طالبان: د افغانستان یو زر او ۱۵۰ کیلومتره سیمې لاهم په ماینونو ککړې دي

اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، چې د افغانستان یو زر او ۱۵۰ کیلومتره مربع سیمې لاهم په ماینونو ککړې دي.

د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستم‌ خېل نن (سې شنبه، ۲۶ د وري) د ماین‌ پاکۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې په ماینونو له ککړو پنځه زرو او ۱۴۳ مربع کیلومتره سیمو څخه درې زره او ۹۹۳ مربع کیلومتره له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکې شوي، خو یو زر او ۱۵۰ کیلومتره مربع سیمې لاهم ککړې دي.

هغه زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه دې له سیاسي مسایلو پرته په افغانستان کې د ماین پاکۍ له پروګرام ملاتړ وکړي.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې سرپرست نورالدین تورابي، د ماین‌پاکۍ د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې د جګړو له امله د هېواد لویه برخه ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه شوې ده.

د ده په وینا، چې ماينونه او ناچاودې توکي خلکو ته، په ځانګړې توګه کوچيانو او څارويو ساتونکو ته جدي ګواښ پېښوي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۵۶۴ کسان د ځمکنیو ماینونو او له جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د چاودنو له امله وژل او ټپیان شوي دي. د دې سازمان په وینا، د قربانیانو په ډله کې ۴۳۴ ماشومان هم شامل وو.

یوه برخه ماینونه د طالبانو او بهرنیو ځواکونو او د تېر حکومت پر ضد د تېرو دوو لسیزو جګړې پاتې شوني دي. په لاس جوړ شوي او سړک غاړې ماینونه د طالبانو یو وژونکی تکتیک و.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې سرپرست ویلي: «لومړی خو باید ماینونه هېڅ کله و نه‌کارول شي، خو له بده مرغه د جګړو له امله دا کار شوی دی، نو ځکه باید ماینونه بیا وموندل شي او شنډ کړل شي.»

هغه له مرسته کوونکو بنسټونو غوښتنه کړې چې د ماین‌پاکۍ له پروګرام څخه ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان سره مرستې کمې شوي او د بودیجې کمښت هم د ماین پاکۍ پروګرام اغیزمن کړی دی.

د ماین‌پاکۍ د موسېساتو استازي نثاراحمد عمرزی د ماین‌پاکۍ د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ له پروګرام څخه ملاتړ کم شوی دی.

هغه په مرسته کوونکو هېوادونو غږ کړی چې د ماین پاکۍ پروګرام سیاسي نه کړي.

سره صلیب مخکې د امریکا د مالي مرستو د ځنډولو په اړه ویلي و، چې د بودیجې کمښت د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکولو هڅې اغیزمنې کړي او د ډیرو خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې ۳.۳ میلیونه خلک د ماینونو او چاودیدونکو توکو په یو کیلومتر په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو سږ کال په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروګرام د دوام لپاره د ۲۱.۹ مېلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې، خو د امریکا د مرستو د ځنډولو سره، د دې مرستو د ترلاسه کولو په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته