په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده، چې له امله یې ګڼ شمیر افغانان د کار موندلو په موخه ګاونډ ایران او نورو هیوادونو ته د تلو هڅه کوي. هیواد کې اقتصادي ستونزې، د رسمي سفر محدودیتونه، او ایران کې د کار بازار ته اسان لاسرسی هغه عوامل دي چې افغانان د غیرې قانوني سفرونو انتخاب ته مجبوروي.
د معلوماتو له مخې دامهال د نیمروز ولایت له لارې هره ورځ تر ۲۰۰۰ پورې افغانان د قانوني لارو د نشتون له کبله بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران ته په قاچاقي لارو سفر کوي، چې دې وضعیت له یوې خوا قاچاقبرو ته د اسانې ګټې فرصت په لاس ورکړی او له بلې خوا بیا ځوانان د ناڅرګند راتلونکي پر لور په خطرناکو لارو خپل ژوند د مرګ په خوله کې ورکوي.
د انساني قاچاق شبکې
موږ نيمروز کې د انساني قاچاق د يوې ډلې د هغه غړې سره خبرې کړي چې خلک په غيرې قانوني ډول بهرنيو هېوادونو ته اړوي. دغه کس چې موږ په مستعار نوم محمدرحيم یاد کړی، وايي چې يو انساني قاچاقبر په نږدې ټول افغانستان کې غړي او ملګري لري او د هغوی په مرسته د ځوانانو ډلې برابروي او دوی یې بیا تر نورو هیوادونو یې رسوي.
نوموړی زیاتوي، د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې که څوک وغواړي په قاچاقي ډول بهر ته ولاړ شي کولای شي په خپل شاوخوا کې داسې کسان پیداکړي، چې دوی له قاچاقبر سره وصل کړي او قاچاقبر بیا د معلومو پیسو په بدل کې ځوانانو ته د ایران، ترکیې او اروپا ته د اسان سفر ژمنې ورکوي.
هغه وویل: «ټول هغه انساني قاچاقبران چې فعاله دي د افغانستان په هر ولايت کې خپل خلک لري هغوی ته څه اندازه پيسې ورکوي، هغوی په خپل ولايت کې نورو ځوانانو ته وايي چې که غواړی بهر ته ولاړ شي اسانه لاره ورته معلومه ده، بل داچې کله چې يو څوک ځي قاچاقبر ورته وايي، که ته ۱۰ نور ځوانان موږ ته پیدا کړي ستا د سفر پیسې نه درڅخه غواړو.»
محمد رحیم زیاتوي، هر قاچاقبر يو ډله ځوانان چې شمير يې د ۲۰۰ څخه نيولي تر ۵۰۰ پورې رسيږي جوړوي او بیا يې په غيرې قانوني ډول آن د ايران تر مرکزي ښارونو پورې رسوي.
نوموړی وايي، چې د نيمروز ولايت څخه تر ايران هېواد پورې د يو ځوان د قاچاقي سفر لګښت له ۱۵ زره افغانيو څخه تر ۳۰ زره افغانيو پورې رسیږي او هغه ډلې چې انساني قاچاق کوي، په ځينو ځايونو کې ځوانان په پټو موټرو کې انتقالوي او په ځينو نورو ځایونو کې بیا پلي مزل کوي، خو په وینا یې چې په سختو او خطرناک ځايونو کې قاچاقبران د ايران له سرحدي پوليسو اړیکې ټینګوي او د پیسو په بدل کې خپلې ډلې له هغه ځایه اړوي.
هغه وویل: «د لارو په اوږدو کې ځينو سيمو کې په سرپټ او سرلوڅو موټرو کې ځې بیا پیاده تګ کوي ځينو ځايونو کې د پولیسو سره قاچاقبران لاس لري کله چې ايران ته ورسيږي بیا سرپټي غټ موټر شته په هغه کې مرکزې ښارونو ته انتقالوي.»
د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه د طالبانو هڅې
د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د قانوني لارو محدودیت د دې لامل شوی چې افغان ځوانان د کار موندلو په موخه قاچاقي لارو ته مخ کړي، خو دا لارې د مرګ ژوبلې خالي نه دي او وخت ناوخت د ځوانان د مرګ راپورونه ورکول کېږي.
دې وضعیت ته په کتو د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده خپلو اړوند چارواکو ته د قاچاقبرو د تعقیب او نیولو امر کړی دی. هبت الله په دغه فرمان کې د خپلې ډلې د کورنیو چارو، دفاع، سرحدونو او قبایلو وزارت او استخباراتو ادرې ته امر کړی، چې انساني قاچاقبر تعقیب او بندي کړي.
