خالد محمدي
په لوی اختر کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده وینا دوه محوري پیغامونه درلودل: لومړی د دې ډلې د غړو ترمنځ خپلمنځي اختلافات چې کولای شي د «طالبانو د اسلامي امارت» ثبات وګواښي؛ دویم له رسنیز فعالیت او د طالبانو د واک پر جوړښت یې له اغېزې څخه وېره.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کندهار کې د اختر د لمانځه د مراسمو یو د ټیټ کیفیت انځور خپور کړ او وروسته یې د دې ډلې د مشر وینا له خپل بیرغ سره پر ایکس ټولنیزې شبکې خپره کړه، مګر د دې وینا ځینې برخې لکه د رسنیو د اغېز په تړاو څرګندونې ترې حذف شوې وې.
ملا هبت الله اخوندزاده په خپله وینا کې د طالبانو له غړو غوښتي چې له تفرقې ځان وساتي او پر داخلي انسجام یې ټینګار کړی دی. ده ویلي: «ستاسو وحدت دنیا نه شي زغملای او ورته متوجې ده. د دې نظام د چپه کولو لپاره یې بېلابېلې هڅې پیل کړې دي او زموږ نظام ته بد وایي. نن ورځ په افغانستان کې شرعي نظام دی او د ډیموکراسۍ وخت تېر شوی دی، مګر ځینې خلک هڅه کوي چې د ډیموکراسۍ نظام یو ځل بیا ایجاد کړي. مسلمانانو وروڼو، په اسلام او شریعت کې د کامیابۍ لاره ده او مسلمانان باید خپل ځان په اسلام او شریعت اګاه کړي.»
د طالبانو پر واک د څلورو کلونو په اوښتلو سره د دې ډلې د دوو اړخونو د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د کندهار حلقه او د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني په مشرۍ د ختیځې حلقې ترمنځ ژور اختلافونه بربنډ شوي دي. سراج الدین حقاني چې تر درې میاشتني غیابت وروسته د وري میاشتې پر ۳۱مه بیرته خپل کاري دفتر ته راغی، ناخوښ دی چې د کندهار له حلقې سره تر حد زیات قدرت دی او د ده او د حقاني شبکې صلاحیتونه کم کړل شوي دي.
د طالبانو ترمنځ اختلافات له ډېر وخت مخکې راپورته شوي دي. تېر کال د مرغومي میاشتې پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په خوست کې د یو شمېر طالبانو ترمنځ د ښځو پر کار او زده کړو د بندیز په تړاو د طالبانو د مشر پر سیاست نیوکې وکړې. تر دې وینا وروسته نوموړی له افغانستان څخه وتښتېد، ترڅو د طالبانو د مشر د ځواکونو له لوري یې د نیول کېدو مخنیوی وشي. ستانکزی تر دې وروسته بیرته هیواد ته نه دی راستون شوی.
په پلازمېنه کې د اختر بېل لمونځونه؛ د طالبانو ترمنځ د درز څرګندې نښې
د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات تر دې کچې رسېدلي دي چې د اختر د لمانځه په څېر عباداتي چارو کې هم دا درزونه راڅرګندېږي. په داسې حال کې چې شاهي ارګ او سپېدار ماڼۍ یوازې په یوه دېوال له یوه-بل څخه بېلېږي، مګر سږ کال په لوی اختر کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون په دې ځای کې دوه بېل ځایه د اختر لمونځ ادا شو. په شاهي ارګ کې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د دې ډلې د یو شمېر نورو چارواکو په ملتیا د اختر لمونځ ادا کړ.
بل لور ته په سپېدار ماڼۍ کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي او د طالبانو د نورو لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي توګه حقاني شبکې ته د نږدې اشخاصو په ملتیا د اختر لمونځ وکړ. دا په داسې حال کې چې مولوي عبدالکبیر تر دې وړاندې د طالبانو د لومړي رییس الوزرا سیاسي مرستیال و، مګر د طالبانو د مشر په امر له دې دندې ګوښه کړل شو. له دې سره-سره، نوموړي نه یوازې سپېدار ماڼۍ نه ده پرېیښې، بلکې د کډوالو چارو وزارت ته هم نه دی تللی او له همدې ځایه خپل سیاسي فعالیت ته دوام ورکوي.
همدا راز، یوه بله مهمه پېښه دا وه چې سراج الدین حقاني تر خپل درې میاشتني غیابت وروسته په سپېدار ماڼۍ کې راښکاره شو. نوموړي خپل لومړنۍ علني لیدنه له مولوي عبدالکبیر سره وکړه. دا لیدنه په داسې ډول تعبیر شوه چې حقانیان نه غواړي سپېدار ماڼۍ چې د واک په غیر رسمي ویش کې دوی ته رسیدلې، کندهار حلقې ته پرېږدي. تر کومه چې حقانیانو ته د یوې نږدې څیرې په توګه مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې وي، دا په حقیقت کې د دې څرګندونه کوي چې دا سیاسي سنګر د کندهار حلقې پر وړاندې ساتل شوی دی.
د رسنیو له بشپړ سانسوره ستوماني
د طالبانو مشر د هغو رسنیو پر فعالیت په غوسه دی چې د دې ډلې له کنټروله بهر دي، په ځانګړې توګه هغه چې له هیواده بهر دي او دا رسنۍ د «دروغو» په خپرولو تورنوي.
