د پاکستان د پوځ ویاند: ځینې کړۍ د ایران او امریکا د هوکړې مخه نیسي

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي، اسلام‌اباد د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي، خو هغه کړۍ چې د جګړې له دوام څخه ګټه ترلاسه کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې په لاره کې خنډونه جوړوي.

چودري د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، پاکستان له پیاوړو خنډونو او هغو لورو سره سره چې د ایران او امریکا د جګړې دوام د خپلو ګټو لپاره بولي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو منځګړیتوب هڅو ته هیله‌من دی.

هغه د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب هڅې «محتاطانه هیله‌بښونکې» بللې او ویلي یې دي چې لا هم ځینې پیاوړې او مخالفې کړۍ شته چې د جګړې دوام د ځان په ګټه ګڼي.

د پاکستان د پوځ ویاند، پرته له دې چې د دغو کړیو نومونه واخلي، ویلي چې د خنډونو له شتون سره سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی.

چودري د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر تهران ته د سفر په اړه ویلي: «که د عاصم منیر سفر د پرمختګ نښه نه وای، نو اړتیا نه وه چې نوموړی په یوه میاشت کې دوه ځله ایران ته سفر وکړي.»

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین په ملتیا تهران ته سفر وکړ. د مکې د دفاعي تړون دې نظامي پلاوي په تهران کې د ډیپلوماټیکې لارې پر حل او د کړکېچ د لا زیاتېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

پاکستان سربېره پر قطر هم د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو له مهمو منځګړو څخه ګڼل کېږي. که څه هم تهران تېره اوونۍ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر وړاندیز رد کړی و، خو تېره شپه یو ځل بیا د قطر پلاوی ایران ته تللی دی.

تر اوسه د ایران او امریکا ترمنځ منځګړو په ښکاره توګه د هوکړې پر وړاندې د خنډونو په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ډېره ایران د هوکړې د نه کېدو مسوول بولي او وايي چې تهران د یورانیمو له غني کولو لاس نه اخلي. خو ایراني چارواکي بیا اسرائیل د هوکړې پر وړاندې اصلي خنډ ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تر دې مخکې ویلي وو: «د صهیونیستي رژیم له لوري د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د پلي کېدو مخالفت شوی او دغه رژیم د دې هوکړې تر ټولو لوی مخالف او خنډ دی.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم څو ځله په رسمي څرګندونو کې اسرائیل په سیمه کې د هوکړې د نه ترلاسه کېدو اصلي لامل بللی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته