په سپکو او درنو وسلو نښې ویشتل او ډزې کول د طالب چارواکو یوه تفریحي بوختیا ده. د دې نښو ویشتلو ویډیوګانې (چې عموما په کلاشینکوف، ایم فور او دهشکې ترسره کېږي) پر ټولنیزو رسنیو د طالب کاروونکو ترمنځ په پراخه توګه خپرېږي. د طالبانو تبلیغاتي ډلې په پر له پسې توګه هڅه کوي چې دا ډله د نړۍ د نورو حکومتونو په څېر د یوه عادي حکومت په بڼه وښیي. د طالبانو د ډلې ویاندویان او مبلغین وایي، چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې او افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ مرحلې ته ننوتی دی؛ مګر په غرونو او دښتو کې په سپکو او درنو وسلو د طالب چارواکو تفریح ښیي چې له ټوپک او تاوتریخوالي لېرې والی او د یوه ملکي حکومت په بڼه راڅرګندېدل د دې ډلې د رهبرانو لپاره اسانه چاره نه ده. حتا د طالبانو هغه چارواکي چې اوس پر ملکي او غیر نظامي دندو کار کوي، له پخواني حکومت سره د جګړې د مهال له تاوتریخجنې روحیې ځان نه شي لېرې کولای.
هغه ویډیو چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسیدلې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وزیر نور جلال جلالي پکې لیدل کېږي چې په دهشکه په مسلسله توګه ډزې کوي. په انځور کې شاته یو څو نور طالبان هم ښکاري او د نوموړي د نښې ویشتنې ننداره کوي. دا ویډیو هم یوې غرنۍ سیمې ته د تفریح پر مهال ثبت شوې ده. د نړۍ په نورو حکومتونو کې د عامې روغتیا وزیران داسې کسان وي چې د درملنې، درمل جوړونې او یا هم له عمومي روغتیا سره اړوند برخو کې تخصص لري مګر د طالبانو د حکومت په جوړښت کې د دې ډلې یو نظامي چارواکی نور جلال جلالي پر دې دنده ګمارل شوی دی؛ هغه څوک چې د طب په برخه کې هیڅ ډول زده کړې نه لري، خو له ډزو کولو او وسلو ګرځولو سره مینه لري.
په یوه بله ویډیو کې لیدل کېږي چې د طالبانو مشر ته نږدې کس حاجي یوسف وفا چې د طالبانو ترمنځ د «کندهار په فاتح» مشهور دی، د کندهار په یوه شګلنه سیمه کې نښه ولي. دی لومړی په یوه Type81 د چین جوړ ټوپک ډزې کوي او وروسته په کلاشینکوف پر له پسې ډزې کوي. حاجي وفا دې سیمې ته په ګران بیه مرمۍ ضد موټرو او د وسله والو ساتونکو له یوه لښکر سره تللی دی. په دې سفر کې د نوموړي یوه تفریح په بېلابېلو وسلو لکه کلاشینکوف او امریکایي جوړو وسلو لکه «ایم فور» او «ایم ۱۶» وسلو نښه ویشتل دي.
حاجي وفا چې اوس مهال د طالبانو له لوري د بلخ والي دی، تر دې وړاندې یې هم د نښې ویشتلو ویډیوګانې خپرې شوې دي. په وړاندینیو انځورونو کې هم لیدل کېږي چې په بېلابېلو وسلو نښه ویشتنه کوي. دا ډول ویډیوګانې د طالب چارواکو په یوه رسمي انځور بدلې شوې دي؛ هغه څیرې چې د اداري او مسوولانه فعالیتونو پر ځای په وسلو لوبې کوي.
د طالبانو مشر په څو فرمانونو کې د بیت المال پر ساتنې ټینګار کړی دی او د دې ډلې له غړو او چارواکو څخه یې غوښتي چې د عمومي سرچینو د ضیاع مخنیوی دې وکړي. مګر داسې ښکاري چې د طالبانو مشر د بیت المال د هغو مرمیو په تړاو چوپ دی چې د طالب چارواکو او ځواکونو له لوري د تفریح په موخه کارول کېږي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت کې د حقاني شبکې د یوه مشهور کس خلیل الرحمان حقاني تر وژل کېدو وروسته طالبانو د هغه داسې انځورونه او ویډیوګانې خپاره کړل چې پکې ښکاري نوموړی د کلاشینکوف او امریکایي «ایم فور» په ګډون په بېلابېلو وسلو نښه ویشتنه کوي. حقاني شبکې هڅه کوله چې د دې انځورونو په ښودلو سره د خلیل حقاني جهادي اعتبار لوړ کړي او وښیي چې نوموړی د جګړې سړی و او له جماهیر اتحاد شوروي څخه بیا د افغانستان د پخواني حکومت تر وخته د جګړې په ډګر کې فعال و.
خلیل حقاني له امریکایي «ایم فور» سره تر دې کچې مینه درلوده چې ان له بهرنیو وګړو سره د رسمي ناستو پر مهال به یې هم له ځان سره دا وسله ګرځوله. له نظامي توکو سره دا افراطي لېوالتیا تر یوه حده د طالبانو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو ترمنځ د رهبرۍ یو کلتور ښکاري؛ هغه چاره چې له اداري او غیر نظامي کارونو سره څرګند واټن لري.
د دې ډلې د ټیټ پوړو او منځپوړو جنګیالیو ترمنځ هم د ملکي ورځنیو چارو لپاره له وسلو استفاده عادي چاره ده. تر دې وړاندې اطلاعات روز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې طالب ځواکونه په تخار کې د ماهي نیونې لپاره ډزې کوي او حتا سیندونو ته بمونه ور غورځوي او د همدې چارې له کبله د سیمې خلګ او ماشومان سخت وېرېدلي وو.
د متحده ایالاتو د کنګرې له راپورونو سره سم چې درې کاله وړاندې د سي این این شبکې له لوري خپاره شوي وو، له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته ترې په دې هیواد کې تر اوو میلیاردو زیات نظامي تجهیزات پاتې شوي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي. په دې راپور کې ویل شوي و چې واشنګټن له ۲۰۰۵ څخه د ۲۰۲۱ تر اګست پورې ټولټال د ۱۸.۶ میلیارده ډالرو نظامي تجهیزات د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارلي وو. په دې تجهیزاتو کې الوتکې، له هوا ځمکې ته ویشتل کېدونکي توغندي، نظامي موټرونه، سپکې او درنې وسلې، ارتباطي ابزار او نور نظامي توکي شامل وو.
که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو د دې وسلو پر اخیستلو ټینګار کړی او اخطار یې ورکړی و چې له افغانستان سره د مرستو دوام به د دې وسلو تر بیرته ور سپارلو پورې مشروط وي؛ مګر تر اوسه په عملي توګه د دې وسلو د بیرته اخیستلو لپاره کوم اقدام نه دی شوی.
اوس مهال د دې پاتې شویو وسلو دقیق شمېر او مجموعي شمېر مشخص نه دی، ځکه چې طالبانو د شته وسلو په اړه هیڅ کوم راپور نه دی خپور کړی. په عین مهال کې ګڼ شواهد ښیي چې د دې وسلو یوه برخه د طالبانو محلي قومندانانو او د هغوی اړوندو ډلو لاس ته ورغلې او پټې کړل شوې دي. له دې سره-سره د وسلو د قاچاق او له افغانستانه یې د بیرون انتقال په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.