د طالبانو مشر د مالدارۍ او چرګانو د ودې لپاره د ۱۸۰ زره جریبه ځمکې د ویش طرحه تایید کړه

اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د مالدارۍ او چرګانو د فارمونو جوړولو لپاره په ټول هیواد کې د ۱۸۰ زره جریبه ځمکې د ویش طرحه تایید کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن (پنج شنبه، ۱۱ د غویي) ایکس کې پر خپله پاڼه د دې طرحې د تایید خبر ورکړی دی.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې دا ځمکې به خصوصي سکتور ته وسپارل شي، ترڅو د څارویو او چرګانو فارمونه جوړ او په دې توګه به په هیواد کې د مالدارۍ او چرګانو صنعت وده وکړي.

ذبیح الله مجاهد د دې طرحې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا طرحه داسې مهال تاییدیږي، چې د طالبانو مشر په تازه توګه امر کړی، چې د افغانستان څاروي دې نورو هیوادونو ته په کال کې یوازې د شپږو میاشتو لپاره صادر شي.