له کله راهیسې چې طالبانو پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړې د ټول هېواد په کچه د مدرسو جوړولو ګراف لوړ شوی او هر کال زرګونه کسان له مدرسو فارغېږي چې دې چارې عصري زده کړې اغېزمنې کړې دي.
کونړ او نورستان کې ځايي خلک شکایت کوي، چې مدرسو ته د طالبانو ځانګړې توجه، تبلیغاتو او په حکومتي دندو کې د دیني زده کړو شرایطو ډېری کورنۍ اړې کړي چې خپل اولادونه د ښوونځیو او عصري زده کړو پرځای په جبري ډول مدرسو ته واستوي چې له امله یې د مدرسو ګڼ زده کوونکي له کوره نامعلوم لوري ته تېښه کوي.
دوی وايي، د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړو ته اشده اړتیا ده او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې له عصري زده کړو سره د دښمنۍ پرځای دې نارینه او ښځینه قشر ته ځانګړي فرصتونه را برابر کړي.
نعمت الله چې د کونړ د چپې درې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او خپل پلار په مرکز اسعداباد کې د ښوونځي پر ځای په یوه مدرسه کې شامل کړی و له مدرسې وتلی او نامعلومه لاره یې خپله کړې وه.
ځايي خلک وايي، نوموړی خپل پلار په جبري ډول د ښوونځي پر ځای د مدرسې پر دروازه ننویستی و چې ماشوم له مدرسې سره د نه علاقې له امله له مدرسې وتلی او له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې لا درکه کېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی.
د چپې درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي ګل امین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «دا هلک یې پلار له شپږم ټولګي ویستلی و او په زوره یې مدرسه کې داخل کړ، هلک شاوخوا یو کال مدرسه وویله؛ خو علاقه یې ورسره نه وه، هر وخت به یې پلار سره جنجال و چې زه بېرته ښوونځي ته ځم؛ خو پلار یې ورته ویل چې هملته ځان ټینګ کړه او مکتب ته به نور نه راځې، همدا وه چې هلک له مدرسې تښتېدلی و او یوه میاشت وروسته پیدا شو او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.»
کونړ مېشتي وايي، واک ته د طالبانو له رسېد وروسته د ښوونځیو پرځای د طالبانو اړوند مدرسو ته د زده کوونکو جلب زیات شوی او دا چاره د دې لامل شوې چې زده کوونکي د ښوونځي او عصري زده کړو پر ځای د مدرسو لار خپله کړي.
دوی وايي، د کورنیو له لوري په جبري ډول د ښوونځیو پر ځای مدرسو ته د خپلو اولادونو استولو د زده کوونکو پر روان منفي اغېز شیندلی او د هغوی راتلوونکی یې له جدي اندېښنو سره مخ کړی.
د کونړ د مرکز اسعداباد ښار اړوند قومي مشر ذاکر شاه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د پلرونو له خوا په زور مدرسو ته د خپلو بچیانو لېږلو شاګردان له روحي پلوه سخت زیانمن کړي، د مکتب درسونو نه هم وتلي؛ خو د مدرسې درسونه هم نه شي زده کولی، ټول شاګردان له رواني ناروغیو سره مخ شوي، ځکه پر هر یو د خپل پلار له لوري بوج دی او دغه بوج دوی نه شي پورته کولی، شاګردان له سخت نامعلوم برخلیک سره لاس او ګرېوان دي.»
یو شمېر نور بیا وايي، د پلرونو له لوري د ښوونځیو پر ځای په مدرسو کې د خپلو اولادونو شاملول د طالبانو د حکومت له لوري د هغو شرایطو چې د دندې لپاره د دیني زده کړو اسناد درلودل حتمي دي د پوره کولو هلې ځلې دي.
د کونړ مېشتو په وینا؛ که د طالبانو د حکومت له لوري دندې اخېستو ته د دیني زده کړو شرطونو فرهنګ له منځه ولاړ نه شي، نو لېرې نه ده چې راتلوونکو څو کلونو کې به د نجونو په څېر د هلکانو پرمخ هم د ښوونځیو دروازې هم وتړل شي.
د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي شرافت یوسفزی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «مدرسو ته د خلکو لېوالتیا په دې زیاته شوې چې طالبانو په دولتي ادارو کې د دیني مدرسو فارغان مقرر کړي او دا بهیر په چټکۍ روان دی، باید طالبان په ادارو کې د دندو لپاره د مسلکیتوب شرایط وضع کړي، د دوی دغو شرایطو خو ټول خلک مجبور کړي چې خپل بچیان د مکتب پر ځای مدرسې ته ولېږي، که دا حال وي په لږ وخت کې مکتبونو کې د شاګردانو تعداد په بې مثاله ډول کم شي.»
کونړ کې د دیني مدرسو یو شمېر زده کوونکي بیا د خپلو استادانو له ناسم چلند او غیر معیاري تدریسي بهیر شکایت کوي.
زده کوونکي وايي، د ګڼو مدرسو استادان له زده کوونکو سره د نرم چلند پر ځای له وهلو ډبولو کار اخلي چې دوی یې له رواني پلوه اغېزمن او له زده کړو زړه توري کړي.
