کندهار کې یو ځوان ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: په کندهار ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت د مرکز اړوند د نهمې امنیتي حوزې په سیمه کې یو ځوان ځان وژنه کړې ده.

سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې دا پېښه نن (شنبه، ۷ د چنګاښ) ماشپین مهال شاوخوا یوه بجه د «ډبرو پل» ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، وژل شوی ځوان «فدا محمد» نومېده او ۲۴ کاله عمر یې درلود.

سرچینه زیاتوي چې نوموړی ځوان ځان ځړولی او مړ شوی دی او تر دې دمه یې د ځان وژنې لامل نه دی روښانه شوی او نه یې هم کورنۍ د پیښې په تړاو څه ویلي.

تر اوسه په دې اړه ځایي طالبانو چارواکو څه نه دې ویلي.

وخت ناوخته د هیواد له بېلابېلو سیمو د ځان وژنو راپورونه ورکول کېږي چې تر ډېره حده یې لامل خراب اقتصادي وضعیت، کورنی تاوتریخوالی او خراب رواني حالت ښوول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته