د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د انتقام اخیستنې په تړاو خبرداری ورکړی

Photo: Gage Skidmore / Flickr

اطلاعات روز: د ایران پر درو هستوي ساحو د امریکا تر هوایي بریدونو وروسته د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ایران د انتقامي بریدونو په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دې چې دا «به یې تر ټولو بده تېروتنه وي».

الجزیرې رسنۍ د نوموړي له خولې لیکلي چې «موږ کوم څه کوو، د هغه موخه د رژیم بدلون نه دی» خو نوموړي پر تهران تر بمبار څو ساعته وروسته وویل چې متحده ایالات «اوس هم خبرو ته چمتو دي.»

همدا راز، د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګست په پینټاګون کې د خبري کانفرانس پر مهال ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې برید امر ځکه وکړ چې د ایران له هستوي برنامې څخه د امریکا ملي ګټو ته پېښ ګواښونه خنثا کړي.

نوموړي د ایران پر هستوي ساحو بریدونه «پام وړ بریالي» وبلل او ویې ویل چې په دې برید سره یې د ایران «هستوي جاه طلبي» ختمه کړې ده.

د برید جزییات

د امریکا د دفاع وزیر تر څنګ په خبري کانفرانس کې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ډین کین هم موجود و او د ایران پر هستوي ساحو یې د برید جزییات ورکړل.

ده وویل چې د دې بریدونو نوم «د نیمې شپې ګوزار» په نوم ترسره شوي او پکې له ۷۵ دقیقو وسلو کار اخیستل شوی دی.

د امریکا د ګډ پوځ لوی درستیز ویلي چې په دې برید کې له «بي-۲» بم غورځوونکو الوتکو هم کار اخیستل شوی دی.

د ده په وینا، همدا راز د اصفهان پر یوه هستوي ساحه له یوه اوبتل څخه د تاماهاوک په نوم ۲۴ توغندي ویشتل شوي.

ده وویل چې د ایران هره هستوي ساحه د شرقي اروپا پر وخت د ماښام پر ۶:۴۰ څخه تر ۷:۰۵ پر مهال په نښه شوي او بم غورځوونکې الوتکې د شرقي اروپا پر وخت شاوخوا ۷:۳۰ له ایرانه وتلې دي.

د امریکا د ګډ پوځ لوی درستیز ویلي چې د ایران د هوایي دفاع سیسټم د امریکا له عملیاتو نه دی خبر شوی.

ده دا برید یو پېچلی او خطرناک ماموریت بللی او ویلي یې دې چې د دې برید د وخت او ماهیت په تړاو په واشنګټن کې ډېر کم خلګ خبر وو.

امریکا نن (یکشنبه، ۱ د چنګاښ) په ایران کې د فردو، نطنز او اصفهان پر هستوي ساحو برید وکړ.

ډونالډ ټرمپ تر دې بریدونو وروسته اعلان وکړ چې فردو هستوي ساحه له منځه وړل شوې ده.

ایراني چارواکو تر اوسه دې ساحو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دې ورکړي.

دې بریدونو پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي او ډېری هیوادونو دا د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت او همدا راز نړیوالو قوانینو نقض بللی دی.

همدا راز، له دې برید سره په سیمه کې د کړکېچ د پراختیا په تړاو هم اندیښنې زیاتې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته