په هلمند ولایت کې د طالبانو له لوري د ټټو لرونکو کسانو پر وړاندې سخت چلند خلک اندیښمن کړي او وایي، چې طالبان په ښارونو، کلیو، تالاشۍ ځایونو او عامو لارو کې خلک دروي، بدنونه پلټي او که د ټټو نښې ولري له سپکاوي، توهین او ان نیولو سره مخ کېږي.
خلک زیاتوي، چې طالبان د ټټو نښې د خلکو پر مټ، لاسونو، پښو، غاړه او حتا پر ملا لټوي او دا عمل چې د دیني اصلاح تر نوم لاندې ترسره کېږي، د ځوانانو پر روان یې ناوړه اغېز کړی او هغوی یې له سختو فشارونو سره مخ کړي دي.
طالبان بیا دغه اقدامات د خپل مذهبي دریځ او د امر بالمعروف د ادارې له پالیسۍ سره سم ګڼي، خو د خلکو په باور دا چلند نه یوازې د شخصي حریم ښکاره نقض دی، بلکې د بشري کرامت، ازادۍ او کلتوري ارزښتونو سره مستقیم ټکر لري.
د ناوې ولسوالۍ یو اوسېدونکی نیک محمد وایي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو هغه د ټټو لرلو له امله درولی او د خلکو په مخ کې یې ورسره د سپکاوي ډک چلند کړی دی.
هغه وویل: «زه لښکرګاه ته روان وم چې د ناوې پر چوک ودرول شوم، زما لاسونه یې وکتل او پر راسته لاس مې د مار پخوانی ټټو ولید، ویې ویل دا حرام دی، ولې دې وهلی؟ ما ورته وویل چې دا زما شخصي کار دی، خو خبرې یې نه اورېدې خلک راباندې راټول شول او همدې خاطر د خلکو مخته ډیر بې عزته شوم.»
دی زیاتوي، چې طالبان خلکو ته مشوره نه بلکې د خلکو سپکاوی کوي، «داسې فکر مې کاوه چې زه یو مجرم یم او دوی نیولی یم، دوی د خلکو سره په ډیره بده لهجه خبرې کوي چې دا د یو انسان سپکاوی او توهین دی».
د لښکرګاه ښار د بولان سیمې اوسېدونکی احمدالله هم وايي، طالبان موټرسایکل سپاره ځوانان راګرځوي او د هغوی د بدن پر بېلابېلو برخو شنه خالونه ګوري.
نوموړی زیاتوي: «یوه ورځ مې ولیدل چې یو ځوان د طالبانو سره دلایل ویل، خو طالبانو دا ځوان مجبوروه چې بل ځل یې باید دغه شنه خالونه پاک کړي وي، طالبانو وویل چې دا نښان د کفارو دی، حرام دی او ژر یې باید پاک کړې.»
د ده په وینا، چې ټټو یا خال وهنې پسې د طالبان پلټنو زیات شمیر ځوانان په ویره کې اچولي او له همدې کبله هڅه کوي د ټټو ځای پټ وساتي.
د جاوید همنوا په نوم یو هراتی ځوان چې اوس په لښکرګاه ښار کې طلا پلورنځی لري، وايي چې کلونه وړاندې یې پر غاړه د ښامار ټټو وهلی، خو د طالبانو له ویرې یې نه شي ښکاره کولای.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «څو کاله مخکې چې زه کابل کې اوسیدم نو د شوق په خاطر مې دغه ټټو پر غاړه وواهه، هغه وخت ما ښه لباس هم اغوستی نو ډیر ښه ښکاریدم، خو کله چې هلمند ته را کډه شوو، او بیا ورپسې طالبان راغلل خپل سټایل راڅخه پاتې شو، نو اوس د همدې ویرې چې طالبان زما د غاړې ټاټو ونه ویني ډیر غټ لباس اغوندم.»
جاوید زیاتوي، چې ټټو یې د هنر سره د مینې له کبله وهلی او اوس یې که پاکوي، نو دا کار باید د جراحي عملیات له لارې وکړي، چې خطرناک او اسان کار نه دی.
