچینې همدا راز زیاته کړې چې شاوخوا دوې اونۍ مخکې د طالبانو مشر ته وفادار ځواکونه د کابل په خوشال خان سیمه کې پنځمې امنیتي حوزې ته ننوتلي او د دې حوزې بشپړ کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی. دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې دا حوزه د لوګر د طالبانو چې په سراج الدین حقانې پورې تړاو لري تر کنټرولوله.

دا بدلونونه په داسې مهال کې رامنځته کېږي چې د طالبانو په حکومت کې د واک د تقسیم له مخې د کورنیو چارو وزارت د سراج الدین حقاني او حقاني شبکې تر مستقیم نفوذ لاندې دی. مګر د وروستیو میاشتو پرمهال ملا هبت الله هڅه کړې چې د حقانیانو ځواک راکم کړي او پر امنیتي بنسټونو زیات اختیار تر لاسه کړي. 

د دې ډلې ترمنځ وروستي اختلافونه د دې لامل شول چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اړ شو چې پر ایکس ټولنیزې شبکې یې په یوه بحث کې ومنله چې د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ «د نظر اختلاف» شته دی. ده د اختلافاتو له منلو سره-سره وویل چې دا یو «طبیعي حالت» دی او ټینګار یې وکړ چې دا اختلافات د نښتې په معنا نه دي، لکه څرنګه چې په رسنیو کې ښودل کېږي. 

صدر ابراهیم، ​​د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړی مرستیال/ طالبان

په کابل کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو ورکوالی 

د تېرې یوې اونۍ پرمهال د سراج الدین حقاني، ملا یعقوب، ملا عبدالغني برادر او قاري فصیح الدین فطرت په ګډون د طالبانو څو لوړپوړي چارواکي خپلو دفترونو ته نه دې حاضر شوي. له دې سره-سره، د هغوی هیڅ یوه هم په رسمي مراسمو یا هم عمومي غونډو کې ګډون نه دی کړی. 

ملا عبدالغني برادر له ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه ترڅو ورځني غیابت وروسته اخر هم د سې‌شنبې په ورځ (۱۷ د سلواغې) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) له مرستیال ایندریکا راتوات سره ولیدل. کومه اعلامیه چې د طالبانو د ارګ له لوري خپره شوې، ټینګار پکې شوی چې دا لیدنه د ملا برادر په دفتر کې ترسره شوې ده. خو د دې لیدنې چې کوم انځور خپور شوی دی، ترې په ډاګه کېږي چې د لیدنې ځای د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ سنتي معماري نه ده او په دې سره دا شونتیا قوي کېږي چې لیدنه له ارګه دباندې د ده په کوم مېلمستون کې ترسره شوې ده. 

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه چې دوې ورځې وړاندې په کابل کې د یوناما د دفتر په ودانۍ کې د ډزو خبر ورکړل شو. تر دې وړاندې د طالبانو په خپلمنځي نښته کې د ملا برادر د ژوبلېدو اوازې خپرې شوې وې. دې ادعاوو ته په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په یوه بحث کې دا اوازې دروغ وبللې. 

په داسې شرایطو کې چې د طالبانو ترمنځ داخلي اختلافات زیات شوي، د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو غیابت او ورکوالي هغه ګومانونه نور هم پیاوړي کړي چې ګواکې د دې ډلې ترمنځ اختلافات زیات شوي دي. 

کندهار کې د ملا هبت الله ځانکړي ځواکونه/ طالبان

د خلیفه سفر او د امیر اندېښنه 

سراج الدین حقاني د سلواغې میاشتې په لومړیو کې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او د اماراتو د دولت له مشر محمد بن زاید آل نهیان سره یې وکتل، خو تر دې لیدنې وروسته افغانستان ته رانغی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان وکړ چې حقاني د عمرې حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته د تګ جواز تر لاسه کړی دی. د دې شورا له اعلامیې سره سم، د ده د سفر معافیت د جنورۍ له ۲۳ څخه بیا د فبروري تر ۳ (د سلواغې له ۴ تر ۱۵) پورې د اعتبار وړ و. 

په عین مهال کې طالبانو ته نږدې سرچینو راپور ورکړی چې د طالبانو مشر هبت الله د سراج الدین حقاني د بهرنیو سفرونو له کبله اندېښمن دی. دی وېره لري چې حقاني به وکولای شي له افغانستانه دباندې د ملاتړو شبکه پیدا کړي او نهایتا به د ده رهبري وګواښي. 

دا دویم ځل دی چې سراج الدین حقاني د روان کال پر مهال متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي. حقاني چې د طالبانو ترمنځ په «خلیفه» مشهور دی، د ملا هبت الله یو تر ټولو جدي رقیب ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې حقاني له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې هڅه کوي ځان یو منځلاری وښيي (داسې څوک چې له لوېدیځو هیوادونو سره د تعامل غوښتونکی او د نجونو پر زده کړو او کار د بندیز لېرې کېدل غواړي) خو دا دریځونه د ملا هبت الله له نظر سره په ټکر کې دي. د طالبانو مشر د ښځو او نجونو پر ځپنې او د افغانستان پر منزوي ساتلو ټینګار کوي او له لوېدیځ سره یې هر ډول تعامل محدود کړی دی. 

بل لور ته د سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکې د افغانستان د پخواني حکومت او د هغه د غربي متحدینو پر وړاندې د جګړې پرمهال پر ملکي او نظامي وګړو تر ټولو «خونړي» بریدونه ترسره کړي دي. 

د دې اختلافاتو د زیاتېدو په دوام د سراج الدین حقاني کاکا خلیل الرحمان حقاني چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزیر و، د لیندۍ پر ۲۱مه د کډوالو په وزارت کې دننه د ځانمرګي برید له امله ووژل شو. که څه هم د اسلامي دولت خراسان څانګې (داعش) دا برید ومانه، خو سراج الدین حقاني یې په غبرګون کې وویل چې نه پوهېږي دا برید چا کړی دی. 

ځيني شنونکي چې د افغانستان وضعیت څاري، په دې باور دي چې سراج الدین حقاني د دې برید په تړاو شکمن دی او ګومان کوي چې د ده د کاکا چې د نوموړي یو تر ټولو ستر ملاتړی و، مرګ د یوې «داخلي دسیسې» له امله دی او هڅه کېږي چې د ده ځواک کم کړل شي. 

دې بدلونونو ته په پام سره، د طالبانو د بېلابېلو اړخونو ترمنځ رقابت یوه حساس پړاو ته رسېدلی او د سراج الدین حقاني سفرونو او د ده د کاکا مرګ دا داخلي لانجې نورې هم پېچلې او زیاتې کړې دي. 

کابل کې د طالبانو والي ته د هبت الله لخوا ډالۍ شوی موټر/ اطلاعات روز ته استول شوی

د رقیبانو پر وړاندې د ځواک ښودنه 

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ملا هبت الله اخوندزاده امر کړی چې د دې ډلې د ټولو لوړپوړو چارواکو په سفر کې به د ده استازی هم موجود وي. دې سرچینې ټینګار وکړ: د «مشرتابه ځواکونه» – اشاره یې د ملا هبت الله ځانګړي ساتونکي ځواک ته ده – په کابل هوایي ډګر او نورو هوایي ډګرونو کې ځای پر ځای شوي دي او هیڅوک هم د طالبانو د مشر د اجازې له لرلو پرته له افغانستانه نه شي وتلای. له دې سره-سره، په بهرنیو سفرونو کې باید د طالبانو د مشر استازی هم د دې ډلې له چارواکو سره مل وي. له دې امر سره سم، ملا هبت الله ته نږدې کس مولوي قاضي ګمارل شوی دی چې په بهرنیو سفرونو کې دې له طالب چارواکو سره وي، البته په رسنیو کې باید د طالبانو د مشر د استازي عکس خپور نه شي. 

پر بهرنیو سفرونو د کنټرول له زیاتولو سره-سره ملا هبت الله د طالب قومندانانو او قومي مشرانو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پیسې او امکانات هم وېشلي دي. راپورونه وایي چې د ده په امر له دوبۍ څخه ۵۰ صفر کیلومیټر هایلکس موټرونه پېرل شوي او افغانستان ته وړل شوي دي. 

د طالبانو یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا موټرونه کندهار ته انتقال شوي او د طالبانو مشر هغه خپلو نږدې کسانو ته د ډالۍ په توګه ورکړي دي. په دې لړ کې یو موټر په کابل کې د دې ډلې والي مولوي امین الله عبید ته ورکړل شوی دی. 

دا لومړی ځل نه دی چې ملا هبت الله د خپلې پیاوړتیا لپاره له داسې تکتیک څخه کار اخلي. سږکال په وږي میاشت کې نوموړي شمالي ولایتونو ته د سفر پرمهال قومندانانو او قومي مخورو ته پیسې ورکړې، ترڅو د هغوی ملاتړ ولري. 

د طالبانو د تېرو درې نیمو کلونو په واکمنۍ کې د دې ډلې خپلمنځي اختلافات په ځانګړي توګه له سراج الدین حقاني سره چې په «خلیفه» مشهور دی، تر بل هر وخت روښانه شوي دي.

په داسې شرایطو کې ملا هبت الله هڅه کوي چې د پیسو، امکاناتو او کلیدي مقامونو د توزیع له درکه د خپلو وفادارنو کړۍ نوره هم پیاوړې کړي او له داخلي رقیبانو سره سیالۍ ته چمتووالی ولري. 

د دې فشارونو او داخلي اختلافونو په زیاتېدو سره روښانه کېږي چې د طالبانو مشر پر حکومت د بشپړ تسلط ترلاسه کولو په لټه دی او په عین مهال کې په طالبانو کې د دننه مخالفو اړخونو احتمالي ننګونو ته تیاری کوي.