کونړ او نورستان کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو یو شمېر سوداګر شکایت کوي، چې طالبان په دې ولایتونو د قېمتي کاڼو په داوطلبۍ کې هغو پانګه والو ته لومړیتوب ورکوي چې دې ډلې سره ژورې پخوانۍ اړیکې ولري.
سوداګر دغه راز ادعا کوي، چې طالبان په غیر مستقیم ډول په داوطلبۍ کې د ګډون لپاره له پانګه والو پیسې اخلي، خو هغوی چې د طالبانو جېب ډک نه کړي د شرایطو په پوره کېدو هم بولۍ نه شي ګټلی.
دوی د حاکم رژیم له لوري په هېواد کې پانګه والو ته د پانګونې د زمینې برابرولو خبرې هم پوچ تبلیغات او کاذب ډاډ یادوي.
حاجي بازمحمد چې له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې په ختیځ زون کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو پر کاروبار بوخت دی واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د خپل کاروبار له ټکني کېدو سر ټکوي.
نوموړی وايي، د تېر جمهوریت له پرځېدو وروسته طالبانو پر پانګه والو او د قېمتي کاڼو پر کاروباریانو سخت محدودیتونه لګولي چې له امله یې دوی له مالي پلوه له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
حاجي باز محمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «جمهوریت کې مو د قېمتي کاڼو کاروبار یو څه ښه وو، خو طالبان چې راغلي هم یې د کاڼو په استخراج راباندې محدودیتونه لګولي، کله رانه د معدنونو د استخراج په بدل کې لوړه مالیه اخلي، کله رانه باج اخلي، هره ورځ مو کاروبار د خرابوالي په حال کې دی، نور یې رانه زړه له کاروبار تور کړی.»
پانګه وال او د ګران بیه ډبرو کاروباریان دغه راز وايي، حاکم رژیم هغه پانګه وال په داوطلبۍ کې بریالي اعلانوي چې دې ډلې سره ژورې اړیکې او پخوانۍ همکاري ولري.
دوی وايي، طالبان حتی په بولۍ کې د ګډون لپاره هغو پانګه والو ته لومړیتوب ورکوي چې دغې ډلې ته پیسې او باج ورکړي.
کونړ کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو یوه پانګه وال حاجي بسم الله سالارزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «درې ځل کونړ کې د بیروج کاڼي بولۍ وشوه، ما درې واړه ځل بولۍ کې د ګډون لپاره ثبت نام کړی و، خو زه چې ورسره روابط او انډیوالي نه لرم بولۍ کې یې راته د ګډون حق هم رانکړ، هغه کسان چې طالبانو ته نږدې وو او یا یې پیسې ورکړې وې، بولۍ کې کامیاب اعلان شول.»
کونړ کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو پانګه وال همدا راز وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ولایت کې د قېمتي کاڼو د قاچاق بهیر هم تر بل هر وخت چټک شوی.
دوی زیاتوي چې د طالبانو ځايي مسوولینو په لوی لاس یو شمېر قاچاقبرو ته د قاچاق زمینه هم برابره کړې چې سیمهییزو طالب مسوولینو ته د قاچاق په بدل کې پیسې ورکوي.
د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو یو تن کاروباري نورمحمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له کله راهیسې چې جمهوریت سقوط شوی کونړ کې د قېمتي کاڼو د معدنونو استخراج ډېر شوی، ځېنو ساحو کې په غیر قانوني ډول هم استخراج کېږي او بیا یې ځېنې سوداګر د ډېورنډ کرښې له لارې پاکستان ته قاچاق کوي، هغه ځکه چې طالبان قاچاقبرو ته د قاچاق په بدل کې پیسې ورکوي او ډېر په زړور شکل یې پاکستان ته انتقالوي.»
په ورته مهال نورستان کې هم د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو کاروباریان شکایت کوي، چې په دې ولایت کې ترې طالبان د قېمتي کاڼو په داوطلبۍ کې د ګډون شرایط دې ډلې ته تر باج ورکولو محدود کړي.
دوی وايي، د طالبانو باج اخېستنې او سختو محدودیتونو له دغه کاروباره زړه توري کړي او هره ورځ یې کارـ روزګار مخ په ځوړ روان دی.
نورستان کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو سوداګر حاجي فاتح ګل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «کله چې د طالبانو حکومت راغلی په یوه او بل نوم رانه پیسې اخلي، کله د ماليې په نوم، کله د ټکس او محصول او کله هم د عشر او زکات په نوم پیسې رانه غواړي، د خپل شرکت جواز او ټول اسناد لرو، خو په یوه او بله بهانه د کار اجازه نه راکوي؛ خو چې کله پیسې ورکړو بیا راته د کار اجازه راکوي، قسم په خدای چې نور یې له کاروبار او سرمایه ګذارۍ زړه را تور کړی دی.»
دوی دغه راز د طالبانو د رژیم له لوري کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته د امنیت ټینګښت او کاروباري زمینې برابرولو په برخه کې ژمنې هم تش تبلیغات او د سوداګرو تېر ویستل یادوي.
نورستان کې شته پانګه وال د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې پانګه والو ته د ستونزو جوړولو پرځای دې دوی ته په دې برخه کې فرصتونه را منځته کړي، ترڅو صنعت او پانګونه وده وکړي او بې روزګاره ځوانانو ته کاري زمینې برابرې شي.
د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې مېشت پانګه وال حاجي نعیم له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ یو څو روپۍ درلودې، دلته مو مصرف کړې چې خپل وطن کې پرې کار وکړو، هم به مونږ یو دوه روپۍ وګټو او هم راسره یو څو بې روزګاره ځوانان مصروف شي؛ خو دوی رانه بې ځایه پیسې او باج غواړي، طالبان هسې چغې وهي چې داخل او خارج کې سرمایه داران دې سرمایه ګذاري وکړي، فرصتونه ورته برابر دي، دا ټول د دوی هسې تش تبلیغات دي، مونږ ته باید په صادقانه ډول د سرمایه ګذارۍ زمینه برابره کړي، نه دا چې زمونږ په سترګو کې خاورې وشیندي.»
دوی هم کونړ کې د شته پانګه والو په څېر شکایت کوي چې طالبان ترې په داوطلبۍ کې د ګډون پرسر باج غواړي او هغوی چې دې ډلې ته باج ورنه کړي نه شي کولی چې د ګران بیه ډبرو په بولۍ کې ګډون وکړي.
پانګه وال اندېښنه لري که د طالبانو رژیم له دې چارې لاس په سر نه شي ګڼ پانګه وال به په کور دننه له پانګونې لاس په سر شي او خپله پانګه به له هېواد بهر وباسي.
نورستان کې مېشت پانګه وال ضمیرالدین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: « نورستان کې څو ځل د بیروجو بولي وشوه، خو ما پکې ګډون ونه شو کړی، هغه ځکه چې طالبان په غیر مستقیم ډول له سوداګرو پیسې غواړي، څوک چې ورته پیسې ورکړي، نو هم په بولۍ کې ګډون کولی شي او هم یې ګټلی شي؛ خو څوک چې باج ورنه کړي، نو له دې چارې بې برخې دی.»
موږ هڅه وکړه چې کونړ او نورستان کې د پانګه والو د شکایتونو، نیوکو او ستونزو په تړاو د دغو ولایتونو لپاره د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له بیا بیا هڅو سره سره هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
د معلوماتو له مخې په تېره یوه میاشت کې په کونړ کې د طالبانو له لوري درې ځله د نږدې ۱۷۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې (بیروج) د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي چې له مخې یې شاوخوا ۱۷ مېلیونه افغانۍ عواید د طالبانو حکومت ته جمع شوي دي.
دغه راز په تېرو دوو میاشتو کې نورستان کې هم د طالبانو له لوري د نږدې ۴۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج (ګران بیه ډبرې) پلورل شوي چې شاوخوا څلور مېلیونه افغانۍ عواید د طالبانو حکومت ته جمع شوي دي.
یادونه: په راپور کې د پانګه والو او سوداګرو ذکر شوي نومونه د امنیتي ستونزو له امله په مستعار ډول لیکل شوي دي.