بلخوا بیا د کلتور او ادب پالونکي وایي، چې ټټو یا خال وهنه د پښتني کلتور یوه پخوانۍ برخه ده او زیاتوي چې پښتنې پیغلې، هلکان، آن زړو ښځو به پر مخ، لاسونو او پښو شنه خالونه وهل، چې د ښکلا او دودیزو عقایدو استازیتوب یې کاوه.
د لښکرګاه ښار د هلکانو د مرکزي عالي لېسې د پښتو ژبې پخوانی استاد سید کرم چې ۶۵ کاله عمر لري او پر لاسونو او ګوتو یې د سپوږمۍ او ستورو ټټوګان له ورایه ښکاري، وایي ۴۰ کاله وړاندې یې دا خالونه وهلي او هغه مهال دا د کلتور برخه وه، چې ښځو، نرو او حتا ماشومانو به خالونه وهل، خو پوښتنه کوي، چې اوس ولې دا حرام شول؟
نوموړی زیاتوي: «ټټو تر اسلام مخکې لا د پښتني کلتور یوه برخه وه، هغه وخت به دا د قام یا قبیلې د پیژندلګلوي په خاطر وهل کیدل، چې اکثره د لوړ عمر خلک اوس هم دغه ټټوګان یا شنه خالونه پر تندي، زنه، غاړه، لاس او پښو لري، دا د خلکو شوق دی او زموږ د کلتور یوه مهمه برخه ده څوک حق نه لري چې بل ته ووایي دا پاک کړه.»
خو، طالبان د بدن هر ډول دايمي بدلون حرام ګڼي او هلمند کې د دې ډلې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست وایي، چې ټټو د «کفارو» یوه نښه ده او مسلمانان باید له دې نه ډډه وکړي.
هلمند کي د طالبانو د امربالمعروف یوه چارواکي د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل: «ټټو د فحشا، بېحیایۍ او کفري تمدن استازیتوب کوي، موږ د شریعت له مخې خلکو ته مشوره ورکوو چې دا عمل پرېږدي، که څوک دا نښه لري، باید لېرې یې کړي.»
خو، هغه دا ونه منله چې طالبانو د مشورې پر ځای له خلکو سره سخت، توهینوونکی او تحقیر کوونکی چلند کړی دی. د ده په خبره، که چیرې د کوم طالب له خوا کوم بد چلند شوی وي، نو دا به د فردي سهوې نتیجه وي، نه د دوۍ رسمي پالیسۍ.
په پښتني ټولنه کې، په تېره بیا د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د ټټو یا خال وهنې دود پخوانی دی او زړو ښځو، نجونو، هلکانو او حتا کوچنیانو به پر مخ، لاسونو، پښو او خولو خالونه وهل، چې دا د ښکلا، دود یا د سترګو د نظر ساتنې لپاره ګڼل کېدل.
د لښکرګاه ښار د کارتې لګان سیمې اوسیدونکې نجیبه وایي، ټټو وهنه ورته په کلتوري میراث پاتې ده، «زما انا به ویل چې د خال په وهلو سره انسان له سترګو ژغورل کېږي، دا زموږ د پښتني کلتور د میراث یوه برخه وه، نه کومه ګناه».
په داسې حال کې چې طالبان ټټو حرام بولي، خو یو شمېر دیني عالمان بیا وایي، چې یوازې هغه ټاټوګان چې د کفر یا فحشا نمایندګي کوي ناروا دي.
دیني عالم مولوي عبدالروف وایي، د ټټو وهل په نیت پورې اړه لري او څوک چې یو ساده ټټو لري باید توهین نه شي.
دغه دیني عالم وویل: «اسلام وایي، الله نیت ته ګوري که یو انسان ساده ټټو لري، دا نه فحشا ده، نه کفر، دا د فرد شخصي انتخاب دی، تحقیر او زور د دعوت طریقه نه ده.»
هلمند کې د بشري حقونو مدافعین بیا د طالبانو دا چلند انساني کرامت ته سپکاوی ګڼي او له طالبانو غواړي چې د زور، تحقیر او فزیکي تلاشي پر ځای له خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي او د خلکو له دیني، فرهنګي او شخصي ارزښتونو سره تعامل وکړي.