ده په خپله وینا کې ویلي: «تاسو باید د کافرانو چل ته متوجې یاست او هغوی کوشش کوي چې اختلافات جوړ کړي او خبر یې خپور کړي. اوس مطبوعات همداسې شوي دي چې دروغ وایي (د څو ثانیو لپاره یې غږ قطع شو). نظام ته وګورئ چې څه کوي او کوم لور ته ځي. خدای دې موږ له بدو تبلیغاتو وساتي. دا ستاسو نظام دی او اطاعت یې وکړئ او د شیطان په وسوسو خطا نه شئ.»
ده د خپلو خبرو پر مهال همدا راز ټینګار وکړ چې «د طالبانو اسلامي امارت» یوه داسې لور ته روان دی چې د ده په اند «سم» دی؛ «زه له تاسو سره دا وعده کوم چې د شریعت او د الله د دین پر خلاف یو قدم هم نه اخلم.»
طالبانو په افغانستان کې دننه رسنیزه فضا د ځپنې، سانسور او اختناق له لارې سخته محدوده کړې ده، مګر په تبعید کې رسنیو لا هم خپل فعالیت روان ساتلی دی. دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې دننه طالبانو ټولو خبریالانو ته سخت خبرداری ورکړی، چې په تبعید کې له رسنیو سره همکاري ونه کړي او که نه له مجازاتو سره به مخ شي. مګر لا هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د اطلاع رسونې بهیر د داخلي خبریالانو او خبر رسوونکو ښاروندو په مرسته روان دی او همدا چاره د دې لامل شوې چې د طالبانو د بشپړ سانسور او له دې ډلې سره د تړلو رسنیزو بنسټونو مخه یې نیولې ده.
انټرنیټ ته د خلکو لاسرسی او له ټولنیزو رسنیو استفاده چې طالبان یې پر منځپانګې واک نه لري، د دې لامل شوي دي چې د دې ډلې په تړاو انتقادي او افشاګر معلومات په هیواد کې دننه او بهر په پراخه کچه خلکو ته په چټک ډول په لاس ورشي. طالبان اوس مهال یوازې دا اطلاعاتي موج څاري او د مهارولو وړتیا یې نه لري.
له روحانیونو غوښتنه
د طالبانو مشر همدا راز له روحانیونو غوښتي چې د دې ډلې پر خلاف دې څرګندونې نه کوي او د اختلافاتو له رامنځته کولو دې ډډه وکړي.
ده د خپلې وینا په یوه برخه کې علماوو ته وویل: «خلک دې له علماوو پوښتنه وکړي او د هغوی لارښوونه دې ومني. علما دې هم هڅه وکړي چې خلکو ته شرعي احکام بیان کړي او ځان دې له اختلافاتو لېرې وساتي. د دین یو عالم دې د بل پر خلاف خبرې نه کوي.»
دا خبرې په داسې مهال کې مطرح کېږي چې د غویي میاشتې په وروستیو کې په بلخ کې یو مشهور دیني عالم مولوي عبدالقاهر د جمعې د خطبې پر مهال د طالبانو له نوم اخیستلو پرته د دې ډلې پر انحصاري او قومګرایانه سیاست سخته نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د داسې تګلارو دوام به حکومتونه وپاشي. تر دې وینا وروسته د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر او استخباراتو ځواکونو هڅه وکړه چې مولوي عبدالقاهر ونیسي، مګر د خلکو د غبرګون او ټولنیز تنش له وېرې له خپلې پرېکړې پر شا شول.
طالبان چې د «اسلامي شریعت» د پلي کولو په شعار سره واک ته رسېدلي، له جمهوریت او د هغه له غربي متحدینو په ځانګړې توګه متحده ایالاتو سره د دوو لسیزو جګړې پر مهال یې د مسجد له منبرونو د سرتېرو د جذب او تبلیغاتو د کولو په توګه استفاده کړې ده. اوس دا ډله نه غواړي چې له هماغو منبرونو پر دوی نیوکې وشي چې یو وخت یې دوی ته مشروعیت ورکړی و.
له همدې کبله طالبانو د ډېری مسجدونو خطیبان خپل ځان ته وفادار خلک ګمارلي دي او په عین مهال کې یې هڅه کړې، چې خپلواک او منځلاري روحانیون چوپ کړي. کوم روحانیون چې د طالبانو تر مستقیم ایډیولوژیک اغېز لاندې نه دي او له اسلامي شریعت څخه ورته تعبیر نه لري، عملا اجازه نه لري چې له روانو سیاستونو سره خپل مخالفت په ډاګه کړي. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ښه پوهېږي چې د مسجدونو پر منبرونو د دې ډلې د کنټرول کموالي به علماوو ته دا فرصت او جرأت ورکړي چې د طالبانو تر واک لاندې د هیواد پر ناپایداره شرایطو نیوکه وکړي. له همدې کبله پر وحدت په ټینګار او د علماوو ترمنځ له اختلاف څخه په مخنیوي هڅه کوي چې د هر ډول دیني مخالفت مخه ونیسي او یا هم د طالبانو مخالفو لید لورو ته د مشروعیت ورکولو فضا له منځه یوسي.