اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل او د نجونو پر زده کړو د دوامدار بندیز سره شاوخوا ۴۰۰زره نورې نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې شوې، چې دې سره یې شمیر ۲.۲ مېلیونو ته ورسید.
د یونیسف اجرایوي مدیرې کاترین راسل نن (شنبه، ۲ د وري) په یوې بیانیه کې ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز د مېلیونونو افغان نجونو راتلونکي ته زیان رسوي.
هغې یادونه کړې چې که چیرې دا بندیز تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، نو له څلورو مېلیونو څخه ډیرې نجونې به د لومړني ښوونځي هاخوا د زده کړو له حق څخه محرومې شي.
کاترین راسل پر زده کړو د بندیز پایلې د دې نجونو او افغانستان لپاره ناورینونکې بللې دي.
هغې په وینا، دا بندیز به د هیواد په روغتیا سیسټم، اقتصاد او راتلونکي منفي اغیزه وکړي.
د یونیسف مدیرې ویلي: «دېته په پام سره چې لږې نجونې زده کړې ترلاسه کوي، نو دوی په ماشومتوب کې د ودونو له لوی خطر سره مخ کېږي، چې د دوی د هوساینې او روغتیا لپاره منفي پایلې لري. سربېره پر دې هیواد به د وړ ښځینه روغتیایی کارکوونکو له کمښت سره مخ شي، چې دا چاره ژوند په خطر کې اچوي.»
هغې زیاته کړې چې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له امله، نجونې او ښځې به هغه طبي درملنه او ملاتړ ترلاسه نه کړي چې دوی ورته اړتیا لري.
کاترین راسل ویلي: «موږ د میندو د مړینې ۱۶۰۰ او د ماشومانو د مړینې ۳۵۰۰ اټکل کوو. دا یوازې شمېرې نه دي، بلکې له لاسه ورکړل شوي ژوندونونو او د ماتو شویو کورنیو ښکارندوی کوي.»
نوموړې په ټینګار سره ویلي: «په افغانستان کې له دریو کلونو څخه زیات د نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. اوس باید ټولو نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځيو ته لاړې شي. که چیرې دا وړې او هوښیارې ځوانې نجونې د زده کړې څخه محرومې پاتې شي، نو پایلې به یې تر نسلونو پورې دوام وکړي. افغانستان نه شي کولی د خپل نفوس نیمایي برخه شاته پریږدي.»
د یونیسف اجرایوي مدیرې د خپلو خبرو په دوام کې افغان ماشومانو سره د دې سازمان د مرستو ډاډ ورکړی دی.
هغې ویلي، د نجونو پر زده کړو د بندیز سره سره، یونیسف د ټولنې پر بنسټ زده کړو له لارې ۴۴۵زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي.
د یونیسف اجرایوي مدیرې پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر تعلیم بندیز ختم کړي.
هغه ټینګار کړی چې «تعلیم یوازې یو بنسټیز حق نه دی، بلکې دا د یوې روغې، باثباته او سوکاله ټولنې لپاره یوه لاره ده».
طالبانو د پنجشنبې په ورځ د نوي ښوونیز کال پیل په موخه د ښوونځي زنګ وواهه.
دا څلورم ښوونیز کال دی چې افغان نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.
طالبانو د هیواد د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته، نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او د پوهنتون له زده کړو څخه محرومې کړې دي.