ایران: د هرمز په تنګي کې څلور نفتي ټانکرونه له چاودنو سره مخ شوي

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو اعلان کړی چې پرون (جمعه، د لړم ۸مه) د هرمز په تنګي کې څلور نفتي ټانکرونه له سمندري ماینونو سره تر لګېدو وروسته چاودېدلي دي.

د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوه نفتي ټانکرونه د سهار وختي او دوه نور ستر نفتي ټانکرونه، چې هر یوه یې له دوو میلیونو بشکه زیات خام تېل لېږدول، له غرمې وروسته له ماینونو سره لګېدلي دي.

د سپاه پاسداران په وینا، دغو بېړیو خپل د تګ راتګ او موقعیت معلومولو سیسټمونه بند کړي وو، له «غیرمجازې لارې» یې تګ کاوه او ورکړل شویو خبرداریو ته یې هم پام نه و کړی.

د عمان سمندري ځواکونو د یوې بېړۍ پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د یوې بېړۍ ۲۵ کسیزه عمله یې له هغې وروسته ژغورلې چې د هرمز تنګي په سوېل کې، مسندم ته نږدې، پرې برید شوی او اور یې اخیستی و.

د عمان د سمندري امنیت مرکز ویلي، دغه بېړۍ د پاناما بیرغ درلود او له مسندم څخه په ۱.۶ سمندري میله واټن کې پرې برید شوی و.

بلخوا، د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز هم د فارس خلیج دننه د یوې بلې بېړۍ د چاودنې خبر ورکړی دی.

دغه مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یوه بېړۍ د ایران د لاوان ټاپو په سوېل کې په ۴۰ سمندري میله واټن کې د یوه «نامعلوم توغندي» له لګېدو سره مخ شوې او اور یې اخیستی دی.

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز ویلي، د دې بېړۍ عمله خوندي ده او تر اوسه د چاپېریالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو په وار وار د هرمز تنګي د کنټرول او واکمنۍ خبره کړې او ادعا یې کړې چې دغه سمندري لاره له ماینونو پاکه شوې او د بېړیو د تګ راتګ لپاره خوندي ده.

خو په سیمه کې د سمندري تګ راتګ څارونکي بنسټونه وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې په هرمز تنګي کې د بېړیو پر وړاندې د نامعلومو توغندیو لګېدل او له سمندري ماینونو سره د بېړیو ټکرونه، د جګړې پر مهال د بېړیو د پېښو په پرتله ډېر شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته