د افغانستان د «عدالت او آزادۍ ګوند» وايي چې د طالبانو سیاستونه په افغانستان کې د هزارهوو او شیعهګانو شتون او بقا په نښه کوي.
دغه ګوند نن (دوشنبه، د سنبلې ۱۶مه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې د هرات په جبرئیل سیمه کې د طالبانو له لوري پر خاتمالنبیین مدرسې د ځواکونو برید او د یو شمېر هزارهوو د دوکانونو تړل، د «هزارهوو او شیعهګانو د افغانستان له ټولو سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي جوړښتونو څخه د حذفولو د سیاست» په توګه بللي او غندلي دي.
د عدالت او آزادۍ ګوند له هزاره او شیعه ټولنې غوښتي چې «د طالبانو د ناوړه او ویجاړونکي سیاست پر وړاندې په بشپړه توګه په یووالي او همغږۍ ودرېږي»، ځکه د دغه ګوند په وینا، د هزارهوو او شیعهګانو د حذفولو روان سیاست یوه غیرګوندي موضوع ده او د هغوی شتون او بقا په نښه کوي.
دغه ګوند ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د شیعه او هزاره ټولنې یو شمېر شخصیتونو او بنسټونو هڅه کړې چې د طالبانو په چلند او سیاستونو کې بدلون راولي، خو د دوی په وینا، دغو یو اړخیزو هڅو تر اوسه لږه پایله هم نه ده لرلې او طالبان لا هم پر «سیستماتیک حذف او تبعیض» ټینګار کوي.
د عدالت او آزادۍ ګوند هیله څرګنده کړې چې هغه کسان چې تر اوسه په هر ډول له طالبانو سره اړیکې لرلې، «منفي مقاومت» ته مخه کړي او له دې ډلې سره بشپړه مقاطعه وکړي، څو د دوی په وینا، د هزاره او شیعه په نوم د طالبانو واکمنۍ ته نور مشروعیت ورنه کړل شي.
دغه ګوند له بشري حقونو بنسټونو، ملګرو ملتونو، دیپلوماتیکو استازولیو او نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې په افغانستان کې وروستۍ پېښې په جدي توګه وڅاري او د طالبانو د تبعیضي او ځپونکو سیاستونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
د طالبانو د عدلیې وزارت اړوند ځواکونو دوه ورځې وړاندې په کابل کې پر خاتمالنبیین مدرسې یرغل کړی او دغه مدرسه یې محاصره کړې وه. ویل کېږي چې دغه مدرسه اوس تخلیه شوې ده.
طالبانو په وروستیو ورځو کې د یوه کس د ادعا شوې ملکیت له مخې، د هرات ښار په جبرئیل ښارګوټي کې شاوخوا ۱۰۰ دوکانونه هم تړلي او لږ تر لږه درې کسان یې نیولي دي.
طالبان په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې په پراخه کچه د شیعهګانو او هزارهوو پر وړاندې په تبعیضي او ځپونکو اقداماتو تورن شوي دي.
دغه ډله د شیعهګانو د شخصي احوالو قانون او د شیعه مذهب رسمي پېژندنه هم لغوه کړې او اوس د شیعهګانو اړوند د شخصي احوالو قضیې د حنفي فقهې له مخې حلوفصل کوي.
