د افغانستان په ختیځ کې جنجالي او پُر نفوذه څېره ظاهر قدیر د پنجشنبې په ورځ (۱۸ د غویي) په نایروبي کې په محکمه کې را څرګند شو. لیدل کېدل چې د ږیرې او وېښتانو یوه برخه یې سپینه ده او پر څېره یې هم له ورایه ژوره اندېښنه ښکارېده. ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې امریکا ته د نوموړي د سپارل کېدو په تړاو پرېکړه وشي. امریکا ظاهر قدیر د نشه یي توکو او وسلو د قاچاق په تور تعقیبوي او د نوموړي د استرداد غوښتنه کوي. مګر محکمې دې قضیې ته د رسیدګۍ په موخه وروستۍ پرېکړه بلې غونډې ته وځنډوله. ډېری شنونکي په دې اند دي چې د امریکا د دولت د فشار له امله واشنګټن ته د قدیر د سپارل کېدو شونتیا زیاته ده؛ هغه اقدام چې که ترسره شي نو د نوموړي قضایي مسیر به نور هم پېچلی شي او ښایي له ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
تر دې وړاندې د نایروبي په هوایي ډګر کې د نوموړي یوه ویډیو خپره شوې وه چې په یوه دوستانه فضا کې په غوڅ ډول سره وایي: «له هیچا سره یې ظلم نه دی کړی او هیڅوک نه شي کولای ثابته کړي چې زه ظالم یم.»
ظاهر قدیر د تېر حکومت پر مهال یوه مهمه سیاسي څېره ګڼل کېدله. نوموړي د ولسي جرګې د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله او د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه وخت د ملي امنیت د مشاور حنیف اتمر سرسخت منتقد بلل کېده او په ځلونو یې په خپلو ویناوو کې د دوی کړنې پوښتلې او حنیف اتمر یې د داعش په ملاتړ تورن کړی و.
ظاهر قدیر د حاجي عبدالقدیر زوی دی او نوموړی د طالبانو مشهور مخالف و. حاجي عبدالقدیر په کابل کې ترور شو. ظاهر قدیر د کرزي د حکومت پر مهال وکولای شول چې د هیواد په ختیځ کې د پولیسو په یوه پیاوړي قومندان بدل شي. تر دې وروسته د ۲۰۱۰ کال پر مهال ولسي جرګې ته بریالی شو او د دې مجلس تر مرستیالۍ پورې ورسېد. ده پراخ مالي امکانات درلودل او هر ځل به جرګې ته له ګڼ ساتونکي او مرمۍ ضد موټرو سره دننه کیده.
د ظاهر قدیر د کورنۍ غړو د افغانستان د مجاهدینو جبهه کې مهم رول ادا کړی او د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال نظامي ایتلاف د عملیاتو تر پیلېدو وروسته ظاهر قدیر هم د هیواد په ختیځ کې د طالب ضد مقاومت له ځواکونو سره یو ځای شو.
هغه وخت د فرانسې خبري اژانس د یوولسم سپټمبر تر بریدونو وروسته د افغانستان له ختیځو ولایتونو څخه په یوه راپور کې ظاهر قدیر له خپلو ځواکونو سره ښودلی و، چې ګڼ جنګي تجهیزات ورسره دي. د جمهوریت پر مهال د وسلو او جنګیالیو دا نمایش تر ډېره حده د ده د پلار حاجي عبدالقدیر او د نوموړي د کاکا حاجي عبدالحق د سیاسي او ټولنیز نفوذ پایله وه. عبدالحق د ۲۰۰۱ کال پر مهال د طالبانو له لوري ووژل شو.
جنجالي انځورونه
پر ټولنیزو رسنیو د ظاهر قدیر یو خپور شوی انځور نوموړی په داسې حال کې ښیي چې ناست دی او شاوخوا ته یې په لسګونو میله کلاشینکوفونه، راکټ لانچرې او نظامي مهمات لیدل کېږي. د دې انځو تر خپرېدو وروسته ظاهر قدیر اعلان کړی و چې دا وسلې په ولسي پاڅون پورې اړه لري.
د ۱۳۹۵ کال پر مهال ظاهر قدیر ته وفادارو ځواکونو تر نیولو وروسته د داعش له پنځو غړو سرونه پرې کړل او د نندارې په توګه یې پر سړک کېښودل. د دې پرې شویو سرونو وحشتناکو انځورونه پراخ داخلي غبرګونونه راوپارول، مګر ظاهر قدیر د داعش پر خلاف د خپلو ځواکونو د عملیاتو په تړاو وویل: «په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي.»
ظاهر قدیر دا انځورونه په داسې مهال کې خپاره کړل چې په ننګرهار کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) ډلې حضور مخ پر زیاتېدو و. هغه وخت په ځانګړي توګه د اشرف غني د حکومت پر مهال له داعش سره په مبارزه کې له ظاهر قدیر سره تړلي ځواکونه فعال و.
د دار په یو قدمي کې
ظاهر قدیر د یک ټلویزیون په «کاکتوس» خپرونه کې د خپل ژوند ځینې لانجمنې کیسې کړې دي. ده ویلي چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال شپږ میاشتې په سعودي عربستان، اووه میاشتې په پاکستان او ۳۲ میاشتې له طالبانو سره زنداني و.
په همدې مرکه کې قدیر د خپل ژوند یوه تر ټولو جنجالي کیسه کوي؛ د نوموړي په وینا د فحاشۍ له امله یې د پاکستان پر یوه وګړي ډزې وکړې؛ تر دې کیسې وروسته په اعدام محکوم شو خو د خپل پلار په مداخلې سره له زندانه خوشې شو او له مرګه وژغورل شو.
ده ویلي د چې د میلادي لسیزې په دویمه نیمایي کې ۳۲ میاشتې له طالبانو سره زنداني و او وروسته د افغانستان په لوېدیځ کې له مشهور جهادي قومندان محمد اسماعیل خان سره یو ځای له زندانه وتښتېد او ایران ته ولاړ. ظاهر قدیر ادعا کړې چې طالبانو په جګړه کې نیولی و او وروسته یې بندي کړی و.
سرکښ او زړور
ظاهر قدیر تل هڅه کوي چې ځان غیرتمن او سرکښ وښیي. یو ځل یې ویلي و چې په امریکا د یوولسم سپټمبر تر بریدونو وروسته دې هیواد ته بلل شوی و. د ده په وینا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته د ننوتلو پر مهال یې بدني پلټنه/تالاشي نه ده ورکړې او له دې مخالفت سره-سره یې امریکایي چارواکو غوښتنه منلې وه او دی ودانۍ ته دننه تللی و.
دی په دې اړه وایي: «له ما سره چې نور څوک وو، هغوی ورته بدني تالاشي ورکړه، خو ما ورته وویل چې زه تلاشي نه درکوم. ما له تاسو سره د لیدنې غوښتنه نه ده کړې او تاسو زه مېلمه کړی یم او موږ په خپل قانون کې مېلمه نه تالاشي کوو. یوه مېرمن چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د تعلیم او تربیې مسووله وه، راغله، ماته یې لاس راکړ او زه یې پرېنښودم چې د تالاشۍ له ماشینه هم تېر شم. هغې وویل چې دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو څوک د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته له تالاشۍ پرته راځي او هغه هم د یوولسم سپټمبر تر بریدونو وروسته.»
د امریکا په تګلاره کې بدلون
اوس مهال افغانستان یو داسې حکومت نه لري چې په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی وي. که څه هم طالبان پر هیواد واکمن دي، خو د هغوی حکومت هیڅ هیواد هم په رسمیت نه پېژني. همدا حقوقي تشه د دې لامل شوې ده چې د ظاهر قدیر پر خلاف د لګول شویو تورونو څرنګوالی پټ او ناڅرګند پاتې شي.
مګر له دې سره-سره پر هغو د طالبانو د درې نیمو کلونو د واکمنۍ پر مهال دا ډله توانیدلې چې د امریکا له متحده ایالاتو سره د مذاکراتو له لارې په ګوانتنامو او امریکایي زندانونو کې د دې ډلې بندي زندانیان راخوشې کړي او افغانستان ته یې راولي. په دې کسانو کې تر ټولو جدي څېره حاجي بشر نورزی و؛ هغه څوک چې د نشه یي توکو په قاچاق تورن و او شاوخوا ۱۷ میاشتې د امریکا په زندانونو کې بندي و، مګر له واشنګټن سره د طالبانو د مذاکراتو په پایله کې نوموړی د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې خوشې کړل شو او افغانستان ته راغی.
حاجي بشر نورزی د طالبانو د خوځښت د بنسټګر ملا عمر نږدې کس و او د دې ډلې په مالي ملاتړ کې یې مهم رول درلود. دی امریکا ته د نشه یي توکو په قاچاق تورن شوی و او په متحده ایالاتو کې د پلان شویو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو او وروسته په ابدي بند محکوم شو مګر واک ته د طالبانو له رسېدو سره نوموړی خوشې شو.
بشر نورزی چې په رسنیو کې د «افغانستان پابلو اسکوبار» بلل کېږي، تر خوشې کېدو وروسته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته راستون شو. شونې ده چې ظاهر قدیر په عین تور سره امریکا ته استرداد کړل شي. سیاسي شنونکي حسن علي عدالت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «که ټاکل شوې وي چې په افغانستان کې غله او قاچاقبران محاکمې ته کش کړل شي، نو دا نوملړ خورا اوږد دی او ښایي حاجي ظاهر قدیر په دې نوملړ کې تر ټولو وړوکی څوک وي. که امریکایان په ظاهر قدیر پسې وي، نو د جمهوریت د مهال غله او چارواکي چې اوس په امریکا کې دي، ولې مصوون دي؟»
په افغانستان کې د سیاسي ژوند وړاندوینه نه شي کېدلای او لوړې-ژورې لري. ظاهر قدیر چې یو وخت په افغانستان کې د امریکا او لوېدیځ ملاتړی ګڼل کېده او د پام وړ واک یې درلود، اوس امریکا ته له استرداد سره مخ دی او بشر نورزی چې یو وخت د امریکا ترټلی و او ګومان کېده چې هیڅکله به خوشې نه شي، په اعزاز سره کابل ته راستون شو.
د ظاهد قدیر خپلوان وایي، چې په کینیا کې د نوموړي نیول کېدل یوه «توطیه» وه. دوی ویلي چې متحده ایالاتو ته د نوموړي د استرداد د مخنیوي لپاره یې یو مسلکي وکیل استخدام کړی دی، تر څو د نوموړي له حقوقو دفاع وکړي.