کندهار پوهنتون چې په سویلي حوزه کې د لوړو زده کړو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي د کلونو راهیسې یې د بشري سرچینو په روزنه او د علمي پرمختګ په برخه کې ارزښتناک رول ادا کړی دی. دا پوهنتون چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې تاسیس شوی، د طب، انجنیري، اقتصاد، حقوقو، شرعیاتو او نورو پوهنځیو په درلودلو سره یې د هیواد ځوانانو ته د لوړو زده کړو بستر خور کړی، خو د طالبانو بیاځل حاکمیت راهیسې دا پوهنتون له بې ساري ننګونو سره مخ شوی دی.
د دې پوهنتون استادان وایي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د قانوني او کادري حقوقو نه ورکړه، د ظرفیت لوړولو لپاره د بهرنیو هیوادونو د زده کړو پروسې مخنیوی او د غیر اکاډمیکو کسانو لخوا د پوهنتون اداره کیدو دغلته د علمي فعالیتونو پر کیفیت او د استادانو پر مسلکي حیثیت ناوړه اغېزې کړې دي.
یو شمیر استادان زیاتوي، چې د دوی قانوني او کادري حقوق، لکه د معاشونو منظمه ورکړه، د ترفیعاتو پروسه او د کاري امتیازاتو ورکړه په بشپړه توګه نه عملي کېږي او په وینا یې چې دې حالت د استادانو روحيه کمزورې کړې او خپل علمي فعالیتونه یې محدود کړي دي.
د احمدالله افغان (مستعار) په نوم د کندهار پوهنتون یو استاد په دې اړه وویل: «پخوا زموږ معاشونه په منظم ډول راکول کېدل، اوس نه یوازې دا چې معاشونه په وخت نه راکول کېږي، بلکې د کادري ترفیعاتو پروسه بیخي ولاړه ده، زه د تېرو دریو کلونو راهیسې د یوې ترفیع لپاره انتظار کوم، خو هیڅ پرمختګ مې نه دی کړی.»
نوموړی زیاتوي، چې په تیر جمهوري دولت کې د لوړو زده کړو وزارت هر کال یو شمېر استادان د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره بهرنیو هېوادونو ته لېږل، ترڅو د پوهنتون ظرفیت لوړ شي او تر څنګ یې استادانو ته د هغوی د کادري او مالي امتیازاتو د ساتلو تضمین هم ورکول کېده، خو په وینا یې چې د طالبانو له راتګ وروسته دا پروګرامونه په بشپړه توګه درول شوي دي.
هغه وویل: «په جمهوریت کې هر کال د لوړو زده کړو وزارت استادانو ته بورسې ورکول کیدې، تر بیرته راتللو پورې د هغو معاشونه او نور امتیازات ورکول کیدل، په همدې خاطر به استادان د اقتصادي ستونزو سره نه مخ کیدل چې دا د پوهنتونونو د ظرفیت لوړولو لپاره ډير مهم وو او په همدې خاطر موږ په هر پوهنځي کې ډیر ماسټران او د دوکتورا لرونکي استادان پیدا کړل، خو اوس دغه پروسه مطلق ولاړه ده.»
نوموړی دغه راز وایي، هغه استادان چې په خپلو شخصي لګښتونو د ماسټرۍ یا دوکتورا پروګرامونو لپاره بهرنیو هېوادونو ته تللي د پوهنتون له خوا له دندو منفک شوي دي.
د ده په وینا: «تر ټولو بده خبره اوس داده، چې که ځینې استادان په خپل شخصي مصرف بل هیواد ته د ماسټرۍ یا دوکتورا لپاره ځي د پوهنتون ریاست اجازه نه ورکوي او که څوک بیا هم ولاړ شي مطلق منفک کېږي او بست یې اعلان ته سپارل کېږي، چې همدا اوس زموږ د پوهنځي یو استاد په انډونزیا کې په ماسټرۍ بوخت دی ،خو هغه تر تګ یوه میاشت وروسته منفک شوی.»
د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد محمد سلیم هم له ورته ستونزو شکایت کوي او وایي، چې په خپل شخصي لګښت جرمني هیواد ته د ماسټرۍ لپاره تللی، خو دوه میاشتې وروسته خبر شوی چې له دندې منفک شوی دی.
نوموړي وویل: «ما لیسانس هند کې کړی دغلته کندهار پوهنتون کې مې دوه کاله په اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو کې تدریس وکړ، ما هیله درلوده چې پوهنتون به د استادانو د ظرفیت لوړولو په خاطر ماته د ماسټرۍ چانس راکړي، خو له بده مرغه دغه فرصت برابر نه شو، بلاخره چې زه په خپل شخصي مصرف د جرمني هیواد د ماسټرۍ بورس ته بریالی شوم، خو تر دوه میاشتې سفر وروسته خبر شوم چې له استادۍ څخه هم منفک شوی یم چې دا زما لپاره ډیره مایوسه کوونکې وه.»
هغه زیاتوي، چې تر دې وړاندې د اقتصاد پوهنځي د دوکتورا او ماسټرۍ لرونکي استادان لرل، خو د اوسني ناوړه وضعیت له کبله زیاتره بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.
د محمد سلیم په وینا: «د طالبانو د راتګ سره په پیل کې د اقتصاد پوهنځي ډیرو استادانو خپلې دندې پرېیښودې، مخکې زموږ د پوهنځي رییس هاشم دقیق او د پوهنځي معاون سمون دوکتورا لرلې اکثریت استادان مو ټول ماسټران وو، چې له بده مرغه دوی اکثرو د سختو شرایطو له وجې خپلې دندې پرېیښودې چې اوس په ټول پوهنتون کي د دوکتورا سند لرونکی په ډیر مشکل پیدا کولای شو او ماسټر استادان مو هم په هر پوهنځي کې کم شوي دي.»
