طالبانو د روان لمریز کال د غویي په ۲۱مه اعلان وکړ، چې د «شرعي اندیښنو» له کبله یې په ټول هیواد کې د شطرنج پر لوبه بندیز لکولی دی. دې پرېکړې کندهار کې د شطرنج لوبغاړي او ځوانان سخت اندیښمن کړي او دا چاره د ځوانانو د تفریحي او فکري فعالیتونو د محدودیدو هڅه بولي.
شطرنج، چې په کندهار کې اوږده فرهنګي او تاریخي مخینه لري، ځوان یې یوازې تفریحي نه، بلکې د فکري ودې، ټولنیز یووالي او د نسلونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت یوه مهمه وسیله بولي او وایي، چې پر دې لوبې بندیز د ذهني فعالیتونو او نړیوالو سیالیو ته د دوی د چمتووالي پر وړاندې یو ستر خنډ دی.
کندهار کې د حاجي زلمي په نوم د شطرنج یو لوبغاړی وايي، چې شطرنج په دې ولایت کې یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې د یو فرهنګي دود په توګه هم پیژندل کېږي.
نوموړي وویل: «شطرنج په کندهار کې خورا اوږد تاریخ لري شاوخوا ۶۰ کاله وړاندې د مخورو او پوهانو ترمنځ یوه مهمه سرګرمي وه، د صبور هوټل (کندهار یو له پخوانیو او تاریخي هوټلونو څخه دی او د شطرنج لوبې لپاره یو مهم ځای و) په څېر ځایونه د شطرنج د لوبې مرکزونه وو، چې هلته حاجي اغا لالي، محمد عالي خان او سید محمدي په څېر نوموتو لوبغاړو د دې لوبې په پراختیا او ترویج کې ستر رول لوبولی دی.»
هغه زیاته کړه چې شطرنج د کندهار د خلکو ترمنځ د یووالي او فرهنګي تبادلې یوه مهمه وسیله وه، او دا لوبه د مختلفو نسلونو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو لپاره کارېده.
په دې ولایت کې د هاشمي په نوم د شطرنج یو ځوان لوبغاړی بیا د شطرنج لوبه د تفریح ترڅنګ د ذهني وړتیاوو د ودې او د ځوانانو د خلاقیت د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه وسیله ګڼي.
نوموړي وویل: «شطرنج زموږ لپاره یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې دا زموږ د فکر کولو طریقه ده، دا لوبه موږ ته صبر، پلان جوړونه او ستراتیژي را زده کوي، خو له بده مرغه دا لوبه طالبانو اوس منعه کړې ده.»
د طالبانو د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند اتل مشواڼي د روان کال د غویي په ۲۱مه رسنیو ته ویلي، چې د شطرنج لوبه د «شرعي اندېښنو» او د شطرنج فدراسیون په مشرتابه کې د ستونزو له امله ځنډول شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې شطرنج د قمار په ډول کېږي، کوم چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له مخې منع دی.
خو، په همدې حال کې بیا کندهار کې د شطرنج یو لوبغاړی کمالدين وایي، چې د دې لوبې د فدراسیون په مشترتابه کې د ستونزې له امله باید دا لوبه منع نه شي، بلکې ستونزه حل شي.
نوموړی زیاتوي: «که د شطرنج د فدراسیون په مشرتابه کې ستونزې وې، نو دوی کولای شي چې دغه ستونزې حل کړي، په فدراسیون کې تغیر او تبدیل راولي، خو د ټولې لوبې منع کول عادلانه نه دي، موږ غواړو چې زموږ فدراسیون بېرته فعال شي او موږ وکولای شو چې خپل ټورنمنټونه او سیالۍ بیرته پیل کړو.»
یو بل کندهاری ځوان عبدالله یوسفری (مستعار) چې د طالبانو دې پرېکړې اندیښمن کړی اطلاعات روز ته په خپلو خبرو کې وویل: «شطرنج یوه نړیواله لوبه ده، چې په ټوله نړۍ کې د ذهني ورزش په توګه پیژندل کیږي، دا لوبه موږ ته د تمرکز او تحلیل کولو وړتیا راکوي، زه حیران یم چې طالبان ولې دا لوبه د قمار سره پرتله کوي، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کي دا یوه فکري لوبه ده، موږ غواړو چې دا لوبه په ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو کې ترویج شي، ځکه دا د ځوانانو د ذهني پرمختګ لپاره خورا ګټوره ده.»
یوسفزی زیاتوي، چې د شطرنج فدراسیون د تړل کېدو له کبله یې د نړیوالو لوبو فرصت له لاسه ورکړی.
هغه همداراز وویل: «د شطرنج فدراسیون زموږ لپاره یو مهم ځای و، هغلته به موږ د شطرنج د سیالیو له لارې خپل استعدادونه ښودل، خو اوس د طالبانو د بندیز سره دا فدراسیون تړل شوی، چې د دې له وجې موږ نړیوالو سیالیو ته د چمتوالی او تګ فرصت له لاسه ورکړی دی.»
د شطرنج نړیوال فدراسیون (فیده) د طالبانو د دې پرېکړې په وړاندې خپل غبرګون ښودلی او دا یې د خواشینۍ وړ بللې ده. دغه فدراسیون د غویي په ۲۴مه وویل، چې د شطرنج پر لوبې بندیز به په افغانستان کې د دې لوبې پرمختګ ته زیان ورسوي او ځوانان لپاره به نړیوالو سیالیو کې د وړتیاوو ښودلو فرصت له لاسه ورکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په کندهار کې پر تفریحي او فرهنګي فعالیتونو محدودیتونه لګوي، تر دې وړاندې یې دغلته د قطعه بازي او د چکې یا لډو پر لوبو هم بندیز لګولی او دې محدودیتونو ته د دیني ارزښتونو د ساتنې نوم ورکوي.
خو، د کندهار اوسېدونکي وايي، چې دا ډول محدودیتونه د دوی د ژوند طرز او فرهنګي هویت پر وړاندې یو ګواښ دی.
د نعمت الله کندهاري (مستعار) په نوم یو ځوان وايي، چې دوی په کندهار کې د تفریح لپاره بیخي لږ امکانات لري او شطرنج یې د فکري بوختیا یوه وسیله وه، چې په وینا یې طالبانو دا مهال دغه لوبه بنده کړې او ډیر وخت یې عبث تیریږي.
کندهاري په خپلو خبرو کې وویل: «په کندهار کي د هر قوم او هري ژبي خلک پر شطرنج راټولیدل هره ورځ به د ښار د لېرې او نږدې ساحو څخه ځوانان راتلل، دغلته به مو بحثونه کول یو د بل سره به مو تجربې شریکولې چې دا د ځوانانو د نږدې کولو یو ډیر ښه فرصت و، موږ له طالبانو غواړو چې د شطرنج په اړه خپل نظر بدل کړي، دا لوبه نه قمار ده او نه هم د دیني ارزښتونو پرخلاف ده، دا یوه علمي او فکري لوبه ده چې زموږ د ځوانانو لپاره ګټوره ده.»
کندهار کې ځوانان او د شطرنج مینوال د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې په خپله پرېکړه دې بیا وکتنه کړي او د شطرنج لوبې ته دې اجازه ورکړي.
دوی وايي، چې دا لوبه باید په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي مرکزونو کې ترویج شي، ترڅو د ځوانانو ذهني وړتیاوې پیاوړې شي.
شطرنج یوه لرغونې او نړیواله لوبه ده، چې په هند کې له پنځمې زېږدیزې پېړۍ څخه پیل شوې او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې د فکري او ستراتیژیکې لوبې په توګه شهرت موندلی دی. دا لوبه، چې د «شاه مات» په نوم هم یادیږي په افغانستان او په ځانګړي توګه په کندهار ولایت کې اوږده او بډایه تاریخچه لري، خو اوس د طالبانو بندیز دغه لوبه د ورکیدو له ګواښ سره مخ کړې.