د طالبانو رهبر د سیالانو د تصفیې او د ملاتړو د تقویې په لټه

خالد محمدي

مولوي عبدالاحد طالب د طالبانو د مشر په مېشت ښار کندهار کې د طالبانو په تر ټولو پیاوړي نظامي کس بدل شوی دی. دی په عین مهال کې د طالبانو د پولیسو قومندان او د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده د ساتونکې قطعې قومندان دی، البته دې ځای ته د نوموړي رسېدل اسانه نه و.

څو کاله وړاندې نوموړی په یوه ډېر متفاوت مقام کې و. مولوي عبدالاحد طالب چې په «مولوي طالب» مشهور دی، یو وخت د یوه موټر ترڅنګ په داسې حال کې لیدل کېده چې لاسونه یې تړل شوي، پښې یې لوڅې دي او سترګې یې هم په خپله لنګوټه سره پټې کړل شوې دي – هغه وخت چې د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شو. نوموړی د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پخوانیو نظامي ځواکونو له لوري د پلټنې یوې پوستې سره نیول شوی و. د هغه وخت ملي امنیت د ۱۳۹۹ په وري میاشت کې د دې طالب قومندان د نیولو خبر ورکړ او دا یې لویه لاسته راوړنه وبلله.

هغه مهال چې مولوي طالب د تیر جمهوري نظام د ملي امنیت د ځواکونو له لوري نیول شوی و

دا نیونه چې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو لپاره یوه بریا ګڼل کېدله، په هلمند کې یې د جګړې پر ډګر مستقیم اغېز وکړ او وضعیت یې د پخواني حکومت د نظامیانو په ګټه بدل کړ البته جګړییز شرایط په چټکۍ بدل شول. د دوحې د توافق‌لیک په لاسلیکېدو او د سولې د بهیر د تسهیلېدو په موخه د امریکا د فشار له امله مولوي عبدالاحد طالب په هغو پنځه زره طالبانو کې شامل و چې باید خوشي شوی وای. په دا ځل خوشي کېدو سره نوموړی نه یوازې دا چې بیرته واک ته را وګرزېد، بلکې طالبانو ته یې فرصت ورکړ چې خپل مهم ځواکونه بیرته منسجم کړي.

عبدالاحد طالب تر خوشې کېدو وروسته بیرته د جګړې ډګر ته ولاړ او دا ځل په هلمند کې د ده حضور د طالبانو روحیه هم لوړه کړه. د ده تر قوماندې لاندې طالب ځواکونو وکولای شول چې د لښکرګاه ښار پر لور حرکت وکړي او اخر هم یې هلمند سقوط کړ.

د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته د هلمند د طالبانو ترمنځ د عبدالاحد طالب نفوذ د ده حیثیت هم محکم وساته. دی په لومړي سر کې په هلمند کې د طالبانو د والي په توګه وټاکل شو. مګر د پخوانيو ملي امنیت ځواکونو د نیونې پرمهال چې په کوم ډول جامو کې ښکارېده، دا ځل یې د هغه وخت بر خلاف د زرهي لنډ کروزرو، رینجرونو او هاموې ټانکونو په کاروان کې تګ کاوه.

ده وکولای شول چې د طالبانو د مشر باور په تدریجي توګه خپل کړي او د ۱۴۰۲ کال د لړم میاشتې پرمهال د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د ساتونکې قطعې قومندان وټاکل شو.

عبدالاحد طالب په قوم اسحاقزی دی او د طالبانو دویم مشر اختر محمد منصور هم له همدې قوم څخه و. نوموړی د ۲۰۱۶ کال پرمهال هغه مهال د امریکا په هوایي برید کې ووژل شول چې له ایرانه راستنېده.

د طالبانو له منځه یوې باخبره سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې هبت الله عبدالاحد طالب ته چې له اسحاقزي قوم څخه دی، د فرصت په ورکولو سره غواړي د دې قوم ترمنځ چې د نورزیانو سیالان ګڼل کېږي، خپل نفوذ وساتي.

مولوي عبدالاحد طالب هلمند کې د وینا پر مهال/ طالبان

د وروستیو بدلونو په ترڅ کې مولوي عبدالاحد طالب تر بل هر وخت زیات د طالبانو مشر ته نږدې شوی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (۲۴ د سلواغې) اعلان وکړ چې د ملا هبت الله د فرمان له مخې مولوي عبدالاحد طالب د کندهار د پولیسو د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د کندهار د پولیسو مشري د طالبانو په حکومت کې یوه مهمه دنده ګڼل کېږي، ځکه چې د دې ډلې مشر په همدې ولایت کې مېشت دی. مولوي عبدالاحد طالب د کندهار د پولیسو له قومندانۍ سره-سره د طالبانو د مشر د ساتونکې قطعې مشري هم کوي. دې دوو کلیدي څوکیو نوموړی د طالبانو په جوړښت کې په یوه بانفوذه نظامي قومندان بدل کړی دی.

د طالبانو رهبر ته د عبدالاحد طالب نږدیوالی د دې لامل شوی چې نوموړی یوازې ملا هبت الله اخوندزاده ته ځواب ووایي، او د کورنیو چارو وزارت په ګډون د دې ډلې له نورو ټولو چارواکو مستثنا شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني تر کنټرول لاندې دی. په دې توګه ملا هبت الله نه یوازې د دې وزارت د لوړپوړو چارواکو په ټاکنه کې لاسوهنه کوي، بلکې د پولیسو امنیې قومندانان هم په خپله ټاکي. د طالبانو د مشر دا اقدام د حقاني شبکې حساسیت راپارولی، مګر په کندهار کې د قدرت له مېشتې هستې سره د ټکر له امله له علني اعتراض څخه ډډه کوي.

اوس مهال مولوي عبدالاحد طالب په کندهار کې په تر ټولو مهمه نظامي څېره بدل شوی دی. واک ته د طالبانو د رسېدو په درېیمه کلیزه ملا هبت الله خپل ځانګړي ځواکونه له یوې مشخصې لوګو سره وښودل. دا ځواکونه چې د پخواني حکومت په پاتې شویو پرمختللو وسلو سمبال دي، د ولایتي سفرونو پرمهال د طالبانو د مشر د امنیت ساتنې دنده مخته وړي.

د عبدالاحد طالب تر قوماندې لاندې د ځانګړو ځواکونو شمېر معلوم نه دی، خو د افغانستان د وضعیت څارونکي اټکل کوي چې دا ځواکونه له ۲۰ څخه تر ۴۰زرو پورې دي. ویل کېږي چې د دې ځواکونو زیات شمېر د ملا هبت الله له قوم نورزو څخه دي.

سراج الدین حقاني او عبدالاحد طالب/ خواله رسنۍ

د طالبانو خپلمنځي ترینګلتیاوې

د لیندۍ میاشتې پرمهال د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو وزارت په مسجد کې د سراج الدین حقاني د کاکا او د حقاني شبکې د رهبرۍ د غړي خلیل الرحمان حقاني وژل کېدو د حقاني شبکې او د کندهار د طالبانو ترمنځ ناسم ګومانونه زیات کړي دي.

که څه هم د خراسان اسلامي دولت (داعش) ډلې د دې برید مسوولیت ومانه، خو حقاني شبکې او په خپله سراج الدین حقاني د داعش نوم وانخیست. دا چوپتیا د حقاني شبکې او ملا هبت الله ته د نږدې کړۍ ترمنځ زیاتېدونکې بې باوري ښيي. حقاني شبکه چې د جمهوریت پرمهال د یو لړ مرګونو بریدونو او ځانمرګو حملو مسووله وه، اوس یې خپل یو مهم غړی په یوه ځانمرګي برید کې بایللی دی – دا هغه ضعف دی چې له پامه نه شي غورځول کېدلای.

دې شرایطو ته په غبرګون کې ملا هبت الله په کندهار کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي او د مولوي عبدالاحد طالب په څېر افراد یې پر مهمو امنیتي دندو ټاکلي دي. د ده هدف معلوم دی: ده ته د وفادارو ځواکونو د یوې ساتونکې حلقې جوړول ترڅو د هر ډول احتمالي بریدونو او داخلي ګواښ مخنیوی وکړي.

د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي په ځانګړي توګه سراج الدین حقاني هڅه کوي داسې وښیي چې د نړیوالې انزوا، د ښځو پر کار او زده کړو د بندیز او په افغانستان کې له شریعت څخه د سختدریځي تعبیر د پلي کولو مسوول په خپله هبت الله اخوندزاده دی.

بل لور ته، د طالبانو مشر هم د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو پر بهرنیو سفرونو شکمن دی. اطلاعات روز وړاندې راپور ورکړی و چې ملا هبت الله امر کړی چې د طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو پرمهال باید د ده د باور وړ کس موجود وي، ترڅو توافقات او مذاکرات په مستقیمه توګه وڅاري.

