د خوست ولایت په مرکز کې د یوه ځوان د ځان وژنې او د یوه بل ځوان د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، د خوست مرکز اړوند د «طویشي نوي پله» په سیمه کې یوه ځوان ځان وژنه کړې ده.
د وژل شوي ځوان د کورنۍ غړي عبدالمنان اطلاعات روز ته ویلي، چې دغه ځوان فیض الله نومېده او تېره ورځ (یکشنبه،٢٩ د وږي) ناوخته خاورو ته سپارل شوی دی.
د هغه په وینا، فیض الله یې وراره و او شاوخوا ۲۴ کاله عمر یې درلود.
نوموړي د فیض الله د ځان وژنې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې، یوې بلې سرچینې اطلاعات روز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې تېره ورځ د خوست مرکز متون اړوند د «ماني» کلي کې یو بل ځوان د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
د سرچینې په خبره، دغه ځوان عثمان نومېده او شاوخوا ۳۵ کاله عمر یې درلود.
سرچینه وايي، تر اوسه د عثمان د وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.
په دې وروستیو کې په خوست ولایت کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې د ځانوژنې پېښې د هېواد د بل هر ولایت پرتله زیاتې شوې، چې عام وګړي يې بېوزلي، بېکاري او د طالبانو فشارونه د دغو پېښو له لویو لاملونو بولي.
