کونړ د رڼا په تمه؛ تشې ژمنې، تیاره کورونه او زیانمن صنعت

کونړ کې ځايي خلک شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د مناګي برېښنا کوټ له فعالیت لوېدلی دی.

ځايي خلک وايي، د طالبانو حکومت له مکررو ژمنو سره ـ سره بیا هم په دې برخه کې کوټلي ګامونه نه دي اخېستي چې له امله یې صنعت او خلک له جدي ننګونو سره مخامخ دي. 

دوی د طالبانو تر څنګ له نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د مناګي برېښنا کوټ د ترمیم او بیا فعالولو په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي.

د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د مناګي برېښنا کوټ چې د جمهوري نظام پر مهال په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د ۸ اعشاریه ۹ مېلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی وو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې فعالیت د تخنیکي ستونزو له امله په ټپه درېدلی دی. 

دا برېښنا کوټ د جمهوریت پر مهال په بشپړ ډول نه وو فعال شوی چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تخنیکي ستونزو له امله له فعالیت لوېدلی چې جدي ستونزې یې را منځته کړې دي. 

د کونړ اوسېدونکي وايي، د مناګي برېښنا کوټ د خرابوالي له امله پرې له تېرو درېیو کلونو راهیسې برېښنا پرې شوې او د دوی ورځنۍ چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي. 

د کونړ په مرکز اسعد‌اباد ښار کې قومي مشر امین جان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل:«د جمهوریت په دور کې مناګي بند جوړ شو، اسعد‌اباد ښار او نورو سیمو ته یې برق ورکړ؛ خو دا چې دا بند په بشپړ ډول فعال شوی نه و د تخنیکي مشکلاتو له وجې بېرته له فعالیته ولوېد او په زرګونه خلکو باندې برق قطع شوی، له سختو مشکلاتو سره مخامخ یو او ټول کارونه له یو عالم مشکلاتو سره مخامخ دي.»

د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د مناګي برېښنا کوټ چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له فعالیت لوېدلی دی/ اطلاعات روز ورځپاڼې ته استول شوی

طالبانو د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ میاشت کې د څلورو میاشتو په موده کې د دغه برېښنا کوټ د ترمیم او د چارو د بشپړولو خبر ورکړی وو؛ خو د نږدې یو نیم کال په تېرېدو د مناګي برېښنا کوټ د ترمیم چارې نه دي بشپړې شوي. 

د کونړ اوسېدونکي وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د مناګي بند د ژر فعالولو تکراري ژمنې کړي؛ خو په خبره یې حاکم رژیم تر اوسه په دې برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. 

د کونړ د وټه پور ولسوالۍ یو تن قومي مشر رحمان ګل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له تېرو درې نیمو کلونو را هیسې حکومت [طالبان] بار بار وعدې کوي چې د مناګي بند کارونه تکمیلوو؛ خو تر اوسه یې دا عادي کارونه چې ترمیم یې دی سرته ونه رساوه، پروسږکال ژمي کې یې هم افتتاح وکړه او خبرونه یې نشر کړل چې د مناګي بند د ترمیم کارونه شروع شول او څلورو میاشتو کې به پوره شي، مګر تر اوسه دا مسئله زړه په زړه ده او خلک د بې برقۍ له وجې له جدي مشکل سره مخ دي.»

کونړ کې د مناګي برېښنا کوټ د نه فعالیت له امله زرګونه کورنۍ چې د تېر جمهوریت پرمهال له برېښنا برخمنې شوې وې اوس په تیارو کې ناستې دي/ اطلاعات روز ورځپاڼې ته استول شوی

کونړ کې د برېښنا د نشتوالي له امله صنعتي کارخونې هم اغېزمنې شوي او صنعتکاران یې له ګڼو مالي زیانونو سره مخ کړي. 

صنعت کاران وايي، د برېښنا نشت اړ کړي چې د خپلو کارخونو د فعالیت په موخه له جنراتوري برېښنا ګټه پورته کړي چې دې چارې صنعتکاران او سوداګرۍ له پانګوالۍ زړه توري کړي. 

