Photo: Social media

د طالبانو بندیزونو افغاني موسیقي د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړې

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر افغان سندرغاړي او د موسیقۍ غږونکي چې پخوا به یې د خلکو د خوشالیو په محفلونو کې ګډون کاوه، وایي له کله راهیسې چې طالبان دویم ځلي واک ته رسېدلي او پر دوی یې د موسیقۍ غږولو بندیز لګولی له یوې خوا له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا افغاني موسیقي د خلکو هیره شوې او د ورکیدو له ګواښ سره مخ ده.

همت ګل شینواری د ننګرهار د محلي سندرغاړو له ډلې دی، هغه وایي له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې خپل هنر ته شاه کړې او دا مهال په جلال اباد ښار کې په مزدورۍ ریکشه چلوي.

نوموړی وایي، د پخوا په شان د خپل هنر خواږه د خلکو د خوښیو په مراسمو کې نه شي څرګندولی، خو ډیر کله پخوانۍ سندرې له ځان سره زمزمه کوي.

د هغه په خبره زیاتره سندرغاړي د اقتصادي ستونزو، پر موسیقۍ د طالبانو محدودیتونو او د ناڅرګند برخلیک له کبله په رواني ناروغيو اخته شوي دي.

همت ګل شنیواری زیاتوي: «پخوا به مو په اوونۍ کې څو پروګرامونه کول او د ژوند چاره مو پرې روانه وه، خو اوس دا هرڅه په ټپه درېدلي او همدا لامل دی چې زما په ګډون زیاتره سندرغاړي په رواني ناروغیو اخته شوي؛ ځکه اقتصادي ستونزې دومره زیاتې شوي چې هر هنرمند یې په رواني ناروغۍ اخته کړی دغه راز طالبان چې هر ځلي په افغانستان کې واک ته رسېدلي نو پر موسیقۍ یې بندیز لګولی چې په دې سره د پښتو موسیقۍ ته هم لوی زیان رسېدلی او که حالت همداسې دوام وکړي د پښتو موسیقۍ ته به لوی زیان ورسیږي، نو غوښتنه کوو چې باید طالبان په افغانستان کې موسیقۍ ته اجازه ورکړي.»

نوموړی دغه راز پر موسیقۍ د طالبانو له محدودیتونو سربېره له هنر سره د خلکو د علاقې کموالی، اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او له رواني پلوه د خلکو ناارامي هغه لاملونه یادوي چې له کبله یې ورځ تربلې افغاني موسیقي د ورکېدا له ګواښ سره مخ ده.

افغان سندرغاړي پر موسیقۍ د وضع شویو محدودیتونو د ختمېدو غوښتنه کوي/ خواله رسنۍ

د ننګرهار یو بل محلي سندرغاړی زړګی نواب وایي، ننګرهار یو وخت د ختیځ زون په کچه زیات محلي سندرغاړي لرل، خو د طالبانو له واک ته رسیدو سره همهاله دې ولایت کې د محلي سندرغاړو لخوا د پخوا په کچه هنري او د موسیقۍ پروګرامونه نه جوړېږي.

د هغه په خبره له کومې ورځ چې طالبانو واک ترلاسه کړی، نه شی کولای د خلکو د خوښیو او ودونو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د نوموړي په خبره له دې وړاندې به یې اوونۍ کې لږ تر لږه درې پروګرامونه لرل او هر پروګرام کې به یې له لس زرو زیاتې افغانۍ ترلاسه کولې، خو په خبره یې چې اوس یې د پخوا په څېر خلک د خوښیو پروګرامونو ته د طالبانو له ډاره نه بیايي، چې له کبله یې زیات شمېر سندرغاړي او د موسیقۍ آلو غږونکي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.  

زړګی نواب زیاتوي: «د طالبانو د حکومت په راتګ سره مې هیڅ د موسیقۍ په پروګرام کې ګډون نه دی کړی او دغه راز د طالبانو له وېرې چاته ځان هم نه شو معرفي کولای، ډیر کله چې ښار ته ځم، نو ځان چاته نه ښکاره کوم په اوسني وخت کې هر سړی له اقتصادي ستونزو سره مخ دی؛ خو سندرغاړي بیا دې حالت زیات ځپلي او په خدای باور وکړه چې داسې ملګري پېژنم چې د اقتصادي ستونزو او د دې روان حالت له کبله لیوني شوي دي، نو غوښتنه مو دا ده چې باید موسیقۍ ته اجازه ورکړل شي دغه راز سندرغاړو ژوند ته هم باید پام وشي چې له دې سخت بحراني حالت څخه رابهر شي.»

هغه د طالبانو له حکومت په ټینګار سره غوښتنه کوي، چې پر موسیقۍ وضع شوي بندیزونه دې ختم او دغه راز په دې برخه کې دې شته ستونزې هوارې کړي، ترڅو د خلکو د خوښیو بنډارونو کې ګډون وکړای شي.

د طالبانو له وېرې زیاتره افغان سندرغاړو خپلې د موسیقۍ الې پلورلې دي

له ننګرهار سربېره په لغمان کې هم سندرغاړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځينو یې د زیاتو اقتصادي ستونزو له کبله خپلې د موسیقۍ الې په نيمه بیه پلورلي دي.

سلیم لغمانی د دغه ولایت یو د محلي سندرغاړو له ډلې دی چې کلونو راهیسې یې د یو محلي سندرغاړي په توګه په پشه یي، پښتو او دري ژبه سندرې ویلي دي.

هغه وایي، د طالبانو په تېره درې کلنۍ واکمنۍ کې یې روزګار تر دې بریده خراب شوی چې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل په موخه یې د موسیقۍ هغه الې په نیمه بیه پلورلي چې ډیر به یې هغه په غږولو خپل پام بدلولو.

نوموړی ادعا کوي چې د طالبانو ځینو غړو د دوی د یو شمېر سندرغاړو ملګرو د موسیقۍ الات هم مات کړي او هغوي ته یې نامناسبې خبرې هم کړې دي.

د سلیم لغمان په خبره د سندرغاړو له سندرو ویلو او موسیقۍ غږولو پرته کوم بل کسب زده نه دی او نه هم دومره پیسې لري، چې کوم بل کاروبار شروع کړي.

 د نوموړي په خبره، د سندرغاړو د عاید یوازینې سرچینه د موسیقۍ بنډارونه او کنسرتونه دي، چې اوسمهال نه شي کولای، برخه پکې واخلي.

سلیم لغماني وویل: «ټول سندرغاړي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي ځکه مونږ بل داسې کاروبار یا تجارت نه لرو، چې عاید ترې ترلاسه کړو همدا د موسیقۍ له پروګرامونو به مو پېسې ترلاسه کولې او زمونږ چاره پرې روانه وه، خو اوس راباندې دا سرچینه هم درېدلې چې له امله یې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان یو، ما د طالبانو په لومړیو وختونو کې د موسیقۍ ځېنې الې له مجبورۍ پلورلي ځکه بله چاره مې نه درلوده بل هیواد ته د تګ لپاره پېسې هم لرم چې لاړشم بس دلته په خپل هیواد کې بند یو.»

نوموړی لاهم هیله لري چې د طالبانو حکومت به پر محلي موسیقۍ وضع شوي محدودیتونه لېرې کړي او سندرغاړي به پرېږدي، چې د پخوا په څېر د خپل هنر خواږه پر خلکو وویشي.

پر موسیقۍ له بندیز سره د خلکو د خوښیو پروګرامونه بې خونده شوي/ اطلاعات روز

د لغمان یو بل محلي سندرغاړی او رباب غږونکی پردیس افغان هم د سندرغاړو اوسني وضعیت اندېښمن کړی او وایي، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي د هغه په ګډون یې زیاتره سندرغاړو ملګرو د موسیقۍ الات له دې وېرې چې طالبان به یې ترې مات کړي، یو خوندي ځای کې ساتلي دي.

هغه وایي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې بیا د خپل رباب مزي نه دي کېکاږلي چې د زړه اظهار د رباب په نغمو کې وکړي.

پردیس افغان وویل: «له درې کلونو زیات وخت وشو، چې بیا مې خپل رباب نه دی راخیستی ځکه یو خو د طالبانو وېره ده او بله خبره دا ده چې بیخي مې زړه له خپل هنر مات شوی دلته د هنرمند قدر نشته او نه ورته څوک په درنه سترګه ګوري، دې حالت په هر چا تاثیرات کړي خو سندرغاړي یې ځکه زیات ځپلي چې دوی تل د خلکو په شونډو مسکا راوستې، خو اوس ترې دا خوشالي اخیستل شوې ده نو خامخا به دا حالت پر ټولنه او خاص ډول د سندرغاړو په روان منفي تاثیرات لري.»

هغه دغه راز وایي، د دوی له هنر سره د خلکو د کمې علاقې او اقتصادي ستونزو له امله ځینو سندرغاړو د خپل هنر پرځای نورو کسبونو ته مخه کړې او ډیری نور یې پاکستان او نورو بهرنیو هیوادونو ته کوچیدلي دي.

په همدې حال کې عام خلک هم پر موسیقۍ د طالبانو بندیزونو اندېښمن کړي او وایي، طالبانو پر موسیقۍ په بندیز سره له خلکو خوښي اخېستې او د خوښیو پروګرامونه یې بې خونده شوي دي.

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالجمیل وایي، طالبانو پر موسیقۍ محدودیتونه دومره زیات کړي، چې آن څوک ترې د خوښیو په محفلونو کې عادي لوډسپکرو کې سندرې هم نه شي غږولی.

د هغه په خبره طالبانو په زیاتره سیمو کې سندرغاړي وهلي ډبلولي او دغه راز د موسیقۍ الات یې ورته مات کړي دي.

عبدالجمیل زیاته کړه: «اوس نه په خوښیو کې پخوانی خوند شته او نه په نورو محفلونو کې ځکه که د واده پروګرام وي سندرغاړي خو بیخي بند دي، خو کله په لوډسپیکر کې عادي موسیقي هم اورې نو بیا دې هم د طالبانو امربالمعروف نه پریږدي، نو پر موسیقۍ بندیز به ښې پایلې ونه لري او طالبانو ته په کار ده چې که نور څه نه وي محلي موسیقۍ ته خو باید اجازه ورکړي.»

طالبان وایي، موسیقي حرامه ده او له همدې کبله هیڅ ډول موسیقۍ ته اجازه نه ورکوي/ خواله رسنۍ

په همدې حال کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند حبیب الله غفران بیا زمونږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې موسیقۍ ته به په افغانستان کې اجازه ورکړل شي، که نه، په خاص ډول محلي موسیقۍ ته؟

هغه یې په ځواب کې وویل، چې موسیقي که محلي وي یا بله حرامه ده جواز نه لري او دغه راز په اسلامي ټولنه کې موسیقي خلک د فحشا او عبثیاتو پر لور خوځوي.

غفران زیاته کړه: «که هر ډول موسیقي وي په اسلام کې حرامه ده، نو هغه که محلي وي او یا ستاسې په اصطلاح عصري موسیقي وي، ځکه موسیقي عبثیات دي او په اسلامي ټولنه کې هیڅ جواز نه لري چې موسیقي دې خلک وغږوي او یا دې واوري.»

د معلوماتو له مخې زیاتره افغان سندرغاړي د طالبانو له وېرې او په افغانستان کې پر موسیقۍ د بندیزونو له کبله پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

خو، په دې وروستیو کې داسې ګڼ افغان سندرغاړي هم شته چې کډوالۍ یې ژوند ور تریخ کړی او له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.