سراج الدین حقاني د روان کال پرمهال دوه ځله متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کړی دی. د ده وروستی سفر د سلواغې میاشتې پرمهال ترسره شو، هغه وخت چې نوموړي د اماراتو د دولت له مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره ولیدل او وروسته د عمرې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ. په دې سفر کې د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم له نوموړي سره ملګری و.

د پام وړ خبره داده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوازې هغه مهال دا سفر رسنیز کړ چې کله یې انځورونه او ویډیوګانې په عربي رسنیو کې خپاره شول. په داسې حال کې چې د لوړپوړو طالب چارواکو رسمي سفرونه هر وخت د مجاهد له لوري بې له ځنډه اعلانېږي.

د همدې بدلونونو په لړ کې د روانې میاشتې پرمهال د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر قطر ته ولاړ او د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني سره یې ولیدل. د امریکا دوې لویي پوځي اډې په متحده عربي اماراتو او قطر کې دي.

ملا هبت الله د یو شمېر طالب چارواکو د ډیپلوماټیکو تحرکاتو په اړه اندېښمن دی. د ۲۰۲۰ کال له فبروري راهیسې چې کله د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د دوحې توافق‌لیک لاسلیک شو، د لوېدیځ په ځانګړې توګه د امریکا له یو شمېر چینلونو سره د یو شمېر طالب چارواکو د مذاکرې احتمال شته.

د طالبانو مشر چې د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې انعطاف نه منونکې تګلاره لري او د ښځو د ځپنې او ټولنیزو ازادیو د محدودولو پلوي دی، په کندهار کې یې د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو سره هممهاله امنیتي تدابیر سخت کړي دي. دی هڅه کوي چې د مولوي عبدالاحد طالب په ګډون ځان ته د وفادارو ځواکونو په مټ د یوه امنیتي سپر په رامنځته کولو سره هر ډول داخلي بغاوت مهار کړي.

د طالبانو هرکلی کله چې مولوي عبدالاحد په هلمند کې د ډلې والي و/ باختر

په کندهار کې د واک ټینګښت

د طالبانو مشر کندهار د حکومت په غیر رسمي پلازمېنه بدل کړی دی. د طالبانو د کابینې ځينې غونډې د کابل پر ځای کندهار کې او د ملا هبت الله تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره کېږي. د سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې او د طالبانو د نورو ډلو ترمنځ د اختلافاتو په زیاتېدو سره ملا هبت الله هڅه کړې چې خپلې حلقې ته وفادار خلک په کندهار کې پر مهمو دندو وګماري.

په همدې لړ کې د ۱۴۰۲ کال د غویي میاشتې پرمهال محمد علي حنفي چې په ملا شیرین مشهور دی او – د طالبانو له بنسټګرانو او د ملاعمر له نږدې اشخاصو څخه دی – د کندهار د والي په توګه وټاکل شو. دی د ملا هبت الله یو تر ټولو د باور وړ کس بلل کېږي. اوس مهال په کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندان په توګه د مولوي عبدالاحد طالب په ټاکل کېدو سره د دې ډلې د مشر لپاره امنیتي ساحه نوره هم پراخه شوې ده.

په کندهار کې ځایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په دې ښار کې امنیتي تدابیر سخت زیات شوي. کندهار ته د ننوتلو دروازې سختې څارل کېږي او په وروستیو میاشتو کې پلټونکې پوستې هم زیاتې شوې دي.

د افغانستان د تېر حکومت پرمهال په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو یوه تر ټولو مهمه نظامي اډه وه چې د دولت تر سقوط وروسته طالبانو ته په لاس ورغله. دا قول اردو چې طالبانو یې نوم په «البدر» اړولی دی، پرمختللې وسلې لري او اوس چې د طالبانو د مشر په واک کې ده، د هغې مانوري ځواک یې نور هم زیات کړی دی.

د طالبانو د مشر د ساتونکې قطعې یوه مهمه برخه د دې ډلې ځانمرګي ځواکونه دي. ملا هبت الله پر دې ځواکونو ډېره اتکا کوي، ویل کېږي چې هغوی به د نوموړي د ساتنې لپاره ځان قربانوي. له همدې کبله نوموړی دا ځواک د داخلي ګواښونو پر وړاندې د خپلې بقا ضامن بولي.