د خلکو له بنسټیزو اړتیاوو انکار او پر مدرسو او جوماتونو پانګونه

کونړ او نورستان کې ځايي خلک شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د خلکو د اساسي اړتیاوو او ستونزو د حل پرځای د خپلو لیکو د پیاوړتیا او په راتلوونکي کې د «افراطیت» د زیاتوالي په موخه پر مدرسو پانګونه زیاته کړې.

دوی وايي، په دې ولایتونو کې په تېرو شاوخوا درې نیمو کلونو کې هېڅ بنسټیزه پراختیايي پروژه نه ده بشپړه شوې او حاکمې ډلې یوازې پر خلکو د خپل فکر د تحمیلولو په موخه مدرسو ته پام زیات کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې په دغو ولایتونو کې بېکاري او اقتصادي ستونزې تر بل هر وخت زیاتې شوي؛ خو طالبان د ولسي ستونزو د حل پرځای د سخت دریځۍ پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي.

د کونړ ولایت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وايي، وروسته له هغه چې طالبانو پر ټول افغانستان نظامي ولکه ټینګه کړې په دې ولایت کې د مدرسو جوړولو لړۍ چټکه شوې.

دوی وايي، په تېرو درې نیمو کلونو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼې مدرسې جوړې شوي چې د طالبانو له ځانګړي مالي امتیاز هم برخمنې دي او دې ډلې د ولسي خلکو اساسي غوښتنې له پامه غورځولي دي.

د کونړ د مرکز اسعد‌اباد ښار اوسېدونکی محمد وارث له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «امارت [طالبانو] په تېرو څو کلونو کې په کونړ کې دومره مدرسې جوړې کړي چې شمېر یې نشته، په هرې ولسوالۍ کې یې نوې مدرسې جوړې کړي، پراخ امتیازات یې ورته ځانګړي کړي په داسې حال کې چې خلک له سختې بې روزګارۍ او ژورو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.»

کونړ مېشتي وايي، طالبانو د مدرسو د جوړولو له امله د خلکو له اساسي اړتیاوو مخ ګرځولی او ټول پام یې د مدرسو جوړونې ته اړولی چې له امله یې د ولسي خلکو ستونزې ورځ بلې ته په ډېرېدو دي.

خلک وايي، اقتصادي ستونزو، بې وزلۍ او بې روزګارۍ له سختې لوږې سره مخ کړي چې د دې چارې له امله پر رواني ستونزو اخته او آن ځان وژنې ته اړ شوي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی امید میاخېل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبان چې واک ته رسېدلي، نو ټول پام یې مدرسو ته کړی، نه د خلکو د اقتصاد ښه کولو په غم کې دي، نه خلکو ته د کار روزګار پیدا کولو او نه هم د اساسي پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره اقدامات کوي، بس یوازې پر خلکو د خپل فکر د تحمیلولو او د سخت دریځۍ صف د پیاوړتیا لپاره کار کوي؛ ترڅو یې راتلوونکي لپاره خپلې لیکې پیاوړې شي، خلک له سختې لوږې سره مخ دي او دوی د مدرسو جوړولو ته کش ورکړی.»

د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ کوړنګل درې ته غځېدلی خراب او کنډوکپر سړک چې ځايي خلک یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي/ اطلاعات روز ته استول شوی

د کونړ د لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي هم نیوکه کوي چې د تېر جمهوري نظام پرمهال یې د طالبانو د ناامنیو له امله د سړکونو، روغتونونو، ښوونځیو او نورو عامه خدمتونو ته پام نه کېده او واک ته د طالبانو پر رسېدو یې هم ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې.

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ د کوړنګل درې اوسېدونکي وايي، د ژوند له ټولو لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي او د طالبانو حاکم رژیم هم له دوی سره د ژمنو پر نه عملي کولو تورنوي.

د کوړنګل درې اوسېدونکي حاجي عارف خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «زمونږ درې ته تر اوسه سړک جوړ نه شو، په دې دره کې شاوخوا ۳۰ زره کورنۍ ژوند کوي، نه روغتون لرو، نه لېسه لرو، له سختو مشکلاتو سره مخ یو، چې ګورو حکومت [طالبان] په هر ولایت او د افغانستان په ګوټ ـ ګوټ کې د مدرسو پر جوړولو بوخت دی؛ خو خلک چې یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي کیسه کې یې نه دي.»

یو شمېر سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې په کونړ او نورستان ولایتونو کې شاوخوا څلوېښت جوماتونه او مدرسې جوړې کړي او دا لړۍ لاهم په چټکۍ دوام لري.

کونړ مېشتي وايي، طالبانو د خلکو د لومړنیو اړتیاوو پرځای د مدرسو او جوماتونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی چې دې چارې ورځ تر بلې د خلکو ستونزې ډېرې کړي.

د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار اوسېدونکی محمد نظر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبانو د خپل واک له لومړۍ ورځې تر اوسه په کونړ او نورستان کې شاوخوا ۴۰ مدرسې او جوماتونه جوړ کړي او په هره مدرسه کې په لسهاوو کسان زده کړې کوي، په دې کې ډېرو مدرسو ته طالبان مالي امکانات برابروي؛ خو چې خلک له لوږې مري، له بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو په رواني تکلیف اخته دي هېڅ ورته اقدامات نه کوي، خلک تباه شول، ورځ بلې ته مشکلات په زیاتېدو دي.»

د کونړ ـ نورستان لویه لار چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې یې د جوړونې بې شمېره ژمنو سره سره یې ځايي خلک له سختو ستونزو سر ټکوي/ خواله رسنۍ

په ورته مهال د نورستان اوسېدونکي هم د عامه خدمتونو او عصري زده کړو پرځای د مدرسو زیاتوالي اندېښمن کړي او دا چاره د هېواد د روښانه راتلوونکې پر وړاندې ستر خنډ بولي.

دوی وايي، د ټولګټو پروژو کمښت او د کاري فرصتونو نشتوالي خلک له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ کړي چې دې چارې د خلکو پر روان منفي اغېز شیندلی.

د نورستان د مرکز پارون ښار اوسېدونکی بهرام خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «چې دا نظام راغلی هر څه د مدرسې لپاره خاص کوي، د مکتبونو حقوق هم مدرسو ته ورکوي، د غریبو په نوم راغلې مرستې هم مدرسو ته خاص کوي، د مدرسو اوسنی حال چې ګورم د افغانستان آینده سخته تیاره ده، عام المنفعه پروژې بېخي کمې شوي، دولتي دندو کې ټول د طالبانو خپل کسان دي، کاري فرصتونه نشته، خلک له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي، خلک نور په رواني ناروغیو اخته شوي.»

د نورستان خلک وایي، چې دوی داسې ګڼله چې د طالبانو رژیم به د خلکو د ژوند ښه والي لپاره کار وکړي، خو د ځايي خلکو په خبره؛ دا ډله د عامو خلکو د ژوند ښه والي لپاره هېڅ ډول تګلاره پلې نه کړه.

دوی د طالبانو له رژیم غوښتنه کوي چې پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي او د افراطیت د پیاوړتیا پرځای دې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکي اعجازالحق له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبان چې کله واک ته ورسېدل له همغې ورځې تر اوسه یې له خلکو سره وعدې کړي چې د ولسونو ژوند ښه والي ته به کار کوي، کاري فرصتونه به ور برابروي؛ خو تر اوسه یې یوه ژمنه هم پوره نه کړه، زمونږ غوښتنه دا ده چې دوی په اوس وخت کې پر ناسم لور روان دي، باید افراطیت پرېږدي او د خلکو اساسي ستونزو ته چې روغتیا، پوهنه، سړکونه، کار ـ روزګار او نور څه دي رسیده‌ګي وکړي.»

د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې له یوې مدرسې څخه د لسګونه نجونو د فراغت مراسم/ خواله رسنۍ

د معلوماتو له مخې پر هر جومات او مدرسې د اټکل له مخې له دوه نیولې تر پنځه مېلیونه افغانیو لګښت راځي او باور دا دی چې پر دغو پیسو د خلکو ګڼو لومړنیو ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه کېږي.

موږ هڅه وکړه چې په کونړ او نورستان کې د طالبانو د ځايي مسوولینو نظر هم ولرو؛ خو له دوامدارو هلو ځلو سربېره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې ډلې رهبرۍ اعلان کړی چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې دې یوه یوه جهادي مدرسه جوړه شي چې ظاهراً د دغو مدرسو او جوماتونو له جوړولو موخه د طالبانو رژیم له لوري راتلوونکي لپاره د خپلو لیکو پیاوړي کول دي.