کونړ کې یوه صنعتکار د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «کونړ کې شاوخوا پنځلس صنعتي کارخانې دي چې له آبي برېښنا پرته چلېږي، د هرې کارخانې خاوند جنراتور چالان کړی او هره ورځ په زرګونه افغانۍ تېل مصرفوي چې مونږ ته په ډېره درنه بیه تمامېږي او مونږ د ګټې پرځای له تاوان سره مخامخ یو، مونږ ته باید د برېښنا غمه وخوړل شي.»

د کونړ اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او اړوند نړۍ والو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي، چې د مناګي برېښنا کوټ د نیمګړو چارو د بشپړاوي په موخه دې کوټلي اقدامات وکړي. 

دوی زیاتوي چې کونړ کې د نورو برخو په څېر د انرژۍ د تولید په برخه کې هم کار نه دی شوی او پکار ده چې په دې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه او شوې ژمنې سرته ورسېږي. 

د کونړ د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالتواب له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «کونړ کې په تېرو څو لسیزو کې په یوه برخه کې هم سم کار نه دی شوی، که څه هم خلکو په ځلونو غوښتنې کړي، خو هېڅ نتیجه یې نه ده ورکړې، د نورو برخو ترڅنګ د برېښنا په برخه کې چې کافي اوبه موجودې دي هم کار نه دی شوی، زمونږ غوښتنه دا ده چې دې برخې ته پوره توجه وشي او ټولو ستونزو ته رسیده ګي وشي.»

کونړ کې د طالبانو ولایتي چارواکي او د برېښنا امریت مسوولین چې د ۲۰۲۴ میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې یې د مناګي برېښنا کوټ د ترمیم چارو له پیل خبر ورکړی و/ خواله رسنۍ

که څه هم کونړ سیند له پرېمانه اوبو برخمن او د لویو او کوچنیو برېښنا کوټونو د جوړولو زمینه برابره ده، خو دې برخه کې د وخت حکومتونه پر ناغېړۍ تورنېږي.

د کونړ اوسېدونکي د طالبانو له حاکم نظام غوښتنه کوي، چې په دغه ولایت کې دې د برېښنا د تولید په برخه پانګونه وکړي او دې برخه کې دې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د کونړ د آسمار ولسوالۍ اوسېدونکي علي اکبر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «هر نظام چې افغانستان کې راغلی یو څو غوړې ژمنې یې کړي چې د کونړ پر سیند برق جوړوو، خو تر اوسه یې یوې هم عملي بڼه نه ده خپله کړې، زه د طالبانو له حکومت غوښتنه کوم چې د کونړ پر سیند د بندونو جوړولو لپاره دې خپلې وعدې عملي کړي او هم نړۍ‌وال دې پر دې سیند د برېښنا بندونو جوړولو لپاره وهڅوي.»

موږ هڅه وکړه چې د کونړ په وټه‌پور ولسوالۍ کې د مناګي برېښنا کوټ د نیمګړو چارو په تړاو د دغه ولایت د برېښنا آمریت مسوولینو نظر هم واخلو، خو له پرله پسې هلوـ ځلو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر واخلو.

د کونړ د برېښنا آمریت د معلوماتو له مخې د مناګي برېښنا کوټ ۱،۲ مېګاه واټ برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې په فعالېدو سره به یې د دولتي ادارو سربېره له پنځه زرو زیاتې کورنۍ له برېښنا برخمنې کړي.

د کونړ د پېج درې سیند چې کال ـ دولس میاشتې په کې پرېمانه اوبه بهېږي او په کم لګښت د برېښنا کوټونو د جوړېدو چانسونه شته، خو بیا هم پر دې سیند د بنسټیزو برېښنا کوټونو د جوړولو کوټلی ګام نه دی پورته شوی/ اطلاعات روز ته ستول شوی

کونړ کې ځايي خلک داسې مهال د طالبانو نظام د مناګي برېښنا کوټ د ترمیم او فعالولو په برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي چې له څه باندې یو کال راهیسې دغه ډله د کونړ پر سیند د غټو برېښنا بندونو د جوړولو پراخې ژمنې کوي او تر اوسه یې په دې برخه کې عملي ګام نه دی پورته کړی.