نوموړی وایي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د ظرفیت لوړولو لپاره هیڅ برنامه نه لري چې دا د دې څرګندونه کوي، چې هیڅ استاد په علمي برخه کې پرمختګ ونکړي «موږ ته اجازه نه راکول کېده چې د خپلو زده کړو لپاره بهر لاړ شو، که څوک په خپل سر لاړ شي، نو دنده له لاسه ورکوي، دا د دې معنا لري چې موږ باید د تل لپاره په همدغه حالت کې پاتې شو، همدا اوس د پوهنتون هیڅ استاد په دغه دریو کلونو کي هیڅ پرمختګ نه دی کړی چې دا په رښتیا د کندهار پوهنتون لپاره ډیر خواشینونکی خبر دی.»
د معلوماتو له مخې د کندهار پوهنتون اوسنی اداري جوړښت د طالبانو له خوا داسې تنظیم شوی، چې ډېری لوړ بستونه غیر اکاډمیکو کسانو په تېره بیا ملایانو ته سپارل شوي او دا کسان چې ډېری یې له مذهبي مدرسو فارغ شوي، د پوهنتون د مدیریت او تدریسي پالیسیو په اړه په خپله خوښه پریکړې کوي.
د کندهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو پخوانی استاد مطیع الله قانع (مستعار) په دې اړه په خپلو خبرو کې وویل: «پوهنتون اوس د ملایانو له خوا کنټرول کېږي، چې هیڅ اکاډمیکه تجربه نه لري، دوی زموږ د تدریسي میتودونو، درسي موادو په اړه هیڅ نه پوهیږي یوازې زموږ د شخصي ژوند په اړه مداخله کوي، چې چا ږیره کوچنی کړې او چا څه شی اغوستي او نور.»
قانع زیاتوي، چې د طالبانو یاد چلند د استادانو کاري روحیه کمزورې کړې او له روان وضعیت څخه ناخوښ دي.
قانع وویل: «د پوهنتون په رهبرۍ کې داسې کسان مقررل شوي چې د پوهنتون په رهبرۍ بیخي پوهیږي نه، باور وکړئ چې دا کسان یو متوسطه مکتب هم نه شي اداره کولای، خو بیا هم هغوی د پوهنتون هره پریکړه په خپل صلاحیت کوي او موږ مجبوره یو چې یا همدا پریکړې ومنو یا پوهنتون پریږدو چې زیاتو استادانو له همدې وجې خپلې دندې پرېیښي دي او روان وضعیت ناهیلي کړي دي.»
د ۲۰۲۴ په جنورۍ میاشت کې زن ټایمز راپور ورکړ، چې د د کابل پوهنتون په ګډون د افغانستان له ګڼو پوهنتونونو زیات شمیر استادان له هیواده بهر شوي، خو د کندهار پوهنتون د استادانو د تېښتې کچه د سویل زون د ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له امله لوړه ښودل شوې.
د شریف الله سمون په نوم د کندهار د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یو پخواني استاد تر لس کلن خدمت وروسته خپله دنده پرېیښې او په دې اړه یې ویلي دي: «ما د کندهار پوهنتون لپاره لس کاله کار وکړ، خو د طالبانو له راتګ وروسته مې دنده پرېښوده، ځکه چې دوی د پوهنتون د علمي ظرفیت لوړولو پر ځای زموږ شخصي ژوند کي مداخله کوله، ږیره پریږده، لونګۍ وتړئ دا کالي واغونده هغه مه اغونده او داسې نور، پوهنتون کې د څیړنې او تحقیق پر ځای محصلینو باندې نور عقیدوي سیالۍ ترسره کیدې چې دا د پوهنتون لپاره هیڅ موثره نه وه نو بلاخره ما خپله دنده پریښوده ځکه زه نه غواړم په داسې چاپېریال کې کار وکړم چې زما د مسلکي وړتیاوو قدر نه کېږي.»
د کندهار پوهنتون یو شمیر استادانو څرګنده کړې، چې د دې پوهنتون تدریسي نصاب د طالبانو د پالیسیو له امله د پام وړ خراب شوی دی او اسلامي مضامینو ته زیاته پاملرنه شوې، چې په وینا یې دې چارې تخنیکي او مسلکي مضامینو لکه طب، انجنیرۍ او کمپیوټرساینس علومو ته زیان رسولی دی. د زن ټایمز په وینا، چې د اسلامي مضامینو کریډیتونه له ۸ څخه ۲۴ ته لوړ شوي، چې د پوهنتون د درسي نصاب یوه لویه برخه جوړوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له راتګ وړاندې د کندهار پوهنتون د تدریسي کیفیت او د استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی و، خو د طالبانو راتګ سره د مسلکي استادانو ترڅنګ د محصلینو شمیر په پام وړ توګه کم شوی، همدارنګه د ودانیو ساتنه نه ده شوې، نظم خراب شوی، د کتابونو سرچینې محدودې شوي او انټرنیټ او تکنالوژي لاسرسی نږدې صفر ته رسیدلی دی.
د دې پوهنتون استادان وایي، چې د پوهنتون اداري جوړښت د طالبانو د پالیسیو تر اغېز لاندې راغلی او د اکاډمیکو تجربو پر ځای، مذهبي او ایډیالوژیکي معیارونو ته لومړیتوب ورکړل شوی، چې له کبله یې د پوهنتون اکاډمیک اعتبار کمزوری شوی دی. دوی له طالبانو غواړي چې د پوهنتون اکاډمیک اړخ ته پام وکړي او استادانو ته کادري حقوق بیرته ورکړي.