له ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رسنیو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي، خو په هلمند کې بیا دې فشارونه خورا جدي بڼه خپله کړې او دغلته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور او امربالمعروف ریاستونو له لوري د رسنیو لپاره نوي مقررات وضع شوي چې له مخې یې د ښځو پر غږ، تصویر او خپرونو بندیز لګول شوی دی. همدا راز د موسیقۍ خپرول، د نړیوالو موسېساتو سره همکاري، او حتا د اعلاناتو نشرول هم له خنډ سره مخ شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو محدودیتونو نه یوازې د رسنیو مالي بنسټونه کمزوري کړي، بلکې د بیان ازادي او د خلکو د معلوماتو د ترلاسه کولو حق یې هم له جدي خطر سره مخ کړی، چې له امله یې یو شمیر سیمهییزې رسنۍ یا خو تړل شوي او یا یې خپرونې خورا محدودې شوې دي، چې دې وضعیت د ازادو رسنیو راتلونکی له اندېښنو سره مخ کړی دی.
د هلمند د یوې خصوصي راډیو د نشراتو مسوول نورولي نورزي (مستعار) اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل: «د ښځينه کارکوونکو پر کار بندیز او د ښځو د غږ نه خپرولو له وجې موږ مجبور شوو ټولې هغه خپرونې د لیست څخه وباسو چې د ښځو لپاره ځانګړې شوې وې ځکه دې خپرونو ته موږ نه ښځينه کارکوونکې درلودې، نه موږ د ښخينه اوریدونکو غږونه خپرولای شوای، چې په دې خپرونو کې اکثره د ښځو د تعلیم، صحت او اشپزۍ په اړه وې.»
نوموړی زیاتوي، چې په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور او د امربالمعروف او نهی عنالمنکر ریاستونو له لوري د دوی خپرونې څارل کېږي او دا مقررات په کلکه پلي کېږي او سرغړونه کوونکې رسنۍ د تړل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
هلمند کې د رسنیو کارکوونکي وایي، طالبانو په دې ولایت کې په راډیویي خپرونو کې د ښځو د زنګ وهلو او د هغوی د نظرونو شریکولو مخه نیولې، چې له امله یې دغلته د ښځو غږ خاموش او ترڅنګ یې د رسنیو د خپرونو کیفیت هم ټیټ شوی دی.
د هلمند د یوې بلې راډیو مسوول رفیع الله (مستعار) په دې اړه په خپلو خبرو کې وویل: «پخوا به موږ د ښځو نظرونه راخیستل او په خپرونو کې به مو شریکول، خو اوس اجازه نه راکول کېږي چې په خپرونو کې د ښځو نظرونه راواخلو چې دغه محدودیت زموږ د خپرونو کیفیت ټیټ کړی او بل دا چې دا هر څه د ښځو د غږ د خاموشه کولو په مانا دي چې موږ د ټولني سره د ښځو ستونزې نه شو شریکولای.»
نوموړی زیاتوي، چې دې کار د رسنیو د لیدونکو او اورېدونکو شمېر هم کم کړی، ځکه د ټولنې یوه لویه برخه نور د خپرونو سره علاقه نه لري.
رفیع الله وویل: «مخکې موږ ځینې خپرونې درلودې چې هغه خاص د ښځو لپاره ځانګړې شوې وې، دې خپرونو ډیر اوردونکي درلودل او ډیرو تجارتي شرکتونو زموږ دغه خپرونې سپانسر کولې، خو اوس چې موږ دا خپروني د لیست څخه ایستلي نو ډیر اوریدونکي مو کم شوي دي او د خپرونو سپانسر هم نه لرو.»
په لښکرګاه ښار کې د یوې راډیو د نشراتو مسوول عبدالستار جهاني (مستعار) وایي، چې په هلمند کې پر رسنیو وضع شويو مقرراتو ډیری رسنۍ د مالي اړخه ځپلي او زیاتي رسنۍ د مالي ستونزو له کبله تړل شوي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «په ۱۴۰۲ کال کې یوې نړیوالې موسېسې هلمند کې موږ ته د صحت او ټولنیزو ستونزو د هواري په موخه خپرونې راکړې، دا خپرونې زموږ راډیو د تمویل یو ښه سرچینه وه، خو له بده مرغه د یو دوو یا دریو خپرونو د خپرولو وروسته د هلمند د اطلاعات او کلتور ریاست د دې خپرونو د خپریدو اجازه رانه کړه چې اوس زموږ غوندې ډیرې رسنۍ خپل میاشتني مصارف نه شي پوره کولای.»
لښکرګاه ښار کي د یوې تړل شوې راډیو پخوانی مسوول ذبیح الله (مستعار) بیا له وضع شویو محدودیتونو سر ټکوي او وایي، چې د طالبانو محدودیتونو دوی ته د عاید هیڅ لار پرېنښوده او بلاخره اړ شول چې خپله رسنې وتړي.
هغه زیاتوي: «موږ تقریبا یو کال د مالي ستونزو سره مقاومت وکړ، خو له بده مرغه چې ډیر دوام یې ونه کړ، په رسنیو کې د موسیقۍ بندول، ښځينه خپرونو باندې بندیز او د اعلاناتو نشتون د سختو مالي ستونزو سره مخ کړو چې بلاخره اړ شوو خپل فعالیت بند کړو.»
د معلوماتو له مخې هلمند کې تر دې دمه شاوخوا اوه رسنۍ تړل شوي، چې په دې کې د بُست، سمون، ژوندون او مسکا راډیوګانې او د سباوون، ژوندون او باختر سیمهییز تلویزیونونه شامل دي.
افغانستان کې پر رسنیو د بندیزونو په دوام کي د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له خوا په یوه مقرره کې د ساه لرونکو انځورونو نشرول په بشپړ ډول منع شوي، چې د ۱۴۰۳ کال د لمړم په میاشت کې د هلمند د اطلاعات او کلتور امر، مولوی شیرمحمد وحدت د رسنیو د کارکوونکو سره په یوه غونډه کې د یادي مقررې د تطبیق سپارښتنه کړې وه، چې نور به هیڅ تلویزیون د ساه لرونکو شیانو تصویرونه نه خپروي.
هلمند کې تر دې وړاندې ملي راډیو تلویزیون، سباوون، باختر او ژوندون تلویزیونونو فعالیت درلود چې یو شمیر یې د دې مقررې وړاندې د اقتصادي ستونزو له کبله او یو شمیر یې د دغه مقررې تر وضع کیدو وروسته خپل فعالیت درولی دی.
په دې ولایت کې د یوې تړل شوې تلویزیوني شبکې مسوول د نوم نه یادولو په شرط وویل: «په تلویزیون کي د ساه لرونکو شیانو د عکسونو نه خپرول ناممکن دي، بیا خو د تلویزیون او راډیو فرق نه شي کیدلای، په همدې خاطر موږ تر دغه بندیزونو د وضع کیدو وروسته خپل فعالیت ودروه.»
دغه راز د موسیقۍ پر نشرولو بندیز هم د رسنیو د خپرونو کیفیت او د لیدونکو د جذبولو وړتیا کمزورې کړې او ورسره د رسنیو اوریدونکي او لیدونکي کم شوي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د یوې راډیويي خپرونې چلونکی نجات مسعود (مستعار) وايي: «موسیقي زموږ د خپرونو یوه مهمه برخه وه، خو اوس چې دا منع شوې، اورېدونکي مو کم شوي دي، ځکه زموږ اکثره خپرونې تفریحي وې او زموږ اوریدونکو به د سندرو غوښتنې کولې، اوس چې سندرې نه شو خپرولای نو په همدې خاطر زموږ اوریدونکي هم کم شوي دي.»
د هلمند د رسنیو مسوولین د طالبانو پر دې تګلارو سختې نیوکې کوي او وایي، چې پر رسنیو د طالبانو له لوري د وضع شویو محدودیتونو له کبله له یوې خوا د اقتصادي ستونزو سره مخ دي لو د بلې خوا یې د خپرونو کیفیت او اغیز هم کم شوی دی. دوی له طالبانو غواړي چې پر رسنیو وضع شوي مقررات ختم کړي.
کله چې طالبانو بیا ځل پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په لومړیو کې یې پر انځوریزو رسنیو کوم ښکار بندیز نه و لګولی، خو د دغې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون له توشیح وروسته پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي او یو شمیر ولایتونو کې د تلویزیونونو انځوریزې خپرونې بندې شوې دي.