له کابله تر کعبې؛ د طالبانو اسراف کوونکي حاجیان

خالد محمدي

یوه ویډیو چې د مکې په یوه مجلل هوټل کې ثبت شوې ده، پکې ښکاري چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر او د دې ډلې مشر ته نږدې کسان د یوې کړکۍ له لارې مسجدالحرم او پر هغه تاوېدونکو طواف کوونکو حاجیانو ته ګوري. ده دا ویډیو پر ایکس ټولنیزې شبکې پر خپله پاڼه خپره کړې ده. د طالبانو غړو او پلویانو یې د دې ویډیو پراخ هرکلی کړی او د دې راپور د لیکلو تر وخته تر ۳۰ زره ځلې ډېره کتل شوې او تر ۶۰ ځلې زیاته شریکه شوې ده. د حج د سفر پرمهال طالب چارواکي په مجللو موټرو کې ګرځي، په لوکسو هوټلونو کې مېشت وي او د هوټل له کړکیو د طواف کوونکو سیلونه کوي. حج د طالبانو د دې حاجیانو لپاره یوازې دیني فریضه نه ده، بلکې د قدرت ښودنې، د خپلو پلویانو ترمنځ د حیثیت ثابتونې او له عربستان سره د خپلو سیاسي پیوندونو ښودنې یو ابزار هم دی.

د مسجدالحرم په شاوخوا دنګو ودانیو کې د میشتېدو لګښت د پام وړ دی او یوه شپه پکې له ۱۳۰ ډالرو پیلېږي؛ مګر د مسلمانانو د خاصو مذهبي ورځو په ځانګړي توګه د حج د مراسمو پرمهال دا لګښت نور هم لوړ وي. په عین مهال کې د طالبانو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په وینا، مسجدالحرم ته د کتلو له امله د دې هوټلونو د لوړو لګښتونو پرې کول کومه مسئله نه ده او په داسې ځایونو کې د اوسېدو مالي توان لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د کعبې د لیدلو په حال کې/ طالبان

طالبانو واک ته تر رسېدو وړاندې او د تاج او تخت د تر لاسه کولو په لومړیو وختونو کې د جمهوري حکومت د چارواکو د فساد، اسراف او زیات لګښت په تړاو پراخ تبلیغات کول. دوی د جمهوریت د تښتېدلو رهبرانو د مجللو ماڼیو په ښکاره کولو سره هڅه کوله چې د افغانستان وګړو ته وښیي چې د طالبانو د دوران په راتلو دا هر څه ختم شوي دي، مګر اوس د درې نیمو کلونو په تېرېدو سره داسې ښکاري چې د طالبانو د تجمل، سینګار یا شان او شوکت وخت هم رارسېدلی دی.

طالب چارواکي زیاتو هیوادونو ته سفر نه شي کولای. له همدې کبله ورته د حج سفر د تفریح او تجمل یوه ښه تجربه ده. واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو وروسته د حج مراسمو ته د دې ډلې د چارواکو، قومندانانو او ځانمرګو ځواکونو سفر په پام وړ توګه زیات شوی دی. مګر له دې هر څه سره-سره د دې لګښت لرونکو سفرونو مالي منابع مبهم دي، ځکه چې طالبان هیڅ داخلي او بهرني بنسټ ته د خپلې بودیجې پر لګښت د څار اجازه نه ورکوي – او نه هم د دې ډلې د چارواکو او ځواکونو د حج د سفر په تړاو معلومات ورکوي.

د تېرو درې نیمو کلونو پرمهال چې طالبان واک ته رسېدلي، د دې ډلې د ډېرو چارواکو او قومندانانو د ژوند ډول په محسوسه توګه تغییر شوی دی. هغوی نن په مرمۍ ضد موټرو کې ګرځي، په مجللو کورونو کې ژوند کوي، د سعودي عربستان په ګډون لوړ لګښت لرونکي بهرني سفرونه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه توګه اعلان کړی چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سعودي عربستان ته سفر کړی دی. ده داسې عکسونه او ویډیوګانې خپاره کړي چې ښیي امیر خان متقي د مسجدالحرم په شاوخوا کې د عربستان د شاهي حکومت اړوندو ساتونکو له لوري بدرګه کېږي.

ذبیح الله مجاهد د دې سفر په تړاو لیکلي: «دا سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره مهم ګام دی. د سعودي عربستان د چارواکو له لوري عالي پروټوکولونو او تاوده هرکلي ته په پام دا د دې هیواد حسن نیت او ښې اړیکې ښیي.»

د ډېری شنونکو په اند، د سعودي عربستان له لوري امیر خان متقي ته د ساتونکو ځانګړي کول هغه موضوع ده چې د طالبانو د ویاند له لوري تر خپلې کچې زیاته لوړه شوې، ترڅو وښيي چې له عربستان سره د طالبانو اړیکې د پیاوړي کېدو په حال کې دي. په عین مهال کې، د دې راپور د چمتو کېدو تر وخته د سعودي هیڅ رسمي چارواکي له امیر خان متقي سره علني ملاقات نه دی کړی. عربستان ته د طالبانو د نورو لوړپوړو چارواکو د سفرونو په توګه د دې سفر لګښت هم په زیات احتمال د افغانستان له عمومي بودیجې ورکړل شوی دی.

بل اړخ ته د طالبانو لوړپوړو چارواکو او قومندانانو په ځلونو د حج د مناسکو د ادا کولو او یا هم عمرې په پلمه په ځلونو عربستان ته سفر کړی دی. د بېلګې په توګه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د تېر یوه کال پرمهال هم حج ته تللی دی او هم یې په عمره حج کې ګډون کړی دی. له حقاني شبکې سره تړلې تبلیغاتي دستګاه دې ته ځانګړی پوښښ ورکړی او هڅه یې کړې چې داسې وښیي چې له عربستان سره د دې شبکې اړیکې نوې مرحلې ته ننوتې دي.

د تیرې سلواغې میاشتې پرمهال سراج الدین حقاني په کابل کې د عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره ولیدل او په دې لیدنه کې یې د طالبانو او عربستان ترمنځ د اړیکو پر ښه والي ټینګار وکړ. تر دې لیدنې وروسته سراج الدین حقاني نور د کورنیو چارو وزارت ته نه ولاړ او نه یې هم تر دې وروسته له بل چا سره لیدلي دي. راپورونه وایي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پر محور له کندهارۍ حلقې سره د اختلاف او خپلمنځي شخړو له امله نوموړی وزارت ته له تللو ډډه کوي.

سعودي عربستان د طالبانو د لومړۍ دورې ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې، یو له هغو محدود شمېر هیوادونو څخه و چې د دې ډلې رژیم یې په رسمیت وپېژاند. مګر د القاعده شبکې له لوري د ۱۱ سپټمبر تر بریدونو وروسته یې له طالبانو سره خپلې اړیکې غوڅې کړې، خو اوس داسې ښکاري چې ریاض د دې اړیکو او مناسباتو د بیرته رغونې په لټه دی.

همدې ته په پام، داسې ښکاري چې سعودي عربستان د حج مراسمو ته د ورتلونکو طالب مشرانو او ځواکونو پر ورتګ هیڅ ډول محدودیت نه دی لګولی.

سراج الدین حقاني له حج څخه تر راستنیدو وروسته په کابل کې/ طالبان

د انتحار مدیران د حج په سفر کې

تېر کال طالبانو ادعا وکړه چې د طالبانو د استخباراتو مرستیال او د دې ډلې د ځانمرګو بریدونو متفکر تاجمیر جواد حج ته تللی دی. د ځانمرګو ځواکونو او د طالبانو د سرې قطعې د عملیاتو په تنظیم کې د مهم رول لرلو له امله د نوموړي هیڅ عکس او یا هم داسې ویډیو نه ده خپره شوې چې څېره یې پکې ښکاره شي. یوازې یوه ویډیو چې یې خپره شوې، په یوه نخودي رنګ څادر کې نغښتی خو څېره یې نه ښکاري.

د طالبانو د ځانمرګو بریدونو له امله په زرګونو ملکي وګړي وژل شوي دي. مګر بیا هم دې ډلې د تېرو درې نیمو کلونو پرمهال په پرلپسې توګه له دې ځواکونو دفاع کړې او د وژل شویو ځانمرګو د کورنیو ملاتړ یې کړی دی.

د طالبانو یو پخوانی ځانمرګی نقیب الله مقیم چې د زده کړې یوه نهه میاشتنۍ دوره یې تېره کړې او د طالبانو د یوه پیلوټ په توګه هم معرفي شوی، نوموړي هم د حج په مراسمو کې ګډون کړی. د ده یو عکس چې د راکیټ ویشتلو په حالت کې ښودل کېږي، د طالبانو او ملاتړو ترمنځ یې ډېر خپور شوی دی. مګر له دې سره-سره د طالبانو د ځانمرګو قطعې د اکثریت غړو هویت پټ پاتې شوی دی. طالبان ځکه دې ځواکونو ته لومړیتوب ورکوي چې هغوی د دې ډلې د اهدافو په لار کې مطلقې فداکارۍ او سرښندنې ته ځان چمتو ښیي.

په داسې حال کې چې د طالبانو ډېری ټیټ پوړي او منځ پوړي غړي په ضعیف اقتصادي حالت کې دي او د حج د زیاتو لګښتونو پرې کول ورته ستونزمن دي، مګر بیا هم دا احتمال شته چې طالبان د حج ځینې سهمیې خپلو ځواکونو ته د تشویق او انعام په توګه ورکړي او لګښت یې له عمومي بودیجې پرې کړي.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې طالبانو یوه ویډیو خپره کړه چې په هغې کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دې ډلې له پنځو نورو غړو سره په یوه لکسیس موټر کې لیدل کېږي. هغوی احرامونه اغوستي او دشپې پرمهال د عمره حج په نیت روان دي. دا ویډیو هم پر ایکس په پراخه توګه خپره شوې او طالبانو او پلویانو یې په لکسیس موټر کې سپرو کسانو ته د روغتیا او حج د قبلیدو دعاوې کړې دي. تر هماغې ویډیو لاندې د طالبانو ځینې نور غړي دا هیله ښیي چې یوه ورځ وکولای شي د حج مراسمو ته ولاړ شي.

امیرخان متقي د عمرې حج پرمهال/ طالبان

د طالبانو له منځه له ترلاسه شویو معلوماتو سره سم، د دې ډلې ټول وزارتونه، ریاستونه او بنسټونه د حج ځانګړې سهمیه لري. له دې لارې نه یوازې د طالبانو غړي، بلکې د هغوی کورنۍ او انډیوالان هم د حج مراسمو ته لېږل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی دی چې د ۱۴۰۴ کال پرمهال د افغانستان د فرضي حج سهمیه ۳۰ زره تنه ده او د هر زایر لګښت ۲۸۲ زره او ۹۰ افغانۍ اعلان شوی.

دا وزارت هم یو شمېر زایرین د «معلم» او «لارښود» په نوم عربستان ته لېږي، خو لومړیتوب د طالبانو غړو او پلویانو ته ورکول کېږي. طالبان تر ډېره د عمرې حج پرځای فرضي حج کې ګډون ته لومړیتوب ورکوي او هر کال د دې ډلې زیات شمېر کسان ګډون پکې کوي. طالبان د عمومي حساسیت له کبله د سفر د لګښتونو د مالي منابعو د تأمین په تړاو دقیق جزییات نه خپروي. په داسې حال کې چې د تېرو درې نیمو کلونو پرمهال د طالبانو لوړپوړي چارواکي په ځلونو د بیت المال په پیسو حج ته تللي، خو په افغانستان کې دننه په میلیونونو وګړي له فقر او لوږې سره مخ دي. مګر په عین مهال کې د طالبانو مشر د کوچني اختر پرمهال په کندهار کې وویل: «فقر د الهي تقدیر برخه ده او فقیران باید شکایت ونه کړي.»