کوچنی تسل چې د کونړ د مرکز اسعداباد ښار د «دم کلي» اوسېدونکی دی او په مدرسه کې د خپل استاد له لوري سخت وهل شوی او ډبول شوی و اطلاعات روز ورځپاڼې سره کیسه کوي: «زه خپل پلار په مدرسه کې اچولی وم، شاوخوا یو نیم کال مخکې مې یوه ورځ دیني درس سم زده نه و، استاد مې په لښتو او د اوبو په پایپ ډېر زیات ووهلم، حتی تر دې چې مخ مې چاپې ـ چاپې شو، د یوه غوږ پردو مې زور ولیده، له همغې ورځې وروسته مې مدرسه پرېښوده، زړه مې ترې تور شوی، د مدرسې د استاد له لاسه مې حتی مکتب ته هم زړه نه کېږي.»
بل لور ته نورستان کې هم یو شمېر خلک شکایت کوي. چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ولایت کې هم له یوه لوري د مدرسو شمېر زیات شوی او له بل لوري ګڼې کورنۍ خپل اولادونه د ښوونځيو پرځای مدرسو ته استوي.
دوی وايي، د طالبانو رژیم له رامنځته کېدو وروسته دغلته هم د عصري زده کړو پر ځای د ملایېزم فرهنګ غوړېدلی او خلکو د لومړیتوبونو پرځای پر نورو لارو قدم اخېستل پیل کړي.
د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکی عبدالصمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «نورستان کې هم د نورو ولایتونو په شان خلکو مکتبونو ته شاه کړې او مدرسو ته یې زور ورکړی، زیاتره کورنۍ خپل اولادونه په زور مدرسو ته لېږي چې دا کار د ماشومانو له روښانه راتلوونکې سره ظالمانه چلند او د بشر حقونو ضد عمل دی.»
د دې ولایت اوسېدونکي وايي، د کورنیو له لوري په زور د خپلو اولادونو استولو له امله له مدرسو د نورستانیو ماشومانو د تېښتې لړۍ هم زیاته شوې.
د نورستان د منډول ولسوالۍ د پوشال کلي اوسېدونکی غلام الله یو له هغو کوچنیو ماشومانو دی چې د خپل پلار له لوري د ښوونځي پر ځای په جبري ډول د لغمان اړوند یوې مدرسې ته لېږدول شوی و چې له هغه ځایه وتلی او پر نامعلوم لوري ته تللی او تر اوسه یې درک نشته دی.
د منډول ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد طاهر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «شاوخوا دوه هفتې وړاندې د غلام الله په نوم یو دولس کلن ماشوم په لغمان کې امام خراساني مدرسې یو زده کوونکی چې پلار یې په زور د مکتب پرځای مدرسې ته لېږلی و هلته د ذهني فشار له امله له مدرسې وتلی او نامعلوم ځای ته تللی چې تر اوسه نه دی موندل شوی، دا ټول د پلرونو له خوا له خپلو بچیانو سره سخت ظلم او حتی دښمني ده؛ ځکه له هغوی د خپل ژوند د انتخاب اخېستل کېږي او پرته له لېوالتیا پرې نورې زده کړې کېږي.»
نورستان مېشتي وايي، نوی نسل تر بل هر وخت عصري زده کړو ته اړتیا لري او غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې په دې برخه کې له توپیریز چلند لاس واخلي.
دوی دغه راز له کورنیو غواړي چې خپلو اولادونو ته دې د زده کړو د انتخاب حق ورکړي او هغوی پرېږدي چې د دیني زده کړو ترڅنګ په عصري برخه کې هم زده کړې وکړي، ترڅو له دې لارې خپلو موخه ته ځان ورسوي.
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی اسلام الدین نوري له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زما غوښتنه دا ده چې هم دې حکومت [طالبان] او هم دې خلک ماشومانو ته اجازه ورکړي چې له دیني تعلیم سره ـ سره مکتب او عصري تعلیم هم وکړي، ځکه اوسنۍ دنیا د دیني تعلیم ترڅنګ عصري زده کړو ته هم اشده اړتیا لري او باید طالبان دې برخه کې د دښمنۍ پرځای ځانګړي فرصتونه رامنځته کړي.»
موږ هڅه وکړه چې په کونړ او نورستان کې د دیني مدرسو او د شاګردانو د شمېر او د خلکو د شکایتونو په تړاو په دغو ولایتونو کې د طالب مسوولینو نظر هم ولرو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ټول هېواد په کچه د مدرسو شمېر زیات شوی او د حاکم رژیم له لوري له ځانګړې پاملرنې برخمنې شوي چې دې چارې د ښوونځیو پر بهیر منفي اغېز کړی.
د طالبانو د حکومت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کوچنیو مدرسو سربېره یوه ـ یوه جهادي مدرسه هم جوړه کړې او موخه یې دا ده چې له دې لارې د طالبانو حکومت نظامي او تبلیغاتي لیکې پیاوړې کړي.