د طالبانو مشر انساني قاچاق «غیري شرعي» عمل بللی او د خپلې ډلې د کورنیو چارو وزارت ته یې امر کړی چې انساني قاچاقبران له نیولو وروسته، د سزا لپاره نظامي محكمو ته معرفي کړي.
خو، نيمروز کې د انساني قاچاق زیاتوالي او نه کنټرول طالبان اړ کړي، چې د خپل مشر د دغه فرمان د ښه وضاحت لپاره دغلته عامو خلکو ته څو ورځنی سمينار جوړ کړي او خلک په دې وپوهوي چې د انساني قاچاق ناوړه پایلې لري او په دې برخه کې ډيره ګټه قاچاقبرو ته رسیږي.
نیمروز کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۳مه په دې ولایت کې د «انساني قاچاق د زیانونو او ناوړه پایلو» تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمنار وړاندې کړ او ځوانانو ته لارښوونه وشوه چې خپل ځانونه دې د قاچاقبرو په لاس کې نه ورکوي.
په دې ولایت کې د طالبانو د عامه پوهاوي پروګرامونو سره سره بیا هم انساني قاچاق دوام پیداکړی او دغلته ځایي طالبان اړ شوي چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي.
نيمروز کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول مولوي ګل محمد قدرت وايي، هغه کسان چې په قاچاقي ډول ځوانان بهرنيو هېوادونو ته وړي، دوی يې د نيول کيدو هڅې کوي او په خبره يې چې تر اوسه يې ۳۵۰ کسان د انساني قاچاق په تور نیولي او خپلو عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
هغه وویل: «د نیمروز د پولیسو د قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې څانګې په حقیقت کې د ۱۴۰۳ هجري قمري کال د دلوې په میاشت کې په دې ولایت کې ۳۵۰ انساني قاچاق وړونکي نیولي دي.»
بې کاري، د طالبانو محدودیتونه او غیرې قانوني لارې
په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو ده، او ډېری افغانان د کار نشتون له امله ایران او نورو هیوادونو ته په مرګونو لارو د تلو هڅه کوي. د قاچاقبرانو په وینا، د خلکو فقر، د رسمي لارو محدودیت او ایران کې د کار بازار ته اسانه لاسرسی هغه عوامل دي، چې خلک غیر قانوني سفرونو ته زړه ښه کوي.
يو قاچاقبر د نوم نه یادولو په شرط وویل: «موږ دا کار له مجبورۍ کوو، هره ورځ زرګونه خلک زموږ دروازې ته راځي، وايي چې موږ ته ایران ته د تګ لاره پیدا کړئ، موږ هم که دا کار ونه کړو، د خپلو کورنیو لپاره د نفقې بله لاره نه لرو.»
د نيمروز اوسیدونکی ۳۰ کلن عبدالودود چې شاوخوا ۳ مياشتې وړاندې د ايران څخه په جبرې ډول راشړل شوی، وايي چې يو کال وړاندې ورته قاچاقرو وويل، چې دلته کار نه پیدا کېږي او په ايران هېواد کې د دی ځای په پرتله څو برابره ښه عايد پیدا کولای شي.
نوموړی وايي، چې هغوی ورته ويل چې په پنځه ساعتو کې يې ايران ته رسوي، خو په خبره يې چې قاچاقبرو د ځوانانو شاوخوا ۳۶ کسیزه ډله په یوه موټر پورته کړه او ۶ ورځې یې ورباندې په لاره کې تېرې کړي، چې په همدې ترڅ کې د زیاتې ګرمۍ او نورو ستونزو له کبله پنځه ځوانان مړه شول او قاچاقبرو یې هیڅ پروا هم ونکړه.
بلخوا د چارو کاپوهان وايي، چې په هېواد کې د کار نشتون، پر عامو خلکو د طالبانو محدوديتونه، په دولتي ادارو کې تحصيل لرونکو ځوانانو ته د کار نه ورکړه هغه ستر لاملونه دي چې خلک اړ کېږي ترڅو پر قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته ولاړ شي.
د سياسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت د انديښمنې په څرګندولو سره زیاتوي، که طالبانو خپل دغه ډول کړونو ته دوام ورکړي باور لري چې ډير برخه خلک به په قاچاقي ډول هېواد پريږدي.
هغه وویل: «په دولتي جوړښت کې په تعليمي موسېسو کې ګډون دا بيخي اړتيا ده زما په باور باندې اسلامي امارت باید يو اداره رامنځته کړي هغه کسان چې قاچاقي تللي دي هغوی بیرته رادعوت کړي او په ادارو کې دندې